دحکومتي ځواکونو،او دعطانور دمليشو ترمينځ درنده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل):

د بلخ د ولايتي شورا رييس د حکومت پر مشرانو غږ کړی  ،چې په بيړنی توګه لاس په کار شي او بلخ کې د عطامحمد نور د مليشو او حکومتي ځواکونو تر منځ تازه پيل شوې جګړه ودروي،د ولايتي شورا رييس وايي که حکومتي مشران غفلت وکړي ددغه جګړې عواقب به خطرناک وي.

داجګړه وروسته ترهغه پيل شوه چې دارګ لخوا دبلخ ولايت لپاره  نوی معرفي شوی قومندان عطانور ونه مانه،او ارګ ته يې ګوتڅنډنه وکړه چې زما له اجازې پرته بايد دلته مقررات ونکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close