داکتوبر د اوومې غميزې څوارلسمه کليزه!

سرلېکنه

  له ننه پوره څوارلس کاله مخکې، په همدې ورځ ۱۳۷۵ل کال د تلې په شپاړسمه دامرېکې ترمشرۍ لاندې کفري ايتلاف دګران هېواد پرسپېڅلي حريم بې رحمانه اوظالمانه يرغل وکړ. دشپې شل کم ۱۰بجې وې چې پر کابل ،کندهار ،مزارشريف ،هرات او جلال اباد يې کروز توغندي وورول او د…… 52B ،2B ، 130B  پر مټ يې دهېواد هره سېمه دبمونو په لمبو لوغړنه کړه. اشغالګر د دریو هفتو له وحشي بمبار وروسته له نړيوالو قوانينو اود انسانيت له پولو هم ور واوښتل او ډي زيټر، کليسټر او کيميايي وسلې يې وکارولې، خو له دې سره سره په دې ونه توانيدل چې دطالبانو دوسپنيز عزم او د کلک مقاومت دفاعي سنګر ونړوي داکتوبر له ۷ مې د نومبر تر ۱۳ مې پرلپسې ظالمانه اوناکامو بمباريو دامريکې دماتې رسوايي نړۍ ته ښکاره کړه، نو ځکه امريکايانو دافغانستان په لور نيوټرون او نور ايټمي بمونه راوړل څو دلته هم دجاپان په شان بشرتباکوونکې کرغېړنه کړنه ترسره کړي. ټولو کارپوهانو اندېښنه ښودله، چې امريکا به دخپلې غوسې او شرمېدلې ماتې دپټولو په پار پرافغانستان ايټمي بمونه و غورځوي، نو له همدې امله چې افغان ولس ددې سترې تباهۍ ښکار نشي طالبانو دخپلې جګړې پاليسي بدله او دنومبر په ۱۳ يې دهېواد پلازمېنه پريښود. دا دافغانستان په تاريخ کې ترټولو ستره بوږنوونکې اوغمجنه ورځ وه ،چې ترننه يې د زخمي وطن پرسېنه دوحشتونو دردونه وورېدل، دسرو وينو ويالې وبهېدې، دمرګونو توپانونه راغلل بالاخره په مظلوم افغان ولس دظلمونو دومره درانه غرونه را ونړېدل چې هغه په تېر بشري تاريخ کې ساری نلري.

ددې خونړي يرغل ترشاه نږدې ټوله نړۍ په يو کتارکې ودرېدله ، په نړيواله کچه ټول ځواکمن اوبې ځواکه هېوادونه له امريکايي يرغلګرو سره مله شول، په دې لړکې ترټولو زيات ظالمانه کردار دملګروملتونوپه نوم دنړيوالې ټولنې وو،چې په پټوسترګويې دغه بشرضد جنايت ته دجعلي مشروعيت په بښلو يې نړيوال اذهان دامريکا په ملاتړ جوړ او واړول ، په افغانستان کې دمشروعې واکمنۍ (اسلامي امارت ) سره يې دکېنې اوعقدې لار ونيوه اوپه ګڼو مواردو کې يې په اړه ناسم قضاوت اومردودې پرېکړې تصويب کړې چې له دې پلوه ددغې نړيوالې ټولنې کړو وړو ته مجاهدافغان ملت دشک اوشبهې په نظر ګوري اوپه کلکه يې محکوم اوغندي.

 ددې ترڅنګ دهغو اجيرو افغانانو مجرامانه عمل ډېر کړغېړن اوشرموونکی وه کوم چې دامريکايي (بي دوه پنځوس )دوزو ترسيوري لاندې په امريکايي شوبلو او ټانګونوسپاره دهېواد پلازمېنې ته را ننوتل، دهغوی دغه عمل دافغان ولس زرين تاريخ ته پېغورونه وبښل دافغانانو دوياړونو اوننګونو په ډک تاريخ يې خاورې واړولې دغو ملعونو څېرو د شوروي په ضد دعصر دسترجهاد له برمه ډک تاريخ سره خيانت اوجفا وکړه دګران هېواد دملي او اجتماعي مصالحو په ځای خپلوځاني عياشيو، مستيو اوشخصي ګټو لپاره دصليب پر وړاندې دافغاني غرور هسکه شمله ټيټه کړه .له نېکه مرغه دافغانستان مسلمان ولس داميرالمومنين ملامحمدعمر مجاهد رح تر قيادت لاندې په خورا لوړ عزم اوهمت دصليبي توپان په وړاندې پولادي بندونه وخېژول اوپه کلکه يې دتيريګردښمن ټولې هڅې اوشيطاني دسېسې ناکامه اورسوا کړې په ټول هېوادکې يې منظمې جهادي ليکې اوسنګرونه تنظيم کړل ،دهېواد په لوېشت لوېشت خاوره کې يې په خپل مجاهدانه غږ ددښمن له بړېڅو کوکارې و ويستې او ورباندې يې دژوند کړۍ دومره راتنګه کړه چې دا دی دتېښتې اومنډې په حال کې کله په يولور اوکله په بل لور ځان ته دخلاصون لارې ګودرې ګوري

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close