دا امت به په ۷۳ ډلو وويشل شي!

ژباړه : م، نجم الرحمن (فضلي)

ترجمه : له حضرت عبدالله بن عمرو  څخه روايت دی چې رسول الله  وفرمايل : له شک پرته زما په امت باندې داسې زمانه راشي کومه چې په بني اسرائيلو باندې راغلې وه (او په دواړو کې به يو مماثلت اوشي) لکه چې د دواړو پيزار بالکل برابر او يو شانته شي، تردې پوې چې په بني اسرائيلو کې که چيرته کوم کس له خپلې مور سره بدفعلي کړې وي نو زما په امت کې به هم همداسې خلک پيدا شي کوم به چې همداسې وکړي، او بنی اسرائيل په دوه اويا ډلو ويشل شوي وو زما امت به په دری اويا ډلو وويشل شي او هغه ټولې ډلې به دوزخي وي، په هغو کې به صرف يوه ډله جنتي وي، صحابه کرامو  عرض وکړ يارسول الله  ! هغه جنتي ډله به کومه يوه وي؟ رسول الله  وفرمايل : په کومه کې چې زه او زما صحابه وي (ترمذي) احمد او ابوداؤد چې کوم روايت له حضرت معاويه  څخه نقل کړی دی د هغه الفاظ دا دي چې دوه اويا ډلې دورخي دي او يوه ډله به جنت ته ځي، او هغه ډله (جماعت) دی او زما په امت کې به ډير قومونه پيدا شي، د کومو په خواهشاتو (يعنې عقائدو او اعمالو کې بدعات) داسې سرايت وکړي لکه د ليوني سپي ناروغي چې سرايت وکړي چې هيڅ رګ او هيڅ بند روغ ترې پاتې نشي.

توضيح : بنی اسرائيل : له دې څخه يهود او نصاری مراد دي، امتی : له دې څخه مراد امت اجابت دی نه امت دعوت.

خذو النعل بالنعل : يعنې لکه څرنګه چې يوه څپلۍ له بلې څپلۍ سره بالکل برابره شي همداسې به امت محمدي له يهودو او نصاری ؤ سره مشابهت غوره کړي، دا محاوره د کمال مطابقت او کمال مشابهت په وخت کې ويل شويده.

اتی امه علانية : له دې څخه ميرنی مور مراد ده، ځکه چې له حقيقي مور سره له بدکاري طبعيت مانع دی، علامه طيبي  ليکلي دي چې شايد له دې څخه ميرنی مور مراد وي، د همدې حضراتو خبره په خپل ځای صحيح ده ليکن د نن سبا واقعات دا په ګوته کوي چې له دې څخه حقيقي او ميرمنی دواړه ميندې مراد کيدی شي، ځکه چې د يورپ فحاشي له انسان څخه حيوان جوړ کړی دی، چيرته چې د مور، لور او ښځې توپير پاتې ندی.

وتفترق امتی : له دې څخه مراد امت اجابت دی، ځکه چې امت دعوت يعنې غير مسلمانانو خو بيشماره ډلې دي، يعنې امت اجابت به دری اويا ډلې جوړ شي، دا افتراق او ډل بازي به د فروعاتو په اعتبار سره نوي بلکې د بنيادي عقائدو په اعتبار سره مراد دي نو ځکه په همدې ډلو باندې د دوزخ حکم لګول شوی دی، چې همدا خلک به د بد اعتقادي او غلطو نظرياتو له امله دوزخ ته ځي، دلته دا خبره په ذهن کې وساتی چې له ناجيه ډلې پرته همدا دوه اويا ډلې د خپلو اصولو او عقائدو په اعتبار سره شپږ دي، بيا په هغو کې د فروعاتو په اعتبار سره دوه ډلې راوتلې دي، هغه شپږ دا دي :

(اول معتزله (دويم) مرجئه (دريم) مجسمه (څلورم) جبريه (پنځم) شيعه (شپږم) خوارج.

