دایکندي: سږ کال د بادامو حاصلات نيم په نيمه کم شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۷)

د دايکندي ولايت د کرهنې رياست چارواکي او بزګران وايي، چې سږ کال د دغه ولايت د بادامو په حاصلاتو کې نيم په نيمه کمبود راغلی دی.

د بزګرانو په وينا، سړه هوا او وچکالي د دې لامل شوي چې حاصلات د نورو کلونو پر پرتله تر نيمايي زيات راکم شي.

د بزګرانو په وينا، تير کال يو من بادام په دولس سوه افغانيو خرڅېدل خو سږ کال یو من بادام په څلور سوه افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز سوداګر وايي، چې تير کال يې تر درې سوه منو پورې بادام توليد کړي و خو سږ کال د کرهنې رياست د نه همکارۍ له کبله چې په ونو کې ناروغۍ رامنځته شوې او دوا پرې ونه شيندل شوه، حاصلات ډير کم و.

د دغه ولايت د کرهڼې رياست مشر عبدالوهاب فيروزي هم چې د تير کال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کې نيم په نيمه کموالی راغلی چې ستر لامل يې یخه هوا او وچکالي ده.

د فيروزي په خبره، تير کال دايکندي کې تر پنځويشت زره ټنو پورې بادام توليد شوي و خو سږکال بيا د بادامو حاصلات د لسو او ديارلس زره ټنو په شاوخوا کې دي چې ډير زيات کم شوي دي.

کندوز، سمنګان، بلخ او د هېواد په يو شمير نورو ولايتونو کې د بادامو باغونه شته چې بزګر ترې هر کال ښه حاصلات تر لاسه کوي خو دایکندي افغانستان کې د بادامو د حاصل او پلور تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي.

ويل کېږي، په دغه ولايت کې څلورويشت ډوله د بادامو ونې حاصلات ورکوي چې مشهور بادام يې “ستاربايي” بلل کېږي او يو من يې په شپږ زره افغانيو پلور کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close