د جعلي سولې په اړه د اتحاد علماء افغانستان پرېکړه

 

د اتحاد علماء افغانستان په نامه د افغان علماؤ یوې خپلواکې ټولنې د افغان جګړې په تړاو د سعودي دغونډې شوې پریکړه غندلې او هغه یې د ټولو دیني اساساتو خلاف بللې.
دوی په یوه وضاحت لیک کې چې رسنیو ته یې لیږلی او یوه کاپي یې کابل ټکي کام ته هم رسیدلې، په افغانستان کې د جګړې عوامل څیړلي، د سعودي اوسنی سیاست یې نقد او د روانې جګړې د فرضیت په هکله یې د حنفي فقهې استدلالات ذکر کړي.

د دې ټولنې بشپړه اعلامیه دلته ولولئ!

بسم الله الرحمن الرحيم

 

اتحاد علماء افغانستان

دجعلي سولې په اړه  د اتحاد علماء افغانستان فیصله

الحمد لاهله و الصلوة علی اهلها امابعد:

له کافرانو سره د “ترک موالات” (دوستي پرېښوولو) په اړه الهي سپارښتنه:

قال الله تعالی (عز من قائل) {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (23) قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ (24)} [التوبة: 23، 24]

ژباړه: اې هغه کسانو چې تاسو ايمان راوړی دی، تاسو مه نيسئ خپل پلرونه او خپل وروڼه دوستان، که چېرته هغوی کفر غوره ګاڼه پر ايمان، چاچې له هغوی سره دوستي وکړه له تاسو نه؛ نو هم هغوی ظالمان دي. ته ورته ووايه: [اې محمد(صلی الله عليه و سلم )!] که چېري ستاسو پلرونه، ستاسو زامن، ستاسو وروڼه، ستاسو ښځې، ستاسو خپل خپلوان، هغه مالونه چې تاسو يې کسب کړی دی، هغه تجارت، چې تاسو يې له کوټه کېدو (نه چلېدو) نه وېره لرئ او هغه هستوګن ځايونه، چې تاسو يې خوښوئ؛ تاسو ته غوره او خوښ وي، تر الله (جل جلاله)، د هغه تر رسول (صلی الله تعالی عليه وسلم) او تر جهاد د هغه (جل جلاله) په لاره کې (نو تاسو کېنئ د يادو څېزونو د حب او الفت له امله، له جهاد او هجرت نه) نو تاسو انتظار و باسئ تر دې چې الله پاک په خپل امر سره را تګ وکړي (دا د دوی له پاره تهديد دی) او الله پاک د فاسقانو قوم ته هدايت نه کوي. [جلالين: ۱/ ۲۴۴].

هزار خويش که بيګانه از خدا باشد

فدائي يک تن بيګانه که اشنا باشد

په (يکشنبه، ۹ شوال، ۱۴۳۹) د “اتحاد علماء افغانستان “د غړو يو ټوليز مجلس د مفتي محمود الذاکري (حفظه الله) په مشرۍ تر سره شو، په ياد مجلس کې د علمي تحقيقاتو او ژورو څېړنو په ترڅ کې د ټولو غړو د “اراؤ” په اتفاق لاندې مواد تصويب او ترتيب شول.

دامریکې اوناټو جنایات اود دوی حربې :

اشغالګره، متجاوزه امريکا او ناټو د خپل يرغل د تمديد او بقاء له پاره له درې (۳) موخو نه کار اخلي

(۱): “زور”

(۲): “زر”

(۳): “تزوير”

را به شو لومړۍ موخې ته:

يادې يرغلګرې امريکا په کال ۲۰۰۱ م کې، زمونږ په ګران هيواد افغانستان بزدلانه او ظالمانه يرغل پيل کړ. دخپل وحشيانه يرغل په ترڅ کې يې لاندې په ليکه جنايات تر سره کړل:

(الف): ګڼ شمېر هيوادوال: واړه، زاړه، ښځې او نر يې په ډول ډول اسلحو او بېلا بېلو تعذيبونو ووژل.

(ب): زمونږ جماتونه، هديرې، مدرسې او نور با ارزښته سيمې: سمې او غرونه يې د بمونو او بارودو په اورونو کې لولپه کړل، نه يې زمونږ د خوښيو درناوی وکړ او نه يې زمونږ پر جنازو زړ سوی وکړ، په داسې حال کې، چې هغوی ځانونه د بشري خواخوږۍ دټېکدارانو په نامه نړۍ ته ور پېژني.

