دبندو غوږونو اسانه درملنه

کله چې د ګرمۍ موسم په يخنۍ بدلېږي، په قدرتي توګه ديخنۍ په رارسيدو سره دانسان په بدن کې بدلون راځي. پخوا به يوه تبه يادېده اوس چې په پرمختللو وسايلو دتبو ډولونه هم ښودل شوي؛ د ډول ډول تبو سره دستوني او غوږونو ناروغي هم زياتېږي.

دا دی بيا يخني دګرمۍ ځای نيسې او د نورو مرضونو ترڅنګ دغوږنو بندښت په ستونزه لويان او واړه اخته کېږي، چې اکثره واړه ديخنۍ دموسم مقاومت نشي ادا کولای، نو په وړو کوچنيانو کې دغوږونو د درد او بندښت زياتوالی ليدل کېږي .

زموږ دغربت د ستونزو ډک ژوند ديوه ماشوم لپاره لازمې درملنې وړ ژوند نه دي، چې په اقتصادي زور دماشوم درملنه وکړو. نو خپلو پخوانو درملونو ته په کتلو سره وايو، چې دغوږنو دبندښت د اسانه خلاصون څو طريقې شته؛ څه وخت چې دلويانو يا کوچني غوږ بند شي ، خامه ووږه ، دډوډۍ خوړلو پرمهال ورکړل شي د ووږې بوی دغوږونوپه خلاصون کې ورسره مرسته کوي . که په يوه پياله ګرمو اوبوکې دمڼې سرکه د دوه کاچوغو په اندازه واچول شي، لوی تن يا د مور په غېږ کې کوچني ته ورکړل شي، غوږونه يې خلاصېږي. که په يوه ګيلاس چې له اوبو نيم ډک شوی وي ، دوه کاچوغې شات واچول شي دبندوغوږونو دخلاصون سبب ګرځي.

که په يوه ګيلاس کې درومي ، ووږې او ليمبو زبېښلې اوبه واچول شي دبندو غوږونو څښتن ته ورکړل شي، ستونزه به يې په اسانۍ سره حل شي . دانسان په بدن کې ټول غړي خپل خپل قيمت لري، خو دسترګو ، غوږونو او دماغو ستونزې ژوند نيمګړی کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close