دایمان مسایل (۴۲مه برخه) – د عذاب قبر او ارواحو بيان –

د عذاب قبر او ارواحو بيان

د عذاب قبر پيژندنه

پوښتنه : د قبر عذاب څه ته وايي؟

ځواب : څرنګه چې بحث د قبر د عذاب په اړه دى نو لومړى بايد د قبر عذاب وپيژندل شي)العذاب هو ايصال الالم للحيوان الخ( ([1]).

ژباړه : عذاب حيوان (ساه لرونکي) ته له درد او تکليف رسولو څخه عبارت دى، په دې ډول چې په اسانی سره عذاب ورکونکي ته کوم تکليف نه وي.

والمراد بالقبر وهو عالم البرزخ مما بعد الموت الخ( ([2]).

ژباړه : له قبر څخه عالم برزخ مراد دى چې هغه له مرګ وروسته تر قيامته پورې عبارت دى، نو که چيرته مړى دفن شوى وي يا غرق شوى وي يا سوځيدلى وي په هر حالت کې چې وي له مرګ وروسته د قيامت تر ورځې پورې په عالم برزخ کې حسابيږي.

قال سيوطي في صدور قال بعض العلماء عذاب القبر عذاب البرزخ ([3]).

ژباړه : امام سيوطي رحمه الله  وايي ځينو علماؤ ويلي چې د قبر عذاب د عالم برزخ له عذاب څخه عبارت دی، چې له مرګ څخه وروسته او د قيامت له  ورځې مخکې مړي ته ورکول کيږي، قبر ته د عذاب نسبت د تغليب  له وجهې شوې، که نه هر مړي ته چې د الله تعالى د عذاب ورکولو اراده وشي نو عذاب ورکولاى شي، که هر ځاى وي )اضيف العذاب الى القبر لانه الغالب و الا  لکل ميت اذا اراد الله تعالى اليه تعذيبه عذبه سواء قبر او لم يقبر او غرق في البحر او اکلته الدواب او حرق  صار رمادا ذرء في الريح( ([4]).

ژباړه : قبر ته د عذاب نسبت د تغليب له وجهې شوى، که نه هر بنده ته چې د الله تعالى د تعذيب اراده وشي نو معذب کولاى يې شي، برابره خبره ده چې په قبر کې دفن شوى وي او که نه وي دفن شوى، او که په بحر (درياب) کې غرق شوى وي، يا دا چې ځناورو (درندګانو) خوړلى وي، يا دا چې سوځيدلى وي، ايره شوى او په باد کې ذره ذره شوى وي خو بيا هم معذب کيږي.

د قبر عذاب د روح او جسد دواړو لپاره ثابت دى

پوښتنه : که يو کس عذاب القبر علي الروح والجسد نه مني او وايي چې عذاب يوازې روح لره دى، نو آيا دا صحيح دى؟.

ځواب : داسې کس غلط وايي، د (ضرب بالمطارق) حديث يې په ژور نظر نه دى مطالعه کړى ([5]).

که چيرته د مرګ په وخت کې مسلمان کلمه طيبه ونه وايي نو څه به کيږي ؟

پوښتنه : که چيرته يو مسلمان د وفات کيدو په وخت کې کلمه طيبه ونه وايي او د کلمې له ويلو پرته وفات شي، نو آيا هغه مسلمان وفات شو او که د هغه معامله بل څه ډول دى؟.

ځواب : که چيرته هغه ټول ژوند مسلمان اوسيدو وو نو هغه مسلمان ګڼل کيږي او د مسلمانانو په څير چلند به ور سره کولاى شي ([6]).

د کوم ځاى چې خټه وي هلته به دفن کيږي

پوښتنه : زياتره وخت آوريدل کيږي چې کوم وخت ماشوم د مور په خيټه کې جوړ شي نو په دې وخت کې فرښته د هغه په نوم کې خټه کيږدي، د همدغه کس خټه چې د کوم ځاى وي په همغه ځاى کې به خښيږي، دا خبره غلطه ده او که صحي ده؟.

ځواب : دا روايت په جمع الفوائد کې ذکر شوى دى، مګر په هغه کې د نوم تصريح نشته ([7]).

آيا مړى اوريدلاى شي ؟

پوښتنه : مړى آوريدلاى هم شي او که نشي آوريدلاى؟.

