د خټکي له حیرانونکو روغتیایي ګټو خبریاست؟

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۹)

دا چې موسم د خربوزو یا خټکیو په رسیدو ده او ښارونو ته یې تازه څرک وهلی، راځئ د دې میوې له ګټو او زیانونو مو هم خبر کړو.

روغتیا پوهان وایي؛ خټکی د بې شمیره ویټامینونو په درلودلو سره یو له هغو میوو شمیرل کیږي چې د انسان صحت ته بې شمیره روغتیایي ګټې لري.

خټکی

څیړونکی وایی؛ په یوه متوسط خټکی کې ۱۵ ملي ګرامه کلسیم، ۲۵ ملي ګرامه فاسفورس، ۰.۵ ملي ګرامه اوسپنه، ۳۴ ملي ګرامه ویټامین سي، ۶۴۰ ملي ګرامه ویټامین اې او ۰.۰۳ ملي ګرامه ویټامین بي یو (B1) شتون لري.
د دې ترڅنګ په ډېره اندازه د A B,.C ویټامینو او سلولز درلودونکی هم دی.

د دې میوې روغتیایی فایدې:

د روغتیایي چارو پوهان په دې اند دي چې په خټکي کې د ‘اډینوساین‘ په نامه یوه ماده شتون لري چې هغه د وینې رګونو منجمد کیدو مخه نیسي او تر څنګ یې په بدن کې د وینې جریان نورمال ساتي او په دې وسیله د زړه حملې خطر تر ډیره له منځه وړي.
خټکی د میندو د شېدو د زیاتوالي او د کم خونه ناروغانو لپاره اغیزمن درمل دي.

روغتیاپوهان وایي؛ په خټکي کې د ‘کوټینایډ‘ په نامه پروتین په بدن کې ټول هغه مواد له منځه وړي کوم چې کولی شي انسان په سرطان اخته کړي.

 

خټکی

دا میوه د زیاتو اوبو په درلودلو سره کولی شي د پښتورګو او مثانې د ډبرو او کثافت په مخنیوي کي اغیزمنه تمامه شي.

د دې ترڅنګ په دغه میوه کې شته منرالونه د معدې تیزابیت په ختمولو کې زیاته مرسته کوي او ترڅنګ یې هاضمه هم ښه جوړوي.

خربوزه

خټکی د قبضیت د لمنځه وړلو لپاره هم ښه درمل دي او همداراز کولی شي د دایمي تندې مخه ونیسي.

د خټکي زیانونه:

خټکی باید تر ډوډۍ خوړلو وروسته وخوړل شي ځکه په نهاره د دې میوې خوړل زیاتره وخت اسهالات پیښوي.

د خټکي زیات خوراک د معدې او کلمو د درد لامل کېږي.

هغه کسان چي په شکره اخته وي یایې وزن ډېر وي باید د خټکي له خوراک څخه تر ډیره ځان وساتي، ځکه چې په خټکي کي شته قند د ګلوکوز له کورنۍ څخه دي چي په وینه کي ژر جذبېږي.
هغه کسان چې معده یې کمزورې وي د خټکي له خوراک سره دې احتیاط وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close