دایکندي: په اجرستان ولسوالۍ له موټربم وروسته جګړه پيل شوې

(کابل ټکی کام،۱۳۹۷، زمری ۲۰)

د دايکندي ولايت په اجرستان ولسوالۍ د طالبانو له خوا لومړی د موټربم چاودنه شوې او وروسته يې پر دغه ولسوالۍ جګړه پيل کړې ده.

ځايي امنيتي سرچينې د طالبانو بريدونه تاييدوي وايي، طالبانو دغه چاودنه د ملي اردو له ټانګ موټر څخه په استفادې ترسره کړې او وروسته يې د ولسوالۍ په مرکز، د ملي اردو پر قرارګاه او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په يوې خبرپاڼې کې د يادو بريدونو د تاييد تر څنګ ويلي، په اجرستان ولسوالۍ کې د موټربم په چاودنه کې د قرارګاه زياته برخه زيانمنه شوې، تر دې دمه پنځه ويشت کومانډو عسکر ژوندي نيول شوي او جګړه لا هم روانه ده.

څه موده مخکې طالبانو په دغه ولسوالۍ سخته جګړه کړې وه او لسګونه عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربيره د يادې ولسوالۍ نږدې شل عسکر طالبانو ته تسليم شوي و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close