دجدې غونډه او د علماؤو مسؤلیت

نعمان لطیف

یو شمېر دستوري ملایان دجدې ښار کې ددې لپاره سره غونډېږي چې د افغان جگړې څرنگوالی له شرعي اړخه وارځوي

له دې تېرېږو چې جدې ته ورټول شوي ملایان دکوم سازش او سیاسي مجبوریت له مخې تللي دي، او دناستې تر شاه یې کوم اهداف او دچا گټې دي؟

دسعودي سره نېږدې فلسطین پروت دی چېرې چې دمسلمانانو لومړۍ قبله ده او دمگړۍ تر صهیونستي تسلط لاندې ده. د اندونېزیا غونډه کې د اندونیزیا ولسمشر دغونډې په پیل کې وویل: افغانستان دوهم فلسطین دی؛ مطلب یې دا ؤ چې فلسطین تر افغانستان زیات حقدار دی خو افغانستان هم باید له یاده ونه ایستل شي

نو خبره داده؛ کوم ستر علماء کرام چې جدې او حرم ته تللي دي دوی ددې امت درهبریت دعوه کوي او په حقیقت کې هم علماء کرام د امت درهبریت اهل او وړ طبقه ده

دوی که غواړي حیثیت یې سوالیه نشي او دجدې او حرم غونډه دنیکولسن له فرمایشاتو خالي شي؛ پکار ده دوی د تمامې اسلامي نړۍ اړؤند خپل مسؤلیت اداء کړي، دفلسطین په اړه شرعي دریځ روښانه کړي او په فلسطین کې دصهیونیستي یرغل په اړه دجهاد فتوا صادره کړي

له چیچنایانو دسلب شوې خپلواکۍ په اړه ږغ پورته کړي او دغاصبو روسانو په خلاف جهاد اعلان کړي
دکشمیري مسلمانانو ځورونکی حالت هم له شرعي اړخه وارځوي، او پر سر یې د روانو سازشونو په اړه کشمیریان اگاه کړي

په نړۍ کې یواځې افغانستان نه دی چې جگړه پکې روانه ده؛ کابو تمامه اسلامي نړۍ دجگړې ډگر گرځېدلی دی. دنړۍ په هر گوټ کې په مسلمانانو مظالم روان دي او سرنوشت یې مسخره کیږي
سعودي کې غونډ شوي ملایان مسؤلیت لري چې د افغانستان په شمول دټولې اسلامي نړۍ مشکلات درک کړي، امت ته خپل دښمن ور په گوته کړي او له روان ځورونکي حالت، محکومیت او مظلومیت دخلاصون لپاره شرعي لید لوری ورته وړاندې کړي

مسلمان یو تن او یو وجود دی، په سینه یې ازغن تارونه دښمنانو کش کړي، یو وجود یې آره کړی او څو ټوټې یې اچولی دی. هره ټوټه یې له درده څړیکي وهي، او په هره ټوټه یې دښمن پښه اېښې او زور ورکوي

په جده کې غونډ شوي ملایان که واقعاً د امت درد او غم سره ورټول کړي وي، امید دی د اسلامي امت ددردونو او کړاوونو سرچینه، د امت ځوانانو ته په گوته کړي او په خلاف یې یو ځل بیا د عربو له دښتو په ځوان کهول دحي علی الفلاح ږغ وکړي

که داسې ونکړي؛ د افغانستان په تړاو یې فتوا درباري او ناسته سیاسي مجبوري ده او سیاسي او سازشي ناستې نه تنها د افغانستان بلکې دتمام اسلامي امت درد ته درمان نشي کېدلای، برعکس دنفرتونو او او بدبینیو دزیادت باعث گرځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close