دجدې ۶ مه، دليکنو مسابقه

[vc_row][vc_column][vc_column_text]

 د(۱۳۵۸) کال دجدې شپږم هغه دردونکی ماښام و، چې افغانانو ته يې د يوې داسې نه ختميدونکې غميزې دروازه پرانيسته ، چې تراوسه يې انسانان څه چې دهوا  مرغان او ونې بوټې هم  دهغې دوحشت په لمبو کې سوزي.

دا دانسانيت او په ځانګړې توګه دافغانستان په تاريخ کې يوه داسې توره ورځ وه، چې عاملين يې هم مثبته توجيه نشي کولای .

دکابل ټکي کام اداره تابيا لري، چې دجدې ديرغل دماښام په اړه، دليکنو مسابقه جوړه او (۲۵۰۰۰ ) افغانۍ  هغو )۷) مخکښو مقالو ته ورکړي، چې دلاندېنيو شرطونو په رڼا کې ليکل شوې وي:

  1. ليکنه به دشوروي اتحاد د يرغل او شکست عوامل څيړي. همدا راز په افغان اولس باندې د شوروي اتحاد دسره فوځيانو وحشت او بربريت ، د مجاهدينو او افغانانو مقاومت او د روسانو په مقابله کې په مشهورو مشهورو معرکو باندی  به بحث کوي.
  2. له کومو منابعو څخه چې دلاسوندپه توګه استفاده شوي وي په لمنليک کې دې راوړل شي.
  3. ليکنه به له دې وړاندې چاپ او نشر شوي نه وي.
  4. ليکنه د۱۳۹۴ل له قوس د لسمې څخه دجدې ترلومړۍ ورځې پورې منل کېږي.
  5. ليکنه به په پښتو يا دري ژبه کې وي او د( پښتو او دري) ژبې له ادبياتو اوليکدود سره به برابره وي.
  6. ليکنه به دپنځو مخونو (سايز: A4 ، فنټ14:  ،کروړ) څخه کمه نه وي.
  7. ليکنې به د ټاکلي کميسيون لخوا دجدې له ۱څخه تر۶ مې پورې، کتل کېږي او دمخکښو مقالو تعيين به کوي.
  8. لومړۍ جايزه(۱۰۰۰۰) افغانۍ ، دوهمه جايزه (۷۰۰۰) افغانۍ ، دريمه جايزه (۴۰۰۰) افغانۍ او څلورمه جايزه (۴۰۰۰) افغانۍ ده چې څلورو مقالو ته به ورکولي کيږی .
  9. ليکنې به دکابل ټکي کام دبريښناليک Kabullnews@gmail.com)) له لارې دسايټ ادارې ته رالېږل کېږي.
  10. د مسابقې نتايج به د جدي په ۷ تاريخ باندی د (kabull.com) ويب سايټ له لارې اعلانيږي.او ټولې معياري ليکنې به د ويب سايټ لخوا پرلپسې نشر ته سپارل کېږي.

(اداره)

[/vc_column_text][/vc_column][/vc_row][vc_row][vc_column][vc_column_text]

I am text block. Click edit button to change this text. Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Ut elit tellus, luctus nec ullamcorper mattis, pulvinar dapibus leo.

[/vc_column_text][/vc_column][/vc_row][vc_row][vc_column][td_block_1][/vc_column][/vc_row]
Close