دا د چا جګړه ده؟

ليکنه: ډاکټر یوسف اکبري

تېره ورځ اشرف غني یوې غونډې ته په وینا کې د پخوا په څېر تازه ببولالې وویشتې او ویې ویل چې دا جنګ د امریکا نه دی، تعجب نه دی د متفکر!!! څرګندونو ته؟

که ملت له غني وپوښتي چې که فرضاً دا جنګ د امریکا نه دی نو د چا دی؟ آیا امریکا د اسامه بن لادن د موجودیت پر بهانه پر دې هېواد ونه دانګل؟ آیا د امریکا د هغه مهال ولسمشر بُش په ډاګه اعلان ونکړ چې یا دې د طالبانو اسلامي امارت اسامه بن لادن دوی ته وسپاري او یا دې د امریکا صلیبي جګړې او یرغل ته تیار شي.

آیا وروسته له هغې چې طالبانو د اسامه بن لادن د نه ورسپارلو موقف ونیو آیا په یوه میاشت کې دننه امریکا پر افغانستان د کروز او نورو توغندیو وحشیانه ګوزار ونه ونکړل؟ آیا د سي آی اې لوړ رتبه مامورین پنجشېر ته په هلیکوپترو کې رانغلل؟ او د شمالي ټلوالې ټولو مشرانو ته یې په بوجیو بوجیو ډالر د همدې جګړې د پیل کېدو په موخه ورنکړل؟ آیا ورپسې یې عملاً د بي 52 سترو الوتکو په واسطه د بمونو باران ونکړ؟

آیا کولاب ته تښتېدلی ولسمشر برهان الدین رباني یې بېرته رانه وست؟ او د قدرت په ګدۍ یې کېنناوه؟ آیا په بُن کې یې خپل غرب مشر به بړېڅي راغونډ نکړل او له هغه ځایه یې حامد کرزي ته د افغانستان واګي ونه سپارل؟ آیا قومندان عبدالحق یې له دوبۍ رانه وست او د پېښور په حیات اباد کې یې دېره نه کړ څو خپل جنګیالي د امریکا تر څنګ د جګړې لپاره د ډالري  معاشونو لپاره راغونډ کړي؟ ایا امریکا خپلو افغاني بړېڅوو ته بوجۍ بوجۍ ډالر د امریکایي جګړې د پیل کولو لپاره ورنکړل؟ او د پلي عسکر په څېر د  تيرا له لارې د افغانستان خاورې ته دننه نکړل؟ او ایا په سر یې امریکایي هلیکوپترو د هغوی د ساتلو لپاره ګزمې نه کولې چې بالآخره عبدالحق یې د طالبانو له چنګال نه خلاص نه کړای شو؟ او په ازره سیمه کې ونه وژل شو؟ آیا حامد کرزی یې په هلیکوپترو کې  د کندهار غرونو کې ښکته نکړ؟ او د طالبانو د برید پر مهال یې بېرته په هلیکوپترو کې پورته نه کړ؟

آیا له همغو ورځو یې په افغانستان کې د افغانستان دخلکو پر خلاف ډول جنایتونه ترسره نکړل؟ آیا پر کورونو، جنازو، د ودونو پر مراسمو، پر کلیو او بانډو یې بې رحمانه بمونه ونه ورول؟ ایا په لسګونو زره افغانان یې ونه وژل؟ آیا ځمکه او هوا له همغو ورځو آن تر ننه د امریکایانو په لاس کې نده؟

آیا په دې جګړه کې په ملیاردونو ډالره پانګونه امریکا ونکړه؟ غني خانه! ته ړوند یې! که ځان دې ړوند کړی؟ آیا ټرمپ په خپله اقرار ونکړ چې نږدې 7000 امریکایي سرتېري په تېره 17کلنه جګړه کې په افغانستان کې وژل شوي؟

آیا تا په خپله خوله اقرار ونکړ چې که امریکا د افغانستان له جګړې لاس واخلي نو شپږ میاشتې هم مقاومت نشو کولای؟

آیا څو ورځې وړاندې دې د  ملت نه په پټه ټرمپ ته د عذر زاریو لیک وانه ستولو چې خیر دی لګښتونه به کم کړو خو تاسې خپل سرتېري مه باسئ؟

دا او له  داسې ډېرو نورو دلایلو سره سره د ملت په سترګو کې خاورې اچول غواړې او وایې چې دا جګړه د امریکا جګړه نه ده؟ پوه شه! چې نور افغان مجاهد ملت ستا په ببولالو نه تېروځي. دا جګړه د امریکا جګړه وه، ده او لا هم روانه ده.

خو نور د امریکا د ملا تیر هم مات شوی او نشي کولای دغه جګړه پر مخ بوځي، د امریکا د لاس پر سر کېدا وروسته به ملت له تاسې سره د دې ببولالو حساب  کتاب حتماُ وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close