دحکومت کار خراب دی

لیک حاجی نعمان ذاهد—

حکومت خالص د صلحې د غونډو په نومونو باندې عوام غلطوي چې دا دی مونږ صلحه کوو .. خو په حقیقت کی يې نه کوي، بلکې مقصد يې دا دی چې طالبان له نظامي کارونو او پرمختګونو نه راشاته کړي او د صلحې په خبرو يې مصروف کړي. خو بیچارګان خبر نه دي چې طالب هر بخش ته خپل خلک لري او صلحې په خبرو او تشو وعدو يې نه شي غلطولی او نه يط له نظامي کارونو څخه راګرځولی شي، بلکې طالبان هم هسې یو رنګ ورکوي میډیا او خلکو ته وايي چې صلحه کوو، یو کمیسون يې ورته جوړ کړی هغوی پکی مصروف دی بس !!!

نور نظامیان يې په خپلو کارو ښه مصروف کړي تر دې چې نوې ټاکنې يې هم وکړې تشکيلات يې لا پیاوړي او منظم کړل.

د دواړو صلحه ولې نه رازي اصلي هدف يې څه دی؟ زما په اند … طالب سپیڅلی نظام غواړي او په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون مکمل ممنوع غواړي … او بل طالب په دې هم پوهیږي چې حکومت کې نور زور قوت نشته هسې به ورسره برای نام خبرې کوو چې خلک ونه وايي چې طالبان صلحه نه کوي.

بله خوا حکومت دی چې هغه جمهوری لنډغر کفري نظام غواړي او د امریکایانو شتون نه بغیر يې ګذاره نه کیږی، نو دا طالبان دا نه مني او حکومت هم د طالبانو غوښتنې نه مني، چې دواړه له يو بل له غوښتنو نه تېرېږي نو بيا څنګه سوله راتلی شي او څنګه به د مذاکراتو خبرې پيل شي؟

هر حکومت هغه مهال خپل مقابل لوري ته د سولې وړانديز کوي کله چې دا يې د ضعف احساس وکړي. ښکاره مثال اوس او هم په تاریخ کې،  امریکایان چې اول راغلل نو د هیچا خبره يې نه منله، طالبانو سره يې د مذاکراتو په ځای جنګ پيل کړ، په افغانستان يې بريد وکړ ولې چې ځان ورته زورور ښکاریده، نن چی د ضعف احساس کوي کمزوري شول نو د سولې وړاندیزونه کوي.

همداراز د مکې قریش کفارو هم له اوله نه خبره منله او نه يې سوله کوله، خو چې رسول صلی الله علیه الصلاة والسلام په بدر احد او نورو غزاګانو کې زور کفارو ته وښود، خاصتا د بیعت رضوان په موقع چې کله يې د صحابه وو بیعت علی الموت ولیده، نو کفارو خپله د سولې وړانذیز وکړ.

له دې معلومېږي چې همیشه کمزوری جهت د سولې وړاندیز کوي، حکومت غریب بیا دومره وارخطاء دی چې په غونډو کې يې طالبان رسمي ومنل، د یو تنظیم په حیث وبلل اوس روزانه چیغې وهي چې د طالبانو مثبت ځواب ته منظر يو، نو زما له خوا ټولو ته ډاډ او اطمینان ده چی انشا الله بری مو په نصیب دی خو چی لږ صبر او استقامت له لاسه ورنه کړو او لږ خپلو اعمالو اصلاح وکړو رب به راباندې همیش غفور ورحیم وی … او الله به راته دا کفری نړی رانسکوروي لکه څنګه چې تر دې حده خدای ووهله او نسکوره يې کړه … الله دې نور تر دې هم کمزوري کړي .. رب مو دی نور د نړیوالو کفارو له شتون نه خلاص کړي … خدایه دا دومره قرباني مو ضایع مه کړې، په بدل کې يې اسلامي محمدي ښکلی نظام غواړو.

دا اوولس کاله او تر دینه شل دیرش کاله مخکې دا ولس د پاسپورټونو یا د یو وزارت یا دکوم موټر او فلډر پرونر لپاره نه دی جنګیدلی ټول سرونه يې ستا د رضا لپاره قربان کړی او د یو ښکلي شرعي نظام د نفاذ لپاره يې قرباني کړي …. الله ته مو مه ترینه بې برخې کوې..

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close