دا ځل سياسي ګوندونو طالبانو سره د خبرو اراده کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۱)

د راپورونو پر اساس، دا ځل په افغانستان کې سياسي ګوندونو، ائيتلافونو او جريانونو پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د سولې اړوند خبرې وکړي.

د حراست او ثباست شوار ویاند مسعود ترشتوال وايي، دا خبرې به د يوه ملي پلاوي په چوکاټ د نړيوالې ټولنې په ملاتړ او د حکومت په مشوره ترسره کېږي زياتوي په دې خبرو کې به يو شمير مطرحې څېرې، سياسي ګوندونه، جريانونه او د مقاومت جبهو استازي ګډون لري.

د ترشتوال په وينا، راروانه اوونۍ به طالبانو سره د سولې خبرو لپاره بشپړ ميکانيزم او څرنګوالی اعلان شي په خبره يې له طالبانو هم غوښتنه شوې چې د سولې دغه غږ ته مثبت ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل د افغان حکومت سره د سولې اړوند خبرې بې فايدې بللي په وينا يې چې د جګړې اصلي لوری امريکا ده بايد خبرې ورسره وشي.

د يادونې ده، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو په لومړيو کلونو کې ډيری سياسي ګوندونو او د مقاومت جبهو مشرانو طالبانو سره د خبرو مخالفت کړی او د هغوی پر ضد په جګړې ټينګار کړی.

خو دا چې په وروستيو کې د طالبانو او امريکايي چاراکو تر منځ د خبرو راپورونه ورکول شول، ورسره د ملي يووالي حکومت اړوند چارواکو، سياسي ګوندونو او د مقاومت جبهو مشرانو هم د خبرو او مذاکراتو اراده کړې ده.

ملي يووالي حکومت او طالبانو تر اوسه د سياسي ګوندونو د دغه اقدام په اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close