دجنازې دلمانځه طریقه

لیکنه او ژباړنه محمد کریم حنفي

دجنازې دلمانځه طریقه داده چې مړی به په ځمکه کېږدي او امام به دمړي دسينې برابر ودریږي او دا نیت به وکړي چې زه ددې بالغ یا نابالغ مړي د جنازې لمونځ ادا کوم،
ددینه وروسته به دواړه لاسونه ترغوږونو پورې اوچت کړي او په لوړ اواز سره به الله اکبر اووایي او دواړه لاسونه به د نامه څخه لاندې وتړي څنګه چې په نورو لمونځونو کې تړل کیږي.
او مقتدیان حضرات به دا نیت وکړي چې زه د دې بالغ یا نابالغ مړي د جنازې لمونځ ددې امام په اقتداء کې اداکوم.
ددې نه وروسته به مقتدیان دواړه لاسونه غوګونو ته اوچت کړي او په کراره( خفیه) به الله اکبر ؤوایي.
دتکبیر نه وروسته به امام او مقتدیان دواړه په کرار ( خفیه) دغه ثناء ؤوایي: سُبْحَانَکَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِکَ وَتَبَارَکَ اسْمُکَ وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَجَلَّ ثَنَاؤُکَ وَلَااِلَهَ غَیْرُکَ.

حواله:الفردوس بمأثورالخطاب للدیلمی،باب الالف،فصل:۲۱۴/۱، رقم الحدیث : ۸۱۹ ،ط:دارالکتب العلمیة بیروت ۱۴۰۶ ھ

دثناء لوستلو نه وروسته به امام په اوچت اواز او مقتدیان په کراره بغیر د لاس اوچتولو نه دویم ځل الله اکبر اوایي، د الله اکبر ویلو نه وروسته به هغه درود شریف ؤوایي کوم چې د لمانځه په اخیره قاعده کې لوستل کيږي.

حواله:البحرالرائق،کتاب الجنائز،فصل السلطان احق بصلاته: ۱۸۳/۲، ط:ایچ ایم سعید کراچی

د درودشریف دلوستلو نه وروسته به بیا دریم ځل امام په اوچت اواز او مقتدیان په کراره الله اکبر ؤوایي،بیا به دمړي لپاره دعا ؤوایي.
که چرته مړی بالغ سړی یا بالغه ښځه وه نو د دواړو لپاره دا دعا ویل کیږي:-
اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِحَیِّنَا وَمَیِّتِنا وَشَاهِدِنَا وَغَائِبِنَا وَصَغِیْرِنَا وَکَبِرِیْنَا وَ ذَکَرِنَا وَاُنْثَانَا اللَّهُمَّ مَنْ اَحْیَیْتَهُ مِنَّا فَاَحیِهِ عَلَی الْاِسْلاَمِ وَمَنْ تَوَفَّیْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلَی الْاِیْمَانْ.

حواله:- المسند للامام احمد،حدیث أبی هریرة رضی الله عنه، رقم الحدیث:۸۷۹۴،:۵/۹، ط:دارلحدیث قاهره ۱۴۱۶ھ ــــ
سنن الترمزی: ۱۹۸/۱، ابواب الجنائز، باب مایقول فی صلاة علی المیت، ط:ایچ ایم سعید کراچی

او که چېرته مړی نابالغ ماشوم یا مجنون ( لیونی) ؤو نو بیابه دادعا وایي:-
اَللَّهُمَّ اجْعَلْهُ لَنَا فَرَطًا وَاجْعَلْهُ لَنَا اَجْرَاً وَذُخْراً وَاجْعَلْهُ لَنَا شَا فِعًا وَمُشَفَّعاً.

حواله:-صحیح البخاري:۱۷۸/۱، کتاب الجنائز، باب قراءة فاتحة الکتاب علی الجنازه، ط:قدیمي کتب خانه کراچی.

اوکه چرته مړی نابالغه ماشومه یا مجنونه وه نو بیا به دا دعا ؤوایي ،اَللَّهُمَّ اجْعَلْهَا لَنَا فَرَطاً وَجْعَلْهَا لَنَا اَجْراً وَّذُخْراً وَّجْعَلْها لَنَا شَافِعَةًوَّ مُشَفَّعَةً.

حواله:- الدر المختار:۲۱۵/۲،باب صلاة لجنازة ط:سعید

د دعا دلوستلو نه وروسته به امام په اوچت اواز او مقتدیان په کراره دڅلورم ځل لپاره اللّه اکبر ؤوایي، بیابه مقتدیان دامام سره اول ښي او بیا کیڼ طرف ته سلام وګر ځوي.
او که چاته دجنازې دعا نه وه یاده نوبیا دې صرف دغه الفاظ ؤوایي،اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنَاتِ.

حواله:- الفتاوی الهندیه، الباب الحادي والعشرون فی الجنائز، الفصل الخامس فی الصلواة علی المیت:۱۶۴/۱، ط:رشیدیه کویټه.

او که چرته دبد قسمتۍ له وجې دا دعا هم چاته نه وه یاده نو بیا دې څلور ځله اللَّه اکبر ؤوایي دجنازې لمونځ یې صحیح کیږي ځکه چې دعا او درود شریف ویل فرض نه بلکه سنت دي

حواله:البحر الرائق: ۱۸۰/۲، ط:سعید

،لیکن داسې خلکو ته د دعا د یادولو کوشش کول ضروري دي ترڅو چې لمونځ یې دسنت مطابق ادا شي.
او د جنازې لمونځ په هر هغه شي فاسدیږي په کومو شیانو چې پنځه وخته لمونځونه فاسدیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close