دا حالات چاته د زغم وي؟

 شاعر/ نورمحمد غفوري

په هېواد کې مو چې شپه او ورځ مـاتم وي

نو به څه شوق د وصال او د صنم وي

په وطن چې اور بل شوی، دود جګـــیـږي

   چې بې غمه ناست وي، کله به آدم وي

پـــــه اوږو چـې د زامـــنو جـــنـازي  وړو 

خود به جوړې ویالې، د سترګو نم وي

بـیســـــواده چې حـــــاکـم، عـــالم ګــدا وي

 دا وضعیت به نو د چـا په فکر سم وي

 چې چوکۍ په مـــیراٍثي ډول تقــسیــم شي

ای ځوانانو دا حالات چـاته د زغـم وي

چې ملـــت پـــــه اتـفــاق قـــدم وانخـــــــلي   

    نـو په بــرخه به یې خــود، دایـم الم وي

 چې یې توان د ادارې  د مــنصب نـــه وي 

نــاپوهان بـه وي چې بیا ورتـه اړم وي

که (بــدلون) تــه لاس وا نه چوو مــلګــرو 

(تــــداوم) به مو د ژوند تـر پایه غم وي

که مو بام پرې تکیه نه شي، ستن به څه کړو 

نــــړوو يې ، کــه اول او کــه پنـځـم وي

که دا علم، صداقت معیار د سنج شي
(غفوري) به نـو له چانه کله کم وي؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close