دبدخشان په بهارک کي ددولتي پوځونوپه ناوړه چلند اندیښنې

لیکنه : مبصر

دبدخشان ولایت دبهارک اولسوالي چې ‌طالبانو نیولې وه، د دفاع وزارت یی دبیا نیولو لپاره نورپوځونه ولیږل، خو د دولتي پوځیانو درسیدا دمخه په سیمه کې د یو شمېر پخوانیو یاغي قوماندانانو وسلوالو پدې نامه چې ګواکې د اولسوالۍ دفاع کوي، خپل سري عملیات یې پیل او په همدې نامه یې دملکي وګړوپه زورونو او مالونو لوټ کولو پیل وکړ .

په کابل کې دملګروملتونو دبخښنې دنړیوال سازمان اداری وایی چی  په بهارک کې ملکي وګړی دخپل سروعملیاتو، دوسله والواوهم دپوځیانو دناوړه چلند نه په تنګ راغلی نوموړی اداری ددغې ناوړه چلند له امله یې سخته خواشیني څرګنده کړیده

 دبدخشان په ولایت کې دبهارک داولسوالۍ پرسر چې دطالبانو سره دولتي پوځونو او غیررسمي وسلوالو کومه ددفاع  په نامه جګړه پیل کړی وه هغه داولس دسراومال نه دفاع نه بلکې داولس دسراومال دچورکولو جګړه وه چې خپله دبهارک اولسي وګړو یې شکایتونه رسنیوته رسولی دي .

په افغانستان کې دبخښنې دسازمان څیړونکې (حریې مصدق) په یوه خپره شوی ویناکې ویلي دي چې دملګروملتونوپه سطحه باید دبهارک داسیدونکو په اړه څیړنې وشي، ترڅو داولس ژوند تامین کړل شي .

دبهارک او دکندز دچورچپاول په اړه داولسمشر اشرف غنی لخوا ارګ یوه اعلامیه خپره کړی چې پکې له کندزه ورته دخلکو لخوا راپورونه او شکایتونه رسیدلي دي .

داشرف غني په خپره شوی اعلامیه کې ویل شوي چې دولتي پوځونه داولس اوخلکو دساتنې لپاره کندز ته لیږل شوي ترڅو دخلکو ژوند وژغوري او په کندزکې نوری وسله والې ډلې دخلکو ژوند خرابوي .

دکندز دکړنو په اړه سیاسي مبصرین وایي چې په عمل کې خپره شوی اعلامیه سرچپه وخته هغه ؤ چې پر کندز ‌طالبانو برید پیل کړ د مشرتابه لخوا ورته په یوه اعلامیه کې لارښوونه وشوه چې دکندز دخلکو دسراو مال ساتنه خپله فرض وګڼي ،همدارنګه دکندز ښاریانو ته هم ډاډ ورکړل شو او همغسي وشول .

اوس قضاوت په اولس دی چې چا د کندز اوبهارک دخلکو دسراومال ساتنه کړی او چایي سرمال او ټولې شتمنئ لوټ کړیدي؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close