دجمعې ورځې خصوصیات فضائل او مسائل!(اوله برخه)

راټولونکی خواجه خوستی

لېکنه اګر که ستړي کوونکي ده خو لوستل یې اړین دي
خصوصا دهغه چا لپاره چې دجمعې په لمانځه کې سستي کوي او دوجوب په سترګه ورته نه ګوري
اول باید دجمعې لغوي او اصطلاحي معنا زده کړو
جمعه په لغت کې هغې ورځې ته وایي چې په هغه کې جمع کیدلی شي.د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه چا پوښتنه وکړه چې د جمعې ورځې ته ولې دا نوم ایښودل شوی؟ نبی علیه السلام ورته اوفرمایل دا ځکه چې په دې ورځ ستا دپلار ادم علیه السلام طین ( خټه) برابره شوي اوجمع شوي ده ( رواه احمد) په اصطلاحي معنا کې یې علماء په دوو ډلو تقسیم شوي دي اول تعریف(هر هغه ځای ته ویل کیږي کوم کې چې امیر او قاضي وي چې داحکامو په جاري کولواو دشرعي سزاګانو په قائمولو باندې قادر وي)
دوهم تعریف. ( هر هغه ځای ته ویل کیږي چې دومره اندازه خلک ولري که په یو لوی مسجد کې سره راجمع شي وبه نه ځائیږي)
دجمعې لمونځ څه وخت فرض شوی دی؟
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دمکې مکرمې نه مدینې منورې ته هجرت شروع کړو نو په قباء مقام کې د عمرو بن عوف په محله کې څوارلس ورځې پاتې شو په دې وخت کې یې د یو جومات بنیاد کېښود چې په اسلام کې ورته تر ټولو لومړۍ جومات ویلی شي او په قران کریم کې له دغې جومات نه په ( لمسجدٌ اُسِّسَ علی التَّقوی) سره تعبیر شوی دی بیا چې کله نبی علیه السلام دجمعې په ورځ دقباء نه دمدینې په طرف روان شو نو په لاره کې دسالم بن عوف په محله کې دجمعې دلمانځه وخت راغی نو نبی علیه السلام دخپلې سپرلۍ نه راکوز شو په دې جومات کې یې دجمعې لمونځ اداء کړ . دا دجمعې لومړۍ لمونځ و چې نبی علیه السلام ادا کړ او په سوونو مسمانان پکې شریک شول
په چا باندې دجمعې لمونځ فرض دی؟
په ازاد باندې. په غلام باندې دجمعې لمونځ نشته
۲: سړی به وي. په ښځه فرض نه ده
۳: مقیم به وي. په مسافر باندې نشته
۴: روغ او تندرست به وي. په داسې مریض باندې ضرور نه ده چې په جمعه کېڼ شرکت ورته دتکلیف سبب وي
۵: دپښو سلامتیا. په شل باندې ضرور نه ده
۶: دسترګو سلامتیا. په ړوند او نابینا باندې فرض نه ده
دجمعې لمونځ فرض ده او که سنت؟
صحیح او غوره قول د فرضیت دی اګر که دسنتیت اقوال هم شته . په فرضیت باندې یې قران کریم شاهد دی ( واذا نودی للصلوة من یوم الجمعة فاسعوا الی ذکرالله وذروا البیع) طریقه داستدلال یې داده چې په دې ایت کې (فاسعوا) امر راغلی دی امر د وجوب او فرضیت لپاره وي دویم دلیل هغه وعیدات دي چې په احادیثو کې تارک دلمونځ کوونکي لپاره ذکر شوي دي. چې وروسته به هغه احادیث هم درسره شریک کړو
دجمعې ورځې خصوصیات فضائل او مسائل به په دویمه برخه کې درسره شریک کړو ان شاءالله

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close