(ج): په زرهاوو بې ګناه مسلمانان يې د تورو تمبو تر شا کېنول، ويې ځورول، ويې کړول او تر سختو شکنجو لاندې يې ونيول، آن د پت او عزت مېرمنې مو هم د دې تورو، کرغېړنو زندانونو بې له کوم جنايت نه بنديوانې دي!

(د): په زرهاوو کورنۍ يې د خپل هيواد و پرېښودلو ته اړ ایستلې، په ډېر غربت او نادارۍ له خپل هيواد نه د باندې په نورو هيوادونو کې د هجرت شپې او ورځې تېروي!

(ه): تر ټولو بده لا دا، چې زمونږ سپېڅلي اسماني کتاب ته يې يو ځل نه، بلکې په څو- څو ځله له دې امله په بېلا بېلو لارو سپکاوی وکړ، ترڅو د مسلمانانو د احساساتو ګراپ مالوم (معلوم) کړي؛ خو د نړۍ مسلمه امت د غفلت خوبونو خوبولي دي! د احساساتو ګراپ يواځې په لاريونونو را ټيتوي او بس.

(و): د امام الانبياء عليه الصلواة والسلام توهين يې وکړ، د هغه مبارک په نامه يې کاري کاتورونه خپاره کړل، زمونږ ګڼ ديني نواميس، کلتور او عنعنات يې وننګول!

(ز): زمونږ په پاکه او معصومه خاوره يې د مور په ګډون هر راز بمونه، توغندي، زروي او غير زروي وسلې و کارولې او درانده ځغره وال ګاډي، پوځي ټانګونه يې زمونږ په غرونو او رغونو کې و ازمويل!

(ح) : ذخائر او معادن یې لوټ کړل .

(ط) : افغانستان یې دګاوڼدي هیوادونو په خلاف د کمین په ډول وکارول اوافغانان یې د ګاونډیانو سره لاس اوګریوان کړل او اراده لري چي د هغو خپلو رقیبانو په مقابله کي د خپل ځان لپاره افغانان د سپر په ډول استعمال کړي .

(ی) : زمونږ په پاکه خاوره یې کلیساوي ورغولې او ګڼ افغانان یې له سپېځلي دین نه ګوښه کړل او د منسوخ او ممسوخ نصرانیت پر لور یې مهار کړل.

(یا): حکومتي تعلیمي، عدالتي او داسې نور واړه نظامي اوملکي قوانین یې د سوچه اسماني دین په خلاف، د کرغېړنې دیموکراسي له اصولو او مقرراتو سره سم و پنځول .

(یب): افغانان یې په خپل مینځ کي پر قومي ،سمتي، سیاسي، ژبني او نورو توپیرونو ووېشل، تر دې چې په دې اوږده تاریخ لرونکي اسلامي هیواد کې یې داسي اسلام ضد عناصر او ډلې و پنځولې، چي هغه د دوی په سپارښتنه اوس داسلام مخنیوی کوي . او…

راځو دوهمې موخې ته:

دوهم يې زمونږ په زخمي زخمي هيواد کې “زر” وکارول، له دې لارې يې هم په ټول توان سره کوښښ وکړ، ترڅو د خپلو شومو هدفونو په تر لاسه کولو برلاسي شي. څو غرب پلوه؛ غرب صورته او غرب سيرته تراشلي وګړي يې د “زرو” په مټ د خپل ناولي پلان له پاره په کار واچيول. ټولنيزې خبري رسنۍ يې د لږو مادي امتيازاتو په بدل کې واخیستی ، هغوی يې هم و بلنې ته “لبيک” ووايه، بې له کوم ځنډ او خنډ نه يې خپل حريت و بايلود، خپلواکۍ يې د بلواکۍ او بېواکۍ په اوبو لاهو کړه، د يو لړ کرايه شوو ليکوالانو قلمونه، وجدانونه او ژبې يې په ارزانه و پېرودې! او…

راځو درېيمې موخې ته:

درېيم يې زمونږ درنو هيوادوالو ته يو لړ تزويري، مصنوعي او منحوسي دسيسې راوړې نور ګڼ پلانونه يې اوس هم تر کار لاندې دي. هغوی هڅه کوي، چې د عام ولس نظرونه په بله سوق

کړي او خپل ځانونه د “درېيمګړي” په نامه ور وپېژني، د همدې موخې له پاره يې درې (۳) ستر او بربنډ پلانونه په کار واچيول:

