دخبریالانو د ملاتړ اداره: په رسنیو کې ښځینه خبریالانې له سختو جنسي ځورونو سره مخ دي

په یاده ناسته کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین فضل اقا سنچارکي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ نه یواځې رسنۍ بلکه د حکومت په هر بخش کې ښځینه کارمندانې له یو نه یو ډول جنسي ځورونو سره مخ دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۵ فرید افغان)

د خبریالانو څخه د ملاتړ ادارې یا نۍ مشر صدیق الله توحیدي نن په یو خبري کنفرانس کې څرګنده کړه چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د جنسي ځورونه پیښې بې مخینې زیاته شوې.
نوموړي وویل؛ خبریالان نورو ته د قانون د تعمیل وړاندیزونه کوي، خو په خپله هغه چارې کوي چې له قانون سره څرګند ټکر لري.
د خبریالانو د یادې ټولنې حقوقي مشاور عین الدین بهادري وویل؛ زموږ څیړنو ښودلې چې په رادیو ګانو، تلویزیونونو کې د ښځینه خبریالانو ځورول تر بل هر وخت زیات شوي او په وینا یې چې په ځینو رسنیو کې دا کار یوه عادي موضوع ګرځیدلې.
نوموړي زیاته کړه؛ که څه هم قانون ددې جرم په هکله د جزاء په کوډ کې سپیناوی کړی خو په وینایي چې تر اوسه هیڅ اداره کې نه دی تطبیق شوی.

په یاده ناسته کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین فضل اقا سنچارکي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ نه یواځې رسنۍ بلکه د حکومت په هر بخش کې ښځینه کارمندانې له یو نه یو ډول جنسي ځورونو سره مخ دي.
نوموړی زیاتوي؛ که څه هم افغانستان یوه باعفته ټولنه لري خو په دې وروستیو کې پر کارمندو ښځو تشدد له حده زیات شوی دی.
سنچارکي وویل؛ له ټولو رسنیو مو غوښتي چې دخپلو قراردادونو نمونې او څرنګوالی ور واستوي چې ایا د خبریالانو حقوق په اړوندو رسنیو کې خوندي دي کنه؟ چې په خبره یې، د رسنیو مدیرانو تر اوسه هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

د یادې ټولنې د ښځو د حقوقو د بنسټ مشرې زرقا یفتلپ بیا وویل؛ ډیری خبربالانو د مجبوریت له کبله چې له جنسي ځورونو سره مخ دي، دندې پریښې، ځکه چې په خبره یې حکومت یې هیڅ شکایت نه اوریده.

اغلې یفتلي وویل؛ زموږ تحقیقاتو ښودلې چې نه یواځې په رسنیو کې بلکه په روغتیایي بخشونو، ښونې او روزنې، عسکرو، او ټولو دولتي او غیر دولتي اداراتو کې ښځینه کارمندانې له سختو جنسي ځورونو کړیږي.
نوموړې وایي؛ عدلي او قضایي ارګانونه ځکه د دې پیښو قربانیانو ته توجه نه کوي چې ښځې په لاس کې کره ثبوت نه لري او قضایي ارګانونه ترې انځور، ویدیو یا هم صوتي کلبونه او داسې نور شواهد غواړي چې له قرباني میرمنو سره نه وي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close