دجمعې ورځې خصوصیات فضائل او مسائل (دوهمه برخه)

راټولونکی خواجه خوستی

په دې برخه ډېر جالب او ویرونکي احادیث ذکر شوي دي ضرور یې ولولئ

په احادیثو کې دجمعې ورځې ډېر خصوصیات او فضیلتونه ذکر شوي دي داحادیثو په کتابو کې ددې لپاره مستقل بابونه کیښودل شوي دي. نبی علیه السلام فرمایي هغه ورځې چې پکې لمر راپورته کیږي په هغوی کې بهترینه ورځ دجمعې ده په دې ورځ ادم علیه السلام پیدا شوی په دې ورځ جنت ته داخل شوی په دې ورځ دجنت نه رایستل شوی او قیامت به هم دجمعې په ورځ واقع کیږي ( رواه مسلم) امام مالک رح یو روایت رانقل کړی دی کله چې دجمعې سبا راوخیژي ټول حیوانات دانسانانو پيریانو نه ماسوا قیامت ته انتظار وي تر څو چې لمر راوخيژي. همچنان نبی علیه السلام فرمایي خامخا دجمعې په ورځ یو ساعت دی کله چې یو مسلمان بنده دهغې ساعت سره مخامخ شي کوم دخیر سوال چې وکړي الله تعالی یې ورکوي اوقبلوي یې ( رواه مسلم) داکوم ساعت دی چې په حدیث کې یې فضیلت ذکر شو ؟ علماء په دې کې مختلف شوي دي شوافع فرمایي چې امام ددوو خطبتینو په مینځ کې کېني بس دا هغه ساعت دی. احناف فرمایي کله چې د مازدیګر لمونځ اداء شي دهغې نیولي دلمر تر ډوبیدو پورې دا وخت دی. دا ډېر واضح او تسل بښونکی قول دی ځکه ددې قول په باره کې صریح حدیث راغلی دی. دانس رضی الله عنه نه روایت دی چې نبی علیه السلام فرمایي هغه ساعت چې دجمعې په ورځ یې امید ساتلی شي هغه تاسو دمازدیګر لمانځه نه وروسته دلمر تر ډوبیدو پورې طلب کړۍ ( رواه الترمذي) حتی حدیث شریف کې دا هم راځې څوګ چې دجمعې په ورځ یا دجمعې په شپه وفات شي الله تعالی به یې دقبر فتنو او عذاب نه وساتي ( رواه احمد والترمذی) په دې ورځ کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود ویل ډېر فضیلت لري نبی علیه السلام فرمایي دجمعې په ورځ په ما باندې ډېر درود وایئ ځکه ستاسو درود په ما باندې پېش کیږي ( رواه ابوداود دالنسائی وابن ماجه والدارمی)یو روایت کې داهم راغلي دي چې په دغه ورځ یې زه په خپله اورم او په نورو ورځو کې دملائکو په واسطه ماته رارسیږي
څوګ چې دجمعې لمونځ پرېږدي دهغه لپاره سخت وعیدات په احادیثو کې راغلي دي!!
نبی علیه السلام فرمایي خلک دې دجمعې دلمانځه دپرېښودلو نه منع شي کني الله تعالی به ددوی په زړونو باندې مهر ولګوي بیا به یې نتیجه داشي چې غافل به شي هیڅ پروا به یې نه کوي( رواه مسلم) نور خو تاسو ته پته ده چې مهر دکافر په زړه باندې لږیږي.بل یو خطرناک حدیث دی څوګ چې د سستۍ له وجې درې وارې دجمعې لمونځ پرېږدې الله تعالی به یې په زړه مهر ور ولګوي دابن مسعود رض نه روایت دی چې نبی علیه السلام فرمايي په تحقیق سره ما قصد کړی دی چې زه یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته دجمعې لمونځ اداء کړي بیا دهغه چا کورونه وسوځوم چې ددغه لمانځه نه پاتې شوي دي ( رواه مسلم) دابن عباس رض نه روایت دی چې نبی علیه السلام فرمایي څوګ چې بغېر دضرورة نه دجمعې لمونځ پرېږدي نو منافق به ولیکلی شي په هغه کتاب کې چې هغه نه ورانیږي او نه بدلیږي ( رواه الشافعی) او اخرنۍ حدیث دادی چې څوګ دجمعې لمانځه نه دلهو لعب یا له تجارت له وجې پاتې شي الله تعالی به یې پروا ونکړي ( رواه الدارقطنی)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close