دتیرې فبروري میاشت دجګړې دښکیلو غاړو لخوا د اوښتو ملکي او نظامي تلفاتو شمیرې خپرې شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۴ فرید افغان)

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله« CPAG›› وایي؛ په تیره فبروري میاشت کې په جګړو، بمباریو، مخامخ بریدونو او چاودنو کې ۱۱۳ ولسي کسان وژل شوي او ۲۰۲ تنه ټپیان دي.

په دې راپور کې د کندهار ولایت د میوند ولسوالي عملیاتو ته هم اشاره شوې او په راپور کې د سیمې د یو قومي مشر«حاج عبدالکریم» څرګندونې را اخیستل شوې دي.
نوموړي ویلي؛ چې په بند تیمور سیمه کې افغان ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا ۳۵ ولسي خلک په خورا بې رحمانه توګه ووژل.
دیادې سیمې یو اوسیدونکي رازمحمد دعدالت غوښتنې ادارې ته ویلي؛ چې په لومړۍ شپه عملیاتو کې د کورنۍ دوه غړي یې د ملي اردو ځواکونو ووژل او یو یې بندي کړ او په وینا یې چې “پر دوهمه شپه مو بیا هم پر کور حمله وشوه؛ چې خپل کوچنی زوی او وراره مې د ملي اردو ځواکونو ووژل او درۍ تنه یې ژوندي راڅخه بوتلل.“
پژواک خبري اژانس بیا ویلي چې د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې دښکیلو غاړو ۱۳۹۸ تنه جنګیالي وژل شوي او ټپیان دي.

د خپرو شویوشمیرو ترمخه؛ ۹۱۹ تنه په مخامخ بریدونو، ۲۰۶ تنه په هوایي بمباریو، ۱۳۷ تنه په مسلحانه حملو او ۹۷ تنه په چاودنو کې وژل شوي.
همداراز د سرتیرو بریدګرو په چاودنو کې هم ۱۹ تنه وژل شوي دي.
طالبانو بیا ادعا کړې چې په فبروري میاشت کې یې ۴ چورلکې نسکورې کړې ۱۶۸ وسایط یې تخریب کړي او د ۱۶ امریکایانو په ګډون یې ۱۱۸۹ عسکر وژلي دي.
همداراز د دوی د ادعا ترمخه؛ د ۲۴ بهرنیانو په ګډون ۷۲۴ عسکر ټپیان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close