دخولې او غاښونو مرض په زړه هم اثر کوي

طبیبان وايي : انسان په دوه ډوله مرضونو اخته کیږي یو ډول چې خپله انسان دځنې  ستونزي له امله په یوه مرض اخته شي دویم دبل انسان څخه ورته مرض ورسېږي او یا د یوه مرض د درملنې څخه غفلت وکړي نوپه دویم مرض اخته کیږي.

دمور او پلار دخولې او غاښونو دمرض له امله که په وخت يې درملنه  ونشي ، پر اولاد هم بد اغېز کوي او دوخت په تیریدو سره دخولې اوغاښونو مریضه مور اولاد دزړه په مرض اخته کیدی شې.

روغتیا پوهانو ویلي : دیوشمیر مریضو میندو چې دخولې او غاښونو په مرضونو اخته وي د اولادونو په زړونو کې يې سورې شویدي چې  دزړه دوالونو دبندښت او سوریو له امله په نړیواله کچه په زرګونو انسانان خپل ژوند دلاسه ورکوي.

په ایرلنډ کې د ډاکټرانو یو ډلې دسروي له مخي ثابته کړې چې د زړو مرضونو دکم عمره ماشومانو په زړونو کې په موروثي ډول پیداکیږي چې زیاتره  يې دمیندو دخولې اوغاښونو مرضونه بلل شویدي چې  دشوی سروي په اساس ۳۵ سلنه دماشومانو دزړونو مرضونه دمیندو څخه اولادونو ته انتقال شویدي. 

دیوې نوې څیړنې له مخې  چې (لنډ کیسر) ادارې لخوا نشر شویده  پکې میندو ته خبر ورکړل شوی چې داولاد  دزیږیدنې  دمخه معالج ډاکټرته ورشي دنورو روغتیا يې ستونزو تر څنګ دخولې او غاښونو درملنه هم وکړي ترڅو په موروثي ډول يې په اولادونو کې د زړونو د مرضونو مخه ونېول شي.

په تیرو پنځو کالو کې دپخوا په نسبت د زړونو مرضونه زیاته  شویدي چې ډیرکم کسان دزړه  درملني ته داقتصادي ستونزو له امله روغتیا يې مرکزونو ته نشي ورتلای چې د درملني توان نلري.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close