دجعلي حکومت جعلي وزيران ا وجعلي استازي

سرلیکنه

په هیواد کې د بې شمیره استخبارا تی ادارو په شتون اود زرګونوکارمندانوپه ګمارلود ملي امنیت شوراته وروسته له هغې راپور ورسید چې د هیواد په شمال کې یوتن د ملي امنیت په استازیتوب په یوشمیر کسانو دغوره خدمتونوپه نامه ستاینلیکونه ویشلي دي .

شورا هغه مهال خبره شوه چې د دې شوراپه استازیتوب سره سردارزمري داود په نظامی یونیفورم سنبال او د نظامي قطعوافسرانوته ېې په لویوغونډو جوړلوسره ستاینلیکونه وویشل دې ته وایی دملي امنیت اداره او دې ته وایي دهیواد په پرمختللو وسایلوسمبال استخبارات.

یاد شخص په پوره باوراو ډاډ په شمالي ولایتونو کې ځان د افغانستان د ملي امنیت شورا استازی معرفي کړ او په خپل سر یې یو شمېر کسانو ته ستاینلیکونه ورکړل.

په شمالي ولایاتو کې د جعلکار لخوا  چې کوم عمل شوی دی د ملي امنیت شورا په خپله یوه خبرپاڼه کې ویلي چې قانوني جرم ېې کړی دی خو د نیول شوي شخص سردار زمري داوود  په اند داېې قانونی عمل سرته رسولی دی ځکه په وزیرانو شورا، ولسي جرګه، دملي امنیت شورا او د ریاستونو په پوستونو چې مقررۍ شوي دي اکثریت پکې په بهرکې د جوړو شوو جعلی اسنادو په اعتبارمقرراشخاص دي .

سردار زمري داوود چې کوم ستاینلیکونه په شمال کې پریوشمیر اشخاصو ویشلي امکان لري څه پکې د ستاینلیکونو وړتیاهم ولري خو په حکومت کې چې کومو وزیرانو په بهرکې جوړو شوو اسنادواو د مصلحتونوله مخې  رایه ترلاسه کړ ې ده کم شمیر پکې د وزارتونو وړتیا لري.

داهیڅ د حیرانتیاخبره نه ده چې په شمال کې یوشخص په جعلکارۍ سره ستاینلیکونه ویشلي دی ، چې حکومت جعلي او وزیران ېې جعلي وي د شوراګانو استازي به ېې هم جعلي وي .

که په حققت سره په هیواد کې تعلیمي او مسلکي اسناد وڅیړل شي زیا ت شمیرپه لوړو پوستونوګمارل شویو صاحبانو  له خپله عمره د اوړیدلو کلونو اسناد هم له ځانونو سره له بهره راوړي دي .

په شمال کې د جعلکار په نامه شخص په خپل اند حق په جانب دې هغه د حکومت دپالیسۍ سره سم عمل کړی دی چې په حکومت کې اتیا سلنه اشخاص په جعلي اسنادو مقرر وي او ټولې کړني ېې جعلي وي بیاخو د ستاینلیکونو ویش هم ورسره برابردی .

که د ملي یووالی حکومت په جعلکاریونه وي  رامنځ ته شوی د اساسي قانون په کومه ماده کې د اجرائیه ریاست پوست ته ځای ورکړل شوی دی؟.

آیا په انتخاباتو کې د ولس رایوته درناوی شوی دی؟

آیا ولسي جرګه په بشپړه توګه د ولس له نمایند ګانو جوړه ده ؟

آیا ټول وزیران د وزارتونو اهل اشخاص دي؟

آیاتش په نامه ولسي استازي په رښتیا د ولس استازیتوب کوي؟

آیا د موجوده حکومت کورنۍ او بهرنۍ پالیسي د ولس په ګټوروانه ده ؟

آیا دا ځوان نسل موچې په کومو بې لاریوروان دی دا زموږ د مذهب اوکلتورسره سمون لري؟

نه ، هیڅکله نه داهرڅه جعلي دي حکومت جعلي،وزیران جعلي او دشوراګانو استازي جعلي.

بدبختانه په هېواد کې ټوله جعلکاري، ولس چاته فریاد وکړي. ریاستونه جعلي،نظامي کنډکونه جعلي، ښوونځي جعلي،مقامونه جعلي،رتبې جعلي،د ولایاتو نومول جعلي،په نوروهېوادنوکې د خپل هیواد نمایندګان جعلي،دیپلوماتان جعلي ، القاب جعلي ولسمشرجعلي ، د ولس سره د ولسمشرمینه او وعدي جعلي ځکه چې د ولسمشر د بدن اعضاجعلي دي .

که داهرڅه جعلي نه واې نن ورځ به احمد ولی مسعود دخپل وروپه جعلي اتل نومونې دغازي امان الله خان په اتلولۍ اوقهرمانۍ نیوکه نه کوله، نن ورځ به دازبک دبدنامې ملیشی مشررشید دوستم د ولسمشر له لیدنی انکارنه کاوه .

نن ورځ به ولسمشردافغانانوپه مرګونودحقیقي جګړې د دوام لپاره دسولې جعلي شوراګانې او جعلي غونډې نه جوړولاې.

له ولسمشره چې د مظلوم او بې دفاع ملت پرسرد تپل شوې جګړې د پاې ته رسولو لاره ورکه ده وايي د ناتمامې جګړې په متبادله لاره غور کوو.

د جعلي حکومت له جعلي مشره د روانو ترخوحالاتوله امله لار دومره ورکه ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا د ځانګړې استازې میرمن میلرپه وړاندې د هېواد د راتلونکې په اړه خپل نظرهم نه شي ښکاره کولای .

په حکومت کې د جعلکارۍ حکومتولۍ له امله ولسمشراوس دوه سري حکومت ته درېم سرهم پیداکوي او د جمعیت دګوند په نمایندګۍ دعطامحمد نورسره دسیاسي توافق له مخې د وزارتونوپه ویش معامله کوي.

په داسې حال کې چې حکومت جعلي ، وزیران جعلي ، دشوراګانو استازي جعلي، ولسمشرېې جعلي نو ولس بې د سترخاوند له رحمه د موجوده ستونزوڅخه د خلاصون بله لارنه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close