دایکندي: طالبانو د ناومیش ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۵ فرید افغان)

راپورونه وایی؛ چې نن سهار ۹ بجې طالبانو د دایکندي ولایت د ناومیش پر ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او لا هم روان دي.
د دې ولایت د امنیې قوماندان سید باقر مرتضوي رسنیو ته ویلي چې بریدونه د دې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو پیل شوي او دتلفاتو په هکله کره معلومات نه لري.
څو ورځې وړاندې هم طالبانو د دې لسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي و، چې یو شمیر افغان ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
طالبانو د دې بریدونو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي؛ چې طالبانو په دې ولایت کې له تیرو څو کلونو راپه دیخوا کوم لوی تعرضي برید نه و کړی او دا لومړی ځل دی چې طالبان د دې ولایت د ناومیش ولسوالۍ په نښه کوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close