دامت د استقلال علمبرداره!

شاعر: الياس « فاتح »

دتاريخ د افتخار دنګه مناره
دجهاد دقافلو ستره سالاره
قربانۍ دې ملتونو ته روح ورکړ
دامت د استقلال عالمبرداره

تا هر رنګ کفري يرغل دی تنبولی
ورښودلی دې قوت د کلک ايمان دی
ستا جرئت ته مې سلام دی ګرانه مشره
له پنجو د استعمار دې خلاص افغان دی

مؤذن دالجهاد وې درنه ځار شم
دشلم قرن امام د انقلاب وې
رب درکړې غرونه غرونه حوصله وه
دکفري وحشت بندونو ته سیلاب وې

د جهاد سنګر دې پرانيست په لوی عزم
جهادي سرشاره مينه دې توپان کړه
سرې لښکرې د الحاد دې په ګونډو کړې
دافغان شمله دې هسکه پر جهان کړه

د جهاد هدف دې خاص دخدای رضا وه
اقتدار او د چوکۍ مينه دې نه وه
ته قايل دهېڅ شخصي اغراضو نه وې
خود خواښۍ او دسيالۍ مينه دې نه وه

تا دکونډو يتيمانو سپېنې اوښکې
دشهيد وينې، ارمان بايللی نه دی
په جابر او جادوګر او يرغلګر دې
د ملت ارزښت او شان پلورلی نه دی

دکريملين د جبر قصر دې نسکور کړ
اوس دسپينې ماڼۍ وار دې رب دې وکړي
دا بهير لکه توپان پر مخ روان دی
نن دټولې نړۍ وار دی رب دې وکړي

تا خپل وروڼه او بچيان په رب پلورلي
تا په ټول اخلاص ده ننګ ته ملا تړلې
په دې هيله چې قانون د خدای نافذ شي
تا دټولې دنيا جنګ ته ملا تړلې

کورنۍ دې سر ترپايه جهادي ده
شهادت يې افتخار دی او ښکلا ده
دبچيانو قرباني دستا مرام دی
همدا ستونزې تېرول دې مشغولا ده

اسماعيل شهيد په پاک مسير قربان شو
ګران عمر دې هم په دې لاره روان شو
محمد بچی دې هم له دينه ځار شو
بدرالدين دې هم سالار ددې کاروان شو

دشهيد نصيرالدين سپېڅلې وينې
دمظلوم دهېلو باغ لره باران شوې
ترېنه وړي دازادۍ بهار رنګونه
دتاړاک بدرنګ خزان لره خزان شوې

دستا ځاله د زمريو د بازانو
خدای دې هر يو لوړ او بر په سرزمين کړي
هر بچی دې ايوبي او ابدالي شه
په نړۍ دې رب، حاکم سراج الدين کړي

د امت زخمي زخمي بدن کې ربه!
نور جاري سپېڅلی روح دکلک وحدت کړې
په خاطر دوينو ، اوښکو او سلګيو
په نړۍ طالب فاتح د حقانيت کړې

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close