دحج مسایل (۳۴مه برخه) – د حج په مناسکو کې ترتيب –

د حج په مناسکو کې ترتيب

د يوم النحر يعنې د ذی الحجه پر لسمه نيټه د قارن او متمتع لپاره بالاتفاق څلور افعال دي، لومړی رمې، بيا ذبح، بيا حلق يا قصر، بيا طواف زيارت او د همدغه ترتيب په مطلوبيت باندې هم د ټولو اجماع ده، خو د ترتيب په سنتوالي او وجوبوالي کې اختلاف دی، چې دا ترتيب سنت دی او که واجب؟ د امام شافعي رحمه الله په نزد د افعالو دا ترتيب سنت دی، نو له همدې امله د ده په نزد د افعالو په تقديم او تاخير سره دَم واجب نه دي، دليل يې د حضرت عبد الله بن عمرو بن العاص  رضی الله عنه دا حديث دی )ان النبي  صلی الله علیه وسلم  وقف فی حجة الوداع بمنی للناس يسئلونه فجاء رجل وقال لم اشعر فحلقت قبل ان اذبح فقال اذبح ولا حرج فجاء وقال لم اشعر فنحرت قبل ان ارمي فقال ارمي ولا حرج فما سئل النبي  صلی الله علیه وسلم  عن شئ قدّم ولا اخرّ الا افعل ولا حرج( ([1])

ژباړه : نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د حجة الوداع په موقع د خلکو پر وړاندې ودريد تر څو چې خلک له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنې وکړي، پس يو کس راغی او عرض يې وکړ : ما ته معلومه نه وه ما له ذبح مخکې حلق وکړ، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل : اوس ذبحه وکړه هيڅ خبره نشته، بيا يو بل کس راغی او هغه عرض وکړ : ما ته معلومه نه وه او ما له رمې مخکې ذبح وکړه، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل : هيڅ خبره نشته اوس رمې وکړه، نو د څومره شيانو د تقديم او تاخير په باره کې چې له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنې وشوې، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  يو ځواب ورکولو چې هيڅ خبره نشته، کوم شی چې پاتې شوي هغه اوس وکړه، له حديث څخه معلومه شوه چې ترتيب سنت دی، که چيرته ترتيب واجب وای نو رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به د پاتې شوي عمل په هکله (لاحرج) نه فرمايل.

ځواب : د دې ځواب دا ورکړی شوی چې په (لاحرج) سره د ګناه نفې شوې، يعنې که چيرته په هيره کوم شی مخکې او وروسته کړی شي نو په هغه کې ګناه نشته، د دَم د واجب کيدو نفې يې نه ده کړې، نو له همدې امله دَم واجبيږي.

د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد ترتيب واجب دی، نو ځکه يې په پريښودلو سره دَم واجبيږي.

دليل يې له حضرت ابن عباس  څخه مروي شوی روايت دی )قال من قدّم شيئا من حجة او اخرّ فليهرق لذلک دمًا( ([2]) يعنې کوم کس چې د حج له افعالو څخه کوم مخکې يا وروسته کړي نو هغه دې د همدې لپاره دَم ورکړي، همدا ډول الفاظ له حضرت سعيد بن جبير  رضی الله عنه، حضرت جابر  رضی الله عنه او له حضرت ابراهيم نخعي رحمه الله څخه هم روايت شوي، له کومو چې صفا معلوميږي چې د يوم النحر په څلورو وظائفو کې ترتيب واجب دی ([3]).

همدا رنګه ليکل شوي :

د ذی الحجه په لسمه نيټه څلور افهال اداء کيږي، له ټولو مخکې رمی، بيا قرباني، بيا حلق يا قصر، بيا طواف زيارت.

د امام شافعي رحمه الله، امام احمد رحمه الله، امام اسحق رحمه الله، حسن بصري رحمه الله، طاؤس رحمه الله، مجاهدرحمه الله، سعيد بن جبير رحمه الله، ابو ثور رحمه الله، داؤد رحمه الله او د ابن جرير طبري رحمه الله په نزد دا ترتيب سنت دی، له همدې امله د دوی په نزد که چيرته همدغه ترتيب ناسياً (په هيره) يا جاهلا (د ناپوهي له امله) ونکړی شي نو هيڅ نه پرې واجبيږي، او که چيرته قصدا همدغه ترتيب پريښودل شي نو په دې باره کې د امام احمد رحمه الله دوه روايتونه دي، يو دا چې په هغه دَم نشته، د حضرت عطاء رحمه الله او اسحق رحمه الله مسلک هم د همدې موافق دی، دويم روايت دا دی چې دَم پرې واجب دي، سعيد بن جبيررحمه الله، جابر بن زيدرحمه الله، قتاده رحمه الله او ابراهيم نخعي رحمه الله هم د همدې موافق دي.

امام مالک رحمه الله وايي که چيرته يې حلق يا قصر په رمی باندې مخکې کړ نو په هغه باندې دَم شته، او که چيرته يې حلق يا قصر په نحر باندې مخکې کړ يا يې نحر په رمی باندې مخکې کړ نو په هغه باندې هيڅ هم نشته.

د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد همدغه ترتيب واجب دی، لهذا که چيرته يو چا د همدغه ترتيب خلاف وکړل هغه که قصدا وي، که ناسيا وي او که جاهلا وي په هغه باندې دَم واجب دي ([4]).

([1]) بخاري، باب الفتيا وهو واقف علی الدابة، والترمذي.

([2]) مشکوة شريف.

([3]) اختلاف الائمة فی المسائل المهمة، ص : ۱۶۲ – ۱۶۳.

([4]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۴۹۷.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close