دجگړې حرمت ـ مِمله او زرمت / نعمان لطیف

نعمان لطیف

وړمه شپه په زرمت او مِمله هممهاله ناتار او قیامت جوړ شو. غربي الوتکو فضاء ونیوله، هیڅوک نه پوهېدل چې کیسه څه ده، مجرم څوک دی، لسگونه ټانکونه، سلگونه پوځیان او رنگ په رنگ الوتکې دچا وژلو پسې لالهانده دي؟

عملیات په چا روان دي او ولې روان دي؟

تر سهاره بمونه وورېدل، فضاء دباروتو دودونو خړه پړه کړې ؤه او په خړه فضاء کې دځینو افغانانو له خړو کورونو سرې لمبې پورته کېدلې، زخمي افغانانو ټوله شپه دکوم ورک مسیحا په انتظار له دردونو ترپکې ووهلې، یو شمېر نیم ژوانده ځوانیو دنړېدلیو کوټو او ویجاړو شویو دیوالونو لاندې وروستۍ سلگۍ وکړې او سپېڅلي ارواح یې تر خړو او سپېرو خاورو لاندې خالق ته وسپارل.

دا بمباریانې او وژنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې کابل له مکې مکرمې د افغان وژنې دحرمت فتوا راوړې ؤه او ولس ته یې داسې شو کړه چې گویا موږ ستاسې ساتونکي او طالبان مو وژونکي دي. ستاسې دساتلو او خوندیتوب لپاره در په درگاه گرځو او وژلو ته ترتیب شوي دجواز فتواوې مو تحریموو.

امکان شته په همدې شپه ځینې شهیدان په دې امید ویده شوي وي چې حکومت مو نه وژني او نه مو دوژلو اراده لري، له مکې یې زموږ دوژلو دحرمت فتوا راوړې ده، دوی به دمکې قرآن وهلي نه وي، تر هغوی به مختلف وي. په همدې پار یې له طالبانو هم خواست کړی چې ملت مه را وژنئ او سولې ته غاړه کېږدئ.

بېچاره ملت له منافقینو نه ؤ خبر چې له شاه به وار په کوي، په خوب ویده به یې له ژوند محروموي او په باروتو به یې سوځوي.

ملته! باخبر دوی ملت وژنه نه ده تحریم کړې، یرغلگر وژنه یې تحریم کړې ده، دیرغلگرو دملگرو او ساتونکیو وژنه یې غیرشرعي بللې ده.

که داسې نه وي؛ زرمت کې قتلِ عام او زړه بوږنؤنکی وحشت په کومه فتوا؟

په مِمله کې عام ولس وژل او شتمنۍ یې سوځول، دکوم ملا فتوا ده؟

له مکې په راوړل شوې فتوا کې دا شته دی چې طالب ته ډوډۍ ورکونکي افغانان په باروتو لولپه کړئ او دشپې په تور تلغاک کې یې ووژنئ؟

دطالب سره دمصافحه کونکیو افغانانو کورونه ونړوئ او ټول خاندان یې له منځه یوسئ؟

دمکې فتوا کې دا فتوا شته دی چې دښار اوسیدونکي مسلمانان دي او د اطرافو کافران؟

که ددوی منطق ومنو چې هلته طالبان پټ ؤ؛ کوم ملا د یؤه طالب وژلو پسې دلسگونه انسانانو د وژلو فتوا ورکولای شي؟

که طالب هلته پټ هم شي، طالب افغان او مسلمان نه ده چې د نه وژلو لپاره یې د مکې او جدې په فتوا عمل نه کیږي؟

په مکة المکرمه کې ددارالندوې دغونډې یاد تازه کونکیو ملایانو! ستاسې فتوا د چا لپاره ده؟

زرمتیان مسلمانان نه دي، ننگرهاریان او کندوزیان مسلمانان نه دي؟

کشافه! د زرمتیانو حال نه وینې او په حال یې ژړا نه درځي؟

لبیبه! چې په یؤه شپه او په یؤه درز ټوله کورنۍ دچا ختمه شي، فقط یو فرد یې ژوندی پاته شي، همهغه له سېنې باروت تاؤ کړي او په کفارو او غلامانو مځکه سره تبۍ او غوغا جوړه کړي، په کوم شریعت او قانون کې افراط ورته ویلی شو؟!

ټوله لوبه ده او ټول سازش دی؛ هر ږغ په طالب دی او دهرې ناخوالې پړه په طالب اچولای کیږي.

دا سازش نه ده چې په زرمت کې دلسگونه بېگناؤو دشهادت لامل هم طالب بلل کیږي، او دکابل په کوم واټ کې په غربي خوانخوارو د استشهادي برید په ترڅ کې دیوه یا دوو هېوادوالو دژوند بایللو عامل هم؟!

وروستي ظالمانه برېدونه او دلسگونه بېگناه هېوادوالو شهادتونه که ددارالندوې له ملایانو پټ دي او یا یې په خلاف دخولې چوله کولو جرآت نه لري، د خدای عزوجل بارگاه ته عیان دي.

هر هغه څوک چې دا ملت په سازشونو خطا باسې او یا یې فزیکي وژني او یا معنوي، ډېر ژر به دملت په محکمه کې او یا بارگاه الهي کې شرمسار او ذلیل ودرېږي ان شاءالله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close