په معتزله ؤ کې دننه دوولس ډلې دي، په شيعه ؤ کې دوه ديرش ډلې دي، په خوارجو کې پنځلس ډلې دي، په جبريه يعنې جهميه کې دری دي، په مرجئه ؤ کې پنځه دي او په مجسمه ؤ کې هم پنځه دي، نو دا ټولې دوه اويا ډلې شوې، او يوه د اهل السنت والجماعة ده نو ټولې په دری اويا ډلو کې امت ويشل شوی دی.

سوال : دا څنګه معلومه شوه چې ناجيه ډله صرف اهل سنت ده او پاتې نورې غير ناجيه دوزخي دي؟.

جواب : دا امتياز په عقلي دلائلو سره شوی دی په نقلي دلائلو او علاماتو سره هم شوی دی، هغه داسې چې د همدې ناجيه ډلې به دا شان وي چې د قرآن حافظان به په دوی کې وي، محدثين به پکې زيات وي، فقهاء به هم په دوی کې وي، باعمل علماء، اهل تصوف او له خدای ويريدونکي متقيان او پرهيزګاران به په دوی کې وي او صحابه کرام همداسې وو.

په نورو ډلو کې همدا شيان نه موجوديږي نو د صحابه کرامو په نقش قدم باندې نشول، او رسول الله  ما أنا عليه وأصحابی ويلي دي.

د بدعت مثال : وهی الجماعة : په دې سر جماعت حقه د ناجيه ډلې طرفته اشاره ده، بيا د هغې پوره نام (اهل السنة والجماعة) ايښودل شوی، همدا پوره نام په اصل کې د دوی نه وو بلکې د ښو عقائدو، نيک اعمال او افعال، ښه کردار او په سمه لار باندې د تلو له امله د دوی نام په وروسته کې اهل السنة والجماعة کيښودل شو، د اهل سنت مطلب دا ده چې په سنت نبوي  باندې تلونکي خلک او د الجماعة مطلب دا ده چې د صحابه کرامو د جماعت پيروي کوونکي او د هغو په نقش قدم باندې تلونکي خلک اهل السنة والجماعة دی، کوم خلک چې په سنتو باندې تلونکي نوي يا له صحابه کرامو سره عقيدت ونلري هغوی له اهل السنت والجماعت څخه وتلي دي برابره که هغوی خپلو ځانونو ته هر څه هم وايي.

تتجاری بهم : يعنې خواهشات او بدعات په دوی کې داسې جاري شوي لکه د ليوني سپي ناروغي کومې چې (داءالکلب) ويل شويدي، الکلب : د کاف اولام فتحه د هغې ويروونکې ناروغي نام دی کومه چې د ليوني سپي له امله په ټول بدن کې سرايت کړی دی.

د حديث مطلب دا ده چې د همدې امت داهل باطل په جسم او روح کې او د هغو په رګ او ريشه کې خواهشات او بدعات داسې داخل شوي دي لکه څرنګه چې د ليوني سپي ناروغي د هغه په ريشه کې داخله شوې ده، نو هغه سپی ليونی کيږي، د کومې له امله چې هغه له اوبو څخه تښتي، نه اوبه ليدلی شي او نه اوبه څښلی شي او څوک چې وخوري هغه هم د ده په څير ليونی کيږي، همدارنګه بدعتي دی چې په خپله د بدعت ناروغي د هغه په رګ او وريشه کې داخل شوېده نو هغه حق ته نږدې نشي ورتللی بلکې له حق څخه ليرې تښتي، او کله چې له بل سره چا يو يو ځای شي نو د بدعت همدا ناروغي په هغه کې هم داخليږي او هغه هم بدعتي جوړيږي، له همدې امله بدعتي واجب الاجتناب دی.

ما أنا عليه وأصحابی : دا د ناجيه ډلې وضاحت دی، له ما أنا عليه څخه اشخاص مع القانون مراد دي، الله تعالی چې څومره آسماني مذاهب راليږلي دي له هغو سره يې د نمونې په ډول انبياء کرام هم راليږلي دي، له آسماني قانون پرته د اشخاصو پيروي شرک دی، او اشخاص له قانون پرته هم معتبر ندي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close