دباطل په خوله دحق خبره

ليکوال: مصلح افغان

څوورځې وړاندې چې کله دامریکا دبهرنیو چارووزیر او د ګران هیواد د دوه سري حکومت بنسټ ایښودونکی  (جانکیري ) کابل ته راغی اودهیواد داصلي واکمن په توګه یې دده په لاس دجوړشوي غیرقانوني  حکومت موده ترپنځوکالو وغزوله چې  په دې کارسره یې  دپارلمان ځنې وکیلان  په دې خبره اقرار ته مجبورکړل  چې هیواد مواشغال ده . داپه داسې حالت کښې ده چې نومړي هغه مهال چې دډاکترعبدالله اواشرف غنی  ترمنځ دقدرت په سرشخره اوج ته ورسیده داکترعبدالله ته یې دقانون خلاف داجرائه ریاست اوپه حکومت کښې په پنځوس سلنه شریکلوسره  دهغه په اور اوبه واچولې .څرنګه چې دغه کړنه دقانون  خلاف عمل وو خوددې دپاره چې هیواد دبهران له حالت څخه وژغورل شي دهیواد ملي ،مدني اوسیاسي شخصیتونه تریوحده چپ پاته شول .

جانکیري هغه مهال ملت ته داخبره وکړه چې دوه کاله وروسته به دافغانستان لویه جرګه  داپریکړه کوي چې آیا اجرائیه ریاست ته قانوني بڼه ورکړي اوکه یې  لغوه کړي . خوجانکیري په خپل وروستني سفر کښې دملت دهیلواوله هغوی سره دکړی ژمنې په خلاف ددې شکیدلی دوسره حکومت موده نوره هم وغزوله چې په  نتیجه کښې دنومړي داپریکړه په پارلمان کښې دننه دوکیلانو اوبهر دملي اوسیاسي شخصیتونه له توند غبرګون سره مخ شوه دپارلمان وکیلانو چې داشغال له پیله تراوسه یې دملت په سترګوکښې خاوري اچولي اودې حکومت ته یې ازاد اوپه خپل واک حکومت ویل له دوی څخه ځینو یې درسنیوپه وړاندې په ډاکه داخبره وکړه چې هیواد مواشغال ده خوزیات وکیلان اوهغه کسان چې ځانونه  ملي جهادي  اوسیاسي  شخصیتونه بولي لاهم دفیل په غوږکښې ویده دي .

دباطل ترڅنک دولاړوخلکوله خواپه دغه حق  خبره  راته  دیوصحابي اوابلیس شیطان کیسه رایاده شوه . چې یوځل رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دصدقې غنم جمع شوی وه  دشپې له لورې ددې دساتنې دنده  حضرت ابوهریرة رضی الله عنه ته وسپارله . نوموړی صحابي دشپې په مهال  ګورې چې یوزوړ سپین ګیری سړی له غنموڅخه غلاکوي له لاسه یې ونیوه ورته یې وویل چې رسول الله صلی علیه وسلم ته دې بوځم ځکه ته غل یې .  بو‌ډاورته له درواغوعذرونه اوزارۍ وکړې ځان ې له صحابی څخه خلاص کړ خووعده یې وکړه چې بیابه داسې کارنه کوي . سباصحابي دسول الله مبارک دبارته تشریف راوړ اوداقیصه یې ورته وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته اوفرمایل : درواغ  وایې  داسړی به  نن شپه بیاهم راځې . دشپې بیاراغی اودغنموپه غلایې پیل وکړ صحابي بیاله لاسه ونیوه خوهغه بیاپه عذرونو اوزاریوځان ورڅخه خلاص کړ. سبایې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته قیصه وکړه . هغه بیاورته وویل چې درواغ وایې  دشپې به  بیاراځي .  په دریم ځل چې کله نوموړي صحابي بوډاپه غلاګیر کړ نویې ورته وویل چې   په سپینه ګیره نه له غلاڅخه لاس اخلی اونه هم په وعده وفاکوي . اوس دې نوخامخا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بوځم ترڅوستاپه حق کښې فیصله وکړي . بوډاورته وایې :   ددې په ځای چې ته ماهلته بوزې زه به تاته داسې یوعمل دروښایم چې په هغې سره تاته زماله بولوڅخه زیات ګټوروي . صحابي ورته وویل هغه کوم عمل ده ؟ بوډاورته وایې چې کله ته ویده کیدې نو آیة کرسي تلاوت کوه تاته به غل اونورمضر شیان  نه شي نزدې کیدلی . په سباصحابي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی . رسول الله صلی الله علیه وسلم په موسکا کښې ابوهریرة رضی الله عنه ته فرمایې : له بوډاسره دې څه وکړل ؟ هغه ورته ټوله قیصه وکړه . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل . ( صدق وهو کذوب )دادوغژن ده خوداخبره یې رښتیاکړي  اوورته یې وفرمایل چې داابیلس وه اوتاته دانسان په شکل درغلی وه .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close