دا هماغه خوله ده چې زرداد او د ده په شان ټولو مجاهدینو ته یې د بریالیتوب دعاګانې کولې

ډاکټر آصف

سپین ږیري بابا سپین پټکی او تور واسکټ په غاړه هسک سر په طورخم خپل هیواد ته راواوښت, راسآ د کابل په موټر کې پورته شو, تقریبآ د شپاړس کلونو اوږده هجرت څخه وروسته له ډیرو هیلو سره خپل خوږ وطن ته راروان دی.

د انقلاب او د هجرت د وخت هیلې یې یوه یوه تر سترګو کیږي چې پوره کیدونکې دي, د وطن د ازادۍ په خیال کې خرامان خرامان کیږي, کله چې موټروان په افغانیو کرایه وغواړي, دا له خوښیو د ځان سره شکرونه وباسي, کله مخ واړوي چې د موټر له ښیښو د باندې د وطن غرونه وګوري او کله بیرته په موټر کې ناست خپل وطنوال له نظره تېر کړي.

کله کله له موټره لاس دباندې هم راوباسي ترڅو د خپل هیواد جنتي هوا حس کړي, د خوښۍ اوښکې یې په اننګو تر سپینې ږیرې راشي, له ځانه سره وبنګیږي; چې څنګه کابل ته ورسیږم, لمړی پل خیشتي جومات ته ځم, د وطن د ازادۍ په خوښۍ کې څلور رکاته د شُکرانې لمونځ کووم, بیا به د میوند جادې په کوم هوټل کې چاینکي وخورم, ورپسې به چای وڅښم او بیا به د کُندز هډې ته لاړ شم.

شکردره, فرزه, ګلدره, کلکان, قره باغ, چاریکار, جبل السراج, سالنګ, بغلان, سمنګان او بالاخره به کندز وګورم, بابا په همدې خیالونو کې ډوب و، چې موټر یو دم بریک وواهه, سپین ږیری بابا د (خدایه خیر) په کلیمه هیښ شو, له کړکۍ یې د باندې وکتل, شپاړس کاله وروسته د سروبي د کنډوکپر چړایي په بر سر کې نغلو ته نږدې رارسیدلی او موټر چالان ولاړ دی, د سړک دواړو خواوو ته ببر سرونه خیرن او ګرد وهلي ټوپک لرونکي کسان ولاړ دي, ورهاخوا د غونډۍ په څنګ کې په قالینه ناست یو نری دنګ څڼور له سګریټه لوخړې وباسي( ښایي زرداد به وو).

د بابا زړه وغوښتل چې له موټره ښکته شي او د خپل وطن د ازادۍ مجاهدین یو یو په غېږ کې کلک ونیسي او بیا یویو لکه خپل زلمي بچیان په تندي ښکُل کړي, موټر لا هماغسې چالان وو چې یوه ټوپکوال موټر د کلاشینکوف په کُنداغ وواهه او ډرېور ته د موټر د څنګ ته کولو وویل, موټر د سړک یوې خواته ته ودرېد, یو هیبتناک سړی چې جمپر یې په غاړه وو موټر ته راوخوت, سمدواره ورپسې دوه نور ټوپک لرونکي هم موټر ته راوختل.

له ډرېوره وپوښتل: له کومه جایه راغلې؟

ډرېور: له طورخمه راغلم.

هیبتناک سړی: موږ به لږه چانده ټوله کړو!

ډرېور وویل: خپل کار مو دی چې هرڅه کوۍ, موږ څه نشو ویلای.

هیبتناک سړی درېیمې څوکۍ ته راورسېد, یوه ځوان ته یې د زرو روپیو د ورکولو وویل. ځوان وویل, سل روپۍ لرم, نورې پیسې راسره نشته!

هیبتناک سړي وویل; خیر دوه زره روپۍ راکړه!

ځوان وویل; زه درته وایم، زر روپۍ راسره نشته، سل روپۍ راسره دي او ته وایې دوه زره راکړه.

هیبتناک سړي دا ځل درې زره روپۍ وغوښتې, ځوان بیا هم انکار کاوه.

هیبتناک سړي ځوان ته له موټره د ښکته کېدو وویل، ځوان له ځایه پاڅېد، د موټر دروازې ته لا نه و رسېدلی چې هیبتناک سړي پرې ورخېز کړ, د شاله خوا یې تر مخصوصې آلې(فرج) څخه ونیو, فرج یې پرې تاوو کړ, ځوان ترهغې چېغې وهلې آن چې بې سده شو او د موټر په منځ کې راپرېووت، ټوپکوالاو ځوان وپلټه, د ځوان پکول یې وکوت چې په پکول کې یې پینځه زره روپۍ تاوکړې وې, ویې ویل: دې کم عقل ته مو څو وارې وویل چې پیسې راکړه، نه یې راکول، اوس دې کړیږي، توف هن.

ځوان هماغسې نړیدلی پروت و، چې د سپین ږیري بابا وار راغی.

له سپین ږیري بابا یې زر روپۍ وغوښتې.

سپین ږیري بابا وویل: لمړی مو په پدې ټوپک زما خوله راماته کړۍ بیا پیسې درکوم.

ټوپک والا وویل: ستا عقل کار کوي ما ته خلک سپی وایي، بیا مې له لاسه خرابیږې!

سپین ږیري بابا وویل: هو، عقل مې کار کوي.

هیبتناک سړی: ښه نو ولې خپله خوله ماتوې، ګټه یې څه ده؟

سپین ږیري وویل: تر هغې چې راته خوله ماته نکړې نه پیسې درکوم او نه درته دا راز وایم.

هیبتناک سړي ټوپک پورته کړ او سپین ږیری یې په خوله یو مضبوط وار وواهه.

د سپین ږیرې له خولې وینو دارې وهلې چې ټوپک والاوو او نورو سپرلیو ته یې مخ راواړاوه، ویې ویل: چې زما دا خوله د ماتېدو وه, دا هماغه خوله ده چې زرداد او د ده په شان ټولو مجاهدینو ته یې د بریالیتوب دعاګانې کولې، دا خوله د همدوی په ټوپک ماته ښه ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close