ځواب : په دغه مسئله باندې له سلفو څخه اختلاف را روان دى، بهر حال هغوى ته د سلام کولو حکم شوى دى، نو که چيرته هغوى سلام نه آوريدلاى او د هغه ځواب يې نه ورکولاى، نو هغوى ته به د سلام کولو حکم نه کيدلو ([8]).

د قبر ژوند برزخي دى که دنيوي ؟

پوښتنه : مړو لره په قبرونو کې کوم ډول ژوند دى؟ برزخي که جسماني؟ همدا رنګه د انبياؤ علیهم السلام ژوند څرنګه دى؟.

ځواب : له ټولو انبياء کرامو علیهم السلام پرته د ټولو مړو ژوند برزخي دى اجماعاً، البته انبياء کرام علیهم السلام په برزخ کې له اجسادو او ارواحو سره ژوندي دي او له مونږ څخه د هغوى ژوند پټ دى ([9]).

د برزخ له ژوند څخه مراد څه دى ؟

پوښتنه : له برزخ څخه مراد څه دى؟ او آيا د برزخ د ژوند کوم تصور شته دى؟.

ځواب : له مړينې وروسته چې کوم ژوند شروع کيږي هغه ته تر قيامته پورې برزخي ژوند ويل کيږي، په دې کې عذاب هم وي او راحت هم وي، الله تعالى جل جلاله دې مونږ او تاسو د قبر له عذاب څخه وساتي.

د برزخي ژوند له ختميدو وروسته قيامت شروع کيږي، په کوم کې به چې د بنده د يوه يوه عمل حساب کيږي، نيکو خلکو ته به نجات ورکول کيږي، الله تعالى دې مونږ ته هم نجات راکړي، او ګناهګارانو ته به سزا ورکول کيږي، الله تعالى دې مونږ له سزا څخه وساتي، که چيرته د قيامت منظر زمونږ مخته راشي نو زمونږ زړونه به وچوي ([10]).

يوه پوښتنه او د هغې ځواب

پوښتنه : له برزخ څخه مراد څه دى؟.

ځواب : له مړينې وروسته دوباره له خپلو قبرونو څخه تر راپورته کيدو پورې زمانې ته برزخ ويل کيږي، ځکه چې برزخ ويل کيږي د دوو شيانو په مينځ کې ضد ته، له مړينې نيولې تر حشر پورې زمانه د دنيا او آخيرت تر مينځ ضد دى، کله چې مينځنى وقفه ختمه شي نو نيک خلک به خپلو رفيعه ځايونو ته ځي او بد خلک به خپلو خپلو ځايونو ته ځي ([11]).

([1])  نورالعقائد، ص : ٢٢١.

([2]) نورالعقائد، ص : ٢٢١.

([3]) نبراس، ص : ٣١.

([4]) نبراس، ص : ٣١٤، حاشيه نمبر ٤.

([5]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٣٣، بحواله : شرح فقه الاکبر لملا علي قاري، ص : ١٠١، اعادة الروح الي الميت في قبره حق.

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤١٠، بحواله : التذکرة في احوال الموتي وامور الاخرة، ص : ٣٥.

([7]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٢٠، بحواله : جمع الفوائد، ج : ١، ص : ٣٦٨، رقم الحديث : ٢٦٢٥، ٢٦٢٦، کتاب الجنائز، تشييع الجنائز وحملها ودفنها.

([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤١٣، بحواله : فتاوى رشيديه، ج : ١، ص : ٢٢٢، کتاب العقائد، کتاب الروح، ص : ١٠، المسئلة الاولي.

([9]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٣٧، بحواله : شرح فقه الاکبر لملا علي قاري، ص : ١٠١، اعادة الروح الي الميت في قبره حق، ردالمحتار، ج : ٣، ص : ٢٥٩، مطلب في ان رسالته 3 باقية بعد موته.

([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٣٣، بحواله : کتاب الروح، ص : ١٠٢، المسئلة السابعة، ايضا : ص : ١٤٩، المسئلة الخامسة عشرة، کتاب الروح، ص : ١٠٣ – ١٠٤، المسئلة السابعة.

([11]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٣٣، بحواله : کتاب الروح، ص : ١٤٩، المسئلة الخامسة عشرة.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close