دخلکو زړونه شول شنه کاڼي

 

شعر: رسول خان “مشال”

نن اخلاص نشته څوک درب درضا خيال نه ساتي

غواړي شهرت، ښودنه کړي دريا خيال نه ساتي

ددې پليتې دنياګۍ په محبت کې ډوب دي

دقيامت يوم الحساب دسزا خيال نه ساتي

دخلکو زړونه شول شنه کاڼي همدردي نشته ده

څوک دمظلوم دويرفرياد او ژړا خيال نه ساتي

دجهالت تورو تيارو کې خلک دومره تللي

چې درسول دشريعت درڼا خيال نه ساتي

تشې وعدې کوي په خوله په زړه کې نه وي تيار

په کروړونو خلک اوس دوفا خيال نه ساتي

هم دي بې عقله هم بې شرمه بې شعوره دي ټول

بې حيا ګرځي دعفت او حيا خيال نه ساتي

چې يې په تاباندې حملې ته يوه شپه پاتې وي

هوښياران هيڅ کله ددغې بلاخيال نه ساتي

چې څوک ددې پاني ژوندون په حقيقت پوی شوي

اخيرت ياد ساتي هميش ددنيا خيال نه ساتي

دنړيوالو خولو ته نه کوري پرمخ روان دي

ځکه دهيچانن طالب او ملا خيال نه ساتي

دګران مشال طالب جان خيال که څوک ساتي او که نه

هغه دحق مينه کې غرق دی دچا خيال نه ساتي

 

 

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close