دجګړو ترڅنګ دطالبانو دسياسي پرمختګ لومړی ګام

سرلیکنه

د ۲۰۰۱م راپه دېخوا چې امريکا دشمالي ټلوالې په مرسته او غوښتنه پرافغان مظلوم ولس دميزايلو لومړی بريد وکړ او دطالبانو دامن او سولې نظام يې له منځه يوړ دطالبانو لخوا وسلوالې مبارزې پېل او ترنن ورځې پورې دوام لري. دجګړې په دوام طالبانو کله پراخي سېمې نيولي او کله يې له لاسه ورکړي، خو په دې څوارلسو کلونوکې ورځ په ورځ دطالبانو نفوذ دهېواد په بېلا بېلو ولاياتو کې تردې ورسېد، چې د ۱۳ولاياتو يو شمېر ولسوالۍ دطالبانو په لاس کې دي.

طالبان درې جګړې پرمخ بيايي؛ يوه جګړه يې دموجود نظام سره وسلواله جګړه ده چې هره ورځ پکې ددواړو خواوو مرګونه دوام لري .

دويمه جګړه يې دشمالي ټلوالي او اهل تشيع سره ده چې په داخل دافغانستان کې طالبان ورسره سياسي او نظرياتي اختلاف لري چې همدا اختلاف اهل تشيع او شمالي ټلواله دطالبانو لپاره په سنګر کې دمخالفت سبب ګرځي ، چې شمالي ټلواله دسياسي اختلاف ترڅنګ طالبانو سره وسلوال مقاومت ته هم دوام ورکوي.

دطالبانو دريمه جګړه دبهرنيو هېوادونو او په ځانګړې توګه دامريکاسره جګړه ده چې امريکا په بهرني سياست او دافغانستان په داخل کې دطالبانو پرخلاف خپل ټول توان او قدرت نه کار اخلي. امريکا په جګړه اوسياست دواړو کې دطالبانو پرخلاف خپل مخالفت ته دوام ورکوي.

دطالبانو او اهل تشيع مخالفت هم دامريکا دپلان برخه ده چې طالبانو ته يې يو لړ ستونزې راپيدا کړي دي؛ مخالفت دمزاري په وژنې زور واخيست او تراوسه يې دوام درلود، خو دتېرو دريو ورځو راپورنو چې دطالبانو لخوا اهل تشيع سره دهمکارۍ او نيک سلوک له امله کوم کسان اعدام کړل داهل تشيع په مخالفت يخې اوبه واچول شوې، ددې اعدامونو ترڅنګ دغزني چارواکو داخبر هم ورکړ چې نهه مياشتې وړاندې تښتول شوي (۸) کسان طالبانو دوسلوالو له منګلو څخه وژغورل .

که څه هم دملي امنيت رياست په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې ددوی امنيتي مسؤلينو دداعش ۶ څخه تر۸ برمته شوي کسان ژغورلي او خپلو کورنو ته يې رسولي دي ، خو دزابل امنيتي چارواکو رسنيو ته په ډاکه ګړې ده، چې ۸ واړه کسان هغه وخت راخلاص شول څه وخت چې طالبانو دخاک افغان ولسوالي دداعش ډلې څخه پاکه کړې ده.  دچا غوري ولسوال ددولت په پلوۍ ويلي چې  راخلاص شوي کسان دکلي داولس دمشرانو دهلو ځلو نتيحه وه خو دزابل دچارواکو په وينا تصديق شوې ده چې طالبانو دهغوی دکسانو دوژلو په مقابل کې وسلوال تښتوونکي اعدام او اوس يې نور ۸ تنه دهغوی له منګلو راخلاص کړي چې دې سياسي تګلارې دطالبانو لپاره زياته ګټه وکړه .

داسې اوريدل کېږي چې تېره ورځ په هزارجاتو کې دطالبانو سره دملاتړ په اړه دهزاره قوم مشرانو يوه غونډه هم کړېده چې نور نو دطالبانو پرخلاف مخالفت پای ته ورسوي.

دطالبانو سره دشمالي ټلوالي مخالفت دکندوز ښار په پېښه کې کم رنګه شو چې شمالي ټولي دکندوز په ښار کې شوې ورانۍ او وژنې پرطالبانو اړولي خو خپله دکندوز ښاريانو دټولو جناياتو عاملين اربکيان وبلل اوس نو طالبانوته دشمالي ټلوالې مخالفت اهميت نلري داهل تشيع زړونه يې وګټل او په جګړه کې خو هسې هم برلاسي دي؛ چې طالبان نور کولای شي په هزاراجاتو کې نفوذ نور باوري کاميابۍ ترلاسه کړي چې مذاکراتو سره دهمکارۍ ترڅنګ به داهل تشيع په اړه نرم دريځ دپرمختګ ګام وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close