(۱): د “علماء سوء” (درباري او اجرتي ملايانو) د خارجي او داخلي غونډو او اجتماعي ناستو نه ګټه پورته کوي. د بېلګې په توګه په نږدې کې د کابل _ اندونيزيا غونډې يادولی شو، چې د “نيکولسن” په هڅه او هاند تر سره شوې؛ کوم د روغ عقل څښتن به و دې ناستو ته خپلواکه او بې پرې ووايي “کلا و حاشا!”. اندونيزيا په خپله د ديمکراسۍ په زهرو مسمومه ده، بيا څنګه کېدای شي، چې هلته دې سوچه، کره او د اسلامي نظام اړوند هر اړخيزې خبرې اترې تر سره شي. په نږدې وخت کې یې دخپل ملک يو عالم په همدې جرم په اعدام محکوم کړ، چې هغه د ديمکراسۍ پر ناولې تنه د ژبې ګزار کړی و! شوني ده، چې يادو غونډو ته به ځیني حقاني مخور علماء د حق بیانولو او څرګندولو په موخه حاضر شوي وي خو د هغوی نظر دوی نه نړۍ والو ته ښکاره کوي اونه پرې کوم لازم باور تر سره کوي؛ ځکه هغوی حکم تل د کثرت پر محور را څرخوي،

(۲): د “سعودي” د واکمنې کورنۍ “ال سعود” په مټ يې و روانې سپېڅلې مبارزې (سپېڅلي جهاد) ته د فساد نوم ورکړل، دا راز د “آلــ سعود” اود دوی تر اغېز لاندي ملایانو په مټ د جعلي صلحي (سولې) غوښتنه هم د دې شومو پلانونو یوه برخه ده، د سعودي حکومت په خپله يرغمل شوی دی، شاو خوا ۴۳ امريکايي پوځي اډې هغلته شتون لري، ۲۵۰،۰۰۰ امريکايي پوځيان هلته مېشت دي د معاصرې نړۍ د فرعون (ټرمپ) په غوښتنه يې په خپل هيواد کې هغه لارو چارو ته لاره هواره کړه، چې داسلام د سپېڅلي شريعت د “متفق عليها” فرامينو، الهي لار ښوونو څخه رډ په رډه خلاف دي، چې د ځينو نوملړ يې په لاندې ډول دی:

(الف): د ښځو د اسلام له چوکاټ نه وتلې ازادۍ.

(ب): په خپل هيواد کې يې سينماګانو ته اجازه ورکړه، کوم چې د فحشاء او منکراتو يو ستر لامل دی.

(د): د مسلمانانو لومړۍ قبله (بيت المقدس) يې د يهودو حق وباله.

(ه): له ټرمپ سره يې ژمنه وکړه، چې د اسلام د سپېڅلو احکامو دوهمې سرچينې نه به هغه احاديث وباسي، کوم، چې د هغوی په ژبه کرکې او نفرت (جهاد) ته خلک را بولي، په دې اړه

يې يو پلاوی ټاکلی هم دی. او…

(۳): کله د ولس له مينځ نه ځني وګړي و هڅه وي، و يې روزي، خپل ملت ته يې د واقعي او رښتيني واکدارانو په جامه کې را و باسي: کله ورته د لويې جرګې نوم و توږي، کله د مدني فعالانو، کله د سولې کاروان او کله يې د پرلتيانو په مصنوعي نومونو را وباسي؛ عوام او نړۍ وال تېر باسې ګواکې دا د ټولو هيوادوالو غږ دی؛ خو په حقيقت کې عام ولس له مجاهدينو سره دي، په زياته برخه هم د هغوی حاکميت دی. د دې خاورې هر وګړی د امریکا اونورو کفارو له اشغاله او یرغل نه کرکه لري، يواځې په سپېڅلي اسلامي نظام باور لري او بس.

د جهاد مقدس حکم د شريعت په رڼا کې:

کله چې د مسلمانانو پر هيوادکفار يرغل وکړي؛ نو د دې هيواد پر ټولو افرادو د يرغل تر وروستيو شيبو جهاد فرض عين دی او د يرغل د دوام او بقاء په صورت کې هر راز ناسته له کفارو سره د تسليمۍ په مانا ده، د بيلګې په توګه به څو عبارتونه ستاسو مخې ته کېږدو: د هدايي مصنف (امام برهان الدين المرغيناني) رحمه الله فرمايي:

“فان هجم العدو علی بلد وجب علی جميع الناس الدفع. تخرج المرءة بغير اذن زوجها والعبد بغير اذن المولی لانه صار فرض عين” اهـ [الهداية: ۲/ ۵۳۷، ط: المکتبة الرشيدية]

امام کاساني (رحمه الله تعالی) فرمايي:

