د”ايمرجینګ” سياليو کې افغانستان لومړۍ لوبه وبايلله، نن يې سريلانکا سره لوبه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۷)

د ايمرجینګ اسياسيايي جام سياليو په لړ کې تيره ورځ د افغانستان او هندوستان تر منځ سيالي ترسره شوه چې پکې افغانستان هندوستان ته لوبه وبايلله.

د افغانستان او هندوستان تر منځ د پرونۍ لوبې پچه د افغان لوبډلمشر نجيب ځدرآن وګټله او لومړی يې د توپوهنې پريکړه وکړه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې فضل الحق ۳، کریم جنت ۲، قیس احمد، شاهد کمال او وفادار یو-یو لوبغاړي وسوځول.

هندوستان په ټاکلو پنځوس ارونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته ۲۸۲منډې هدف وټاکه.

افغان لوبډلې ټاکلی هدف پوره نه کړ په پنځه څلوېښتم اور کې يې يوازې ۲۰۷ منډې وکړې او هند ته يې د ۷۴ منډو په توپير لوبه وبايلله.

د ايمرجينګ اسيا جام سياليو په لړ کې نن د افغانستان او سريلانکا لوبډلو تر منځ سيالي پيل شوه چې د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close