دالماني مجاهد شتون څه په ډاګه کوي

لیکوال عزام حقاني

داسی ګنګوسي اورو چه هلمند کې یو المانی مجاهد نیول شوی، که ریښتیا هم نیول شوی وي، او د دښمن ادعا حقیقت ولري، نولاندي حقایق موږ ته را په ډاګه کوي : ۱ ــــ اسلام مسلمانان یوله بل سره ورونه ګرځولي، نو دا طبعي خبره ده چي دورور سره دهغه د مشکلاتو او ستونزو په لری کولو کي مرسته باید وشي ترڅو ورورګلوي حقوق ادا شي .
۲ـــ افغانستان ته دنړۍ ۴۹ ملکه کفار راغلي او دهیواد ځمکه او فضاء یې ټوله اشغال کړې او دخپلې خوښي نظام یې په کي جوړ کړی تر څو له دي لاري خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي، نو دیو خارجي مسلمان شتون دیرغلګرو په ضد کومه بده خبره نه ده بلکي چه ته دخپلي باطلي دعوی دتحمیلولو لپاره راځې نوزه ولي دخپلو وروڼو دمرستي لپاره نه ځم، او دا دطالبانو په یو ډول حقانیت دلیل هم ده . ۳ ـــ په نړۍ کي هر قوم ځانته یو لړ ګډ او مشترک اهداف لري چي دهغو د ساتلو او تر لاسه کولو لپاره په ګډه مبازره کوي او دفاع یې پر ټولو لازم ده چی ویې کړي ، نو داچه افغانستان داسلام او مسلمانانو خاوره او وطن دی ساتل یې پر مسلمانانو فرض دی ، نو دفقهي قاعده ده که چیري په یو منطقه دمسلمانانو کفار حمله وکړي دهغه ځای پر مسلمانانو یې دفاع فرض عین ده او که چیري دهغه ځای خلک کمزوري او یایې سستي کوله نو و هغه سیمي ته پر نژدې مسلمانانو خلاصول ددغه ځای فرض عین دی په همدي ترتیب دنړۍ پر ټولو مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځي داسي فرض لکه لمونځ او روژه. فی الجهاد فقه واجتهاد / للإمام الشهيد عبدالله عزام / صفحه/ ٣٦ / باب حكم الجهاد في سبيل الله.
۴ ــــ اسلام کي پولي او سرحدات نشته هر ځای چي ضرورت شو هلته به علی الوسع وتوان ځان رسوي د نن په نړۍ کي چي مسلمانان محکوم دي هره ورځ په درجنو درجنو وژل کیږي، نو دهیڅ مسلمان لپاره چي لږ احساس او ایمان ولري د برداشتولو وړ نه دی چي همداسي دي پاته شي او باید پاته هم نه شي .۵ـــ لکه څنګه چي صحابه کرام دخپل ټاټوبي او وطن څخه لري دطاغوت او دهغه دپلویانو په ضد جنګیدل، او دالله دین یې هغه بې دینه ټولنو ته رساوه کومو کي چي دالله پر ځای دبنده ګانو عبادت کیدی، نو داسي یو ځای ته چي هغه داسلام خاوره او دمسلمانانو ټاټوبی وي په طریقه یې اولی باید ورشي نو نن که کوم مسلمان له غرب څخه افغانستان ته دجهاد لپاره راځي دا د صحابه کرامو پر پلونه پل ایښودل دي . ۶ـــ هرکله چي مسلمانان یو موټي وو نو که دنړۍ په هر ځای کي به پر مسلمانانو د کافرانو له لوري حمله کیدله دنړۍ له هر یو ګوټ څخه به یې نور مسلمانان ډلې ډلې مرستې ته ورتلل او که چا به ورته وویل چه ته هلته څه کوې، چي مرستي ته ورځې نو ده ورته وویل خو الله جل جلاله راته حکم کړی دی ( وان استنصروکم فی الدین فعلیکم النصر) الایة ( سورة الانفال / ایت نمبر ۷۲) ژباړه: که چیري له تاسو څخه ستاسو مسلمان وروڼه په دین کی مرسته وغواړي نو پر تاسو یې مرسته لازم او واجبه ده چه مر سته ورسره وکړی.
نو دا هغه څه دي چي دغرب مسلمانان یې مجبوره کړي چه د شرق دمسلمانانو مرستي ته ورشي او دشرق هغه یې مجبوره کړي چه غرب ته دخپلو ورونو امداد ته ورشي.

دیو سوچه اسلامي نظام په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close