” فاما اذا عم النفير بان هجم العدو علی بلد فهو فرض عين يفترض علی کل واحدمن احاد المسلمين ممن هو قادر عليه … لان الوجوب علی الکل قبل عموم النفير ثابت لان السقوط عن الباقين بقيام البعض به ، فاذا عم النفير لا يتحقق القيام به الا بالکل فبقی فرضا علی الکل عين بمنزلة الصوم و الصلوة” اهـ [بدائع الصنائع: ۷/ ۹۸، ط: دار الکتب]

علامه ابن عابدين (رحمه الله تعالی) وايي:

” (قَوْلُهُ وَفَرْضُ عَيْنٍ) أَيْ عَلَى مَنْ يَقْرُبُ مِنْ الْعَدُوِّ، فَإِنْ عَجَزُوا أَوْ تَكَاسَلُوا فَعَلَى مَنْ يَلِيهِمْ حَتَّى يُفْتَرَضَ عَلَى هَذَا التَّدْرِيجِ عَلَى كُلِّ الْمُسْلِمِينَ شَرْقًا وَغَرْبًا كَمَا مَرَّ فِي عِبَارَةِ الدُّرَرِ عَنْ الذَّخِيرَةِ …) (قَوْلُهُ إنْ هَجَمَ الْعَدُوُّ) أَيْ دَخَلَ بَلْدَةً بَغْتَةً، وَهَذِهِ الْحَالَةُ تُسَمَّى النَّفِيرُ الْعَامُّ” اهـ [(رد المحتار(۶/۲۰۵، ط: امداديه]

دا راز لاندې کتابونه هم بايد و کتلی شي:

[کنز: ۱۹۹، قاضيخان: ۴/ ۴۵۹، المحيط البرهاني: ۵/ ۴۹۵، السراجية علی هامش قاضيخان: ۲/ ۳۸۴، فتح القدير: ۵/ ۴۲۳، التتار خانية: ۵/ ۱۵۲]. [المبسوط للسرخسي: ۱۰/ ۴، ط: الرشيدية] وغیره .

د جعلي صلح په اړه د اسلامي امارت د موقف تائید

او د “اتحاد علماء افغانستان” د غړو توصیه (سپارښتنه)

په پای کې “اتحاد علماء افغانستان” دجعلي صلح (سولې) په هکله د اسلامي امارت اعلان شوې تګلاره (چي داخري اشغالګر تر وتلو به جهاد هم داسې ګړندی روان وي او دوی به هیڅکله د هیواد پر سر له چا سره معامله و نکړي او نه به جعلې صلحي (سولې) ته تیار شي ) ستایي او تائیدوي او سپارښتنه ورته کوي، چي پرخپل دغه اسلامي دریځ هم داسې ټینګ و دریږي او سپېحلې جهاد ته ترهغه وخته دوام ورکړي ترڅو چي آخري متجاوز کافر شړل کیږي او دکفارو د دې تزویرونو او د اجیرو او لاسپوڅو ملایانو پر خبرودي غوږ نه ګروي.

همدا راز آل سعود ته توصیه کوي چي د سپېڅلي حجاز له زړه دي امریکایان وشړي، د هغوی د دوستۍ او د غیراسلامي پلانونو او تګلارو څخه دي توبه ګار شي، له هغوی نه دي خپل برائت (بېزارې) اعلان کړي، مکمل اسلامي نظام دي په خپله پاکه خاوره کې حاکم کړي او په نړۍ کي دي هم د هر هغه کوښښ تائید اوملګرتیا وکړي، چي د معاصرې نړۍ د فرعون (امریکا) څخه د آزادۍاو د قرآن د حاکمیت لپاره وي.

دا راز ټول افغاني کړېدلي ولس ته توصیه کوي، چې دوی هم داسلامي امارت تګلاره عملي کړي، او د هغوی ملګرتیا وکړي، له غرب پلوه غلامې ادارې نه را بېل شي او په ټولو لیرو او پرتو سیمو کې دي خپل غږ د امریکا او د هغې د لاسپوڅو په خلاف پورته کړي د کفارو څخه د خپل ملت او مملکت د حریت او آزادۍ لپاره دي ټولې لارې چارې پرکار واچوي د هغوی له زور نه دې خوف او هراس نه کوي، نه دې هم د دوی د تزویرونو او مکرونو څخه اغېزمن کیږي ، که موږ د ایماني غوښتنې پر اساس او مقرراتو ولاړ وو، فتح او بری به زموږ وي – ان شاء الله العزیز – (وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنین).

علماء مسؤلیت لري، چې د عامه اذهانو تنویر او پوهاوی تر سره کړي اوخپل ملت د “علماء سوء” دشر څخه وژغوري . ومن الله التوفیق

 

دعا
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close