دخلافت نفاذ که ددوستم ارمانونه

لیکنه:معصوم طالب

اسلامي خلافت د یو پاک او سپيڅلي منهج نوم ده دتیر څوارلس سوه کالونو راهسي یې دنفاذ او پلي کولو لپاره په هره صدۍ کې ورته دامت سپیڅلو ځوانانو وینه نذرانه کړي ده.
ددوې دپاکو وېنو له برکته تر اوسه دامت ځوانانو داسلامي خلافت دنفاذ مېنه او شوق په زړونو کې ساتي
خو اما بیا په هره صدۍ کې د کفر او فساد متبعین او تابعداران هم وجود لري
دوی یو طرف ته غواړې چې داسلامي خلافت مخه ونیسې او بل طرف ته لګیا دې خپله مفسده نظریه او مفکوره دمسلمان امت دځوانانو افکارو ته ورداخله کړې او له دغې لارې غواړې په اسلامي ځوانانو کې داسلامي نظام دراستلو اراده او عظم کمزوری کړې.
کله ورته دښه او ارامه ژوندون سره دمېنې درسونه ورکوې کله ورته دعیاشي او فحشا مراکزو اسانتیاوې برابروې کله بیا دمیډیا(ټلویژون،راډیو،اڼټرڼیټ)له لارې ددوې فکرونه داسلامي عقیدې په باب مشوش کوې کله بیا کوشش کوې چې داسلامي عقیده او منهج په یوه طریقه بدنام کړې او مسلمانان ورنه منفور او زړه توري کړې.
ددوې ددغو شومو وسائلو له جملې نه چې غواړې اسلام او داسلام سپینه لمن باندې تور داغ شې یو د داعش پلیته پتنه پیدا کول وو
دوی غوښتل چې له دغې لارې هغه ځوانان په امت مسلمه کې بدنام کړې چې له هغوی سره داسلامې نظام دراوستلو مېنه ده
ددوي ظهور لومړی په عراق کې دهغو مخلصو او پاکو مجاهدینو چې “امریکایی اشغال ګرو ته یې دسر په کاسه کې اوبه ورکړي وې”دفتحو او پرمختګ لپاره لوی خڼډ شول
بیا یي په شام کې دهغه اسلامي طوفان څپې تم کړې چې شاهد څپو یې دسوريه غلام رژیم سره سره تر ډیرو کفري هیوادنه لاندې کړی وای.
بیا یې په ډیره سپین سترګی داسلامي امارت دمجاهدینو په تکفیرولو شروع وکړه دوی نه یواځي چې ددغو اسلامی خوځښتنو په تکفیر جرئت کاوو بلکي ددې په ځای چې دکفر په خلاف وسله پورته کړې دهمدغو پاکو مجاهدینو په خلاف یې وسلواله مبارزه پیل کړه
اصلاً دوې دهمدې موخې لپاره منځ ته راغلي وو
دلته هم ځېنو هغو بي حیا،غلو،انسان تښتونکو،ټوپک مارانو چې لا لمخه اسلامي امارت له خپلو صفوفو ویستلي وو او له سېمې یې فرار کړی وو په ډیره بی شرمی د داعش له تور بیرغ سره راښکاره شول
او په ځینو سېمو کې یې فعالیت شروع کړ.
امریکا او ددوې لاسپوڅو همدا غوښتل چې څنګه او په څه ډول دامارت مجاهدین کمزورې کړې او خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوې نو ځکه هغه غله او بی حیا وحشي صفته یې په شا وټپول
چې ان شاءالله وخت په وخت به مؤمن ولس ته ددوې شوم اهداف او پليتې څیرې څرګنده شې
ښکاره مثال یې په جوزجان درزاب کې ددوستم هغه ملیشې وې چې څه وخت یې دمجاهدینو مخ ډب کولو لپاره په تورو نقابونو کې څرګند شو او حکومت هم ورته په ډیره سپین سترګي پراخ تبلیغات شروع کړل
مفتي نعمت په نوم په درزاب کې چې د داعش مرستیال په توګه کار کاوو د دوستم له خاص ملیشو څخه وو
او د دوستم له اوله تر اخره همدا ارمان ده چې څنګه او په څه طریقه دطالبانو مخه تم کړم
خو الحمدالله نه یې دطالبانو دفتحو مخه ونوله او نه یې خپل شوم پلانونه پلي کړلی شول بلآخره حکومت په ډیره بی شرمی دطالبانو له محاصرې نه دهلیکپټرو په ذریعه وویستل
خو لله الحمد ددوی ټول شوم تدبیرونه او شوم پلانونه له خاورو سره خاوري شول
او دې مؤمن او زوریدلي ولس ته دتل لپاره شرمنده او رسواه شول.

خو ای دخلافت دپاک نوم استفاده کونکو!!

تاسو باید درک کړی چې تاسو دچا او دکوم
نوم په خاطر جګړه کوی او تر شا مو څوک او څنګه حمایه روانه ده
ستاسو ددې نامقدسي جګړې ګټه چاته او تاوان یې چاته ده اوس خو به دا احساس درته شوی وې چې تاسو دچا له طرفه یاست.
څنګه په کم وخت کې ستاسو له پاره دجګړې سېمې ته هلیکپټرې درغلې
تاسو اوس خپلو ګریوانونو کې سوچ وکړی چې تاسو خو طالبان له عسکرو سره په یو عکس تکفیرول ایا اوس مو خپلو جنګیالیو ته کومه توجیه پیدا کړی ده کنه چې په یو چوکۍ ورسره څنګ په څنګ ناست دې
کله اوس دغه سوچ نه درځي چې مونږ خو له خلکو نه سرونه غوڅول چې تاسي په کفرې نظام کې وخت تیروی اوس دا سوال نه درته پیدا کیږې چې زه خو هم دکفرې نظام په خیمه کې ناست یم

خو د داعش جنګیالیه!

دا هم درک کړه چې دا افغانستان ده دلته ډیر مغرور راغلي مات شوې او بیرته تللي بیا یې دتل لپاره په دې طرف نه زړه موړ شوی ده
دلته له داسي یو قوت سره دتاسو جګړه ده چې له غیبه یې نصرت او مدد ده له داسي چا سره سر تمبه کول دځان دهلاکت په معنا ده اوبس..

په هیواد کې داسلامي نظام دراتلو په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close