دامریکا ناکامي

محمدعلي عمري

دا اوس جوته شوې ده چي امریکا په افغانستان کې له یوه لوي سرخوږي او ناکامۍ سره مخامخ شوې ده، امریکا پر افغانستان باندې دعراق ګمان کاوو لیکن اوس ډيره ګرانه ورته تمامه شوه او په افغانستان کښي چي یې ګډ حکومت  دجان کيري په غوښتنه جوړ کړو هغه هم دافغان اولس ستونزي حل نه کړې بلکه نور یې لا مشکلات او ستونزې پیدا کړې تېره ورځ بيا ناټو اعلان کړو چي دیهودو یعنی اسرايلو ۸۰ کسه کمانډویان به افغانستان راوستل شي دابيا بل تور داغ دی  چي دافغانستان پر خاره جوړيږي اسرايل هرچاته معلوم دي چي دمظلوم فلسطینانو په وينو خوړلو یې ګوزاره ده اوتل یې دالقدس پرضد خپل شوم او ظالمانه اهداف تر سره کړي دي اوس ناټو  دیهودو او شهيونسټانو دې ظلمونوته هم نه ګوري شرم حیا خو  کاملا نشته په افغانستان کې دې دومره  په لکهاوو امریکا یي ځواکونو خپل اهداف نکړو تر سره امن یې نه راووست نو د غه ۸۰ تنه ظالمان صهیونيست به څه ګټه ولري خو فقط مظلوم افغان اولس ته پر یوه طریه له طریقو باندې تکلیف او ازار رسول دي اوس امریکا غواړي چي په بیلابېلو برخوکښي دخپلو اجيرو افغاني ځواکونو دپياوړتيا دپاره تمریني پروګرامونه جوړ کړي خو هیڅ کله به همدې شوم هدف ته ونه رسیږي ځکه اوس يو کال نه کيږي چي دلته په افغانستان کښي امریکا خپل تمرینات او تجربې ازمويي بلکه دا ۱۵ کاله کيږي چي دامریکا هره تجربه اوس په افغانستان کښي ناکامه شوې او ناکامه به وي ،

امریکا ته پکار دې چي دبيرته وتلو په اړوند تمرینات پیل کړي چي دوي له افغانستان ځخه  خپلي پښي  څنګه وباسي،

دامریکا تر راتلو وړاندې دافغانستان  ځمکنۍ بشپړتيا تر يو اندازې خوندي وه  خو دامریکا په راتګ سره پاکستان وتوانېدو چي دافغانستان استقلال اوځمکنۍ بشپړتيا ختمه کړي ځکه خو یې دامریکا په راتګ او دهغې په خوښه سیم خاردار کښېښود او دا کار جریان لري او موږ دا هم وينو  چي هره ورځ دپاکستان له لوري پر کنړ توغندي توغول کيږي هغه دامریکا امنيتي تړون څه شو څه ګټه یې وکړه چي افغان حکومت ورسره کړی ، ۱۵ کاله وشو چي تراوسه افغانستان خپله فضا په واک کښي نه لري فضا یې دا اوس هم دامریکا په واک او اختيار کښي ده دا اوس دافغانستا ن ازادي شوه که غلامي  ؟ سل په سلو کښي ويلای شو چي تر دې ستره غلامي  بله نشته،

څلوریځه

چي پرسرمو طيارې ګرځي پردۍ

څله وايو زموږ لیلا دازادۍ

دچا زمکه او فضا چي خپله نه وي

دادی ستر تعریف دسترې غلامۍ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close