د الخندق عملیات څومره بریالي دي؟/ خالد روان

طالبانو د روانې غويي میاشتې پر پنځمه د الخندق په نامه پسرلني عملیات پیل کړل. طالبانو له دې وړاندې د عمري، عزم، خیبر، خالد بن ولید او په نورو نومونو هم هر کال پسرلني عملیات کړي وو. خو سږني عملیات له نورو کلونو سره جوت توپیر لري؛ ځکه د روانو عملیاتو ټولې ۱۶ ورځې وتلې؛ خو په دومره کمو ورځو کې یې سلگونه عسکر وژلي، ژوندي یې نیولي او زرگونه میله سپکه او درنه وسله یې هم لاستونو ته ورغلې ده.

د طالبانو روان عملیات پرېکنده ښکاري او الخندق عملیات به حتماً خبره یوه طرفه کړي. یا به پراخه سیمې ونیسي او ځانونه به ښه مجهز کړي، چې بیا به یې د بریدونو موخې تر مهمو ځایونو پورې وي. یا به حکومت او امریکا په گونډو کړي او افغانستان به له ۱۷ کلن اشغال څخه خلاص کړي.

په تېره اوونۍ کې د فاریاب، بغلان، کندوز او گڼ شمېر نورو ولایتونو کې سلگونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي، خپلې ټولې وسلې، مهمات، نقیله وسایط او مهم دولتي قومندانان طالبانو ته تسلیم شول او گڼ شمېر نور ووژل شول. طالبان په روانو عملیاتو کې تراوسه بریالي ښکاري او حکومت له دفاعي حالت څخه هم وتلی او یوازې د سر ساتنه کوي، چې گڼ شمېر پوستې یې سره د ټولو وسایطو له لاسه ووتې.

دوې اوونۍ وړاندې د امریکا د مرستو د څار ادارې«سیگار» په خپل راپور کې ویلي وو، چې د افغان ځواکونو لس سلنه عسکر کم شوي، یا یې دندې پرېښي، یا طالبانو ته تسلیم شوي او یا هم وژل شوي دي. په دغسې وخیم حالت کې حکومت د سخت گواښ لاندې دی؛ ځکه نه عسکر لري، نه یې عسکر د جگړې کولو جذبه او عسکرو ته نوره روانه جگړه یوازې مرگ ښکاري او د وژل کېدو پر ځای طالبانو ته تسلمېږي.

تېره اوونۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د چارواکو له خولې لیکلي وو، چې ټرمپ د افغانستان اوږده جگړه ختموي او کېدای شي خپل ټول پوځیان له افغانستانه اوباسي. د دغه خبر له خپرېدو وروسته افغان ځواکونو خپله روحیه بایللې ده؛ ځکه د دوی مهم مرستندویان اوځي او افغان ځواکونو یوازې د طالبان ترحم ته پاتې کېږي.

افغان ځواکونه د وژل کېدو مخکې باید له خپلو ټولو وسایلو سره طالبانو ته تسلیم شي. هم به یې سر خوندي پاتې وي، هم به ژوندي پاتې شي، کورنۍ به یې غمجنه پاتې نه شي، د یوه فاسد نظام او د امریکايي گټو ته به قرباني شوی نه وي او روغ رمټ به خپلو کورونو ته ستانه شي.

د امریکايي او افغان چارواکو دغه خبره نوره دروغ معلومېږي، چې ویل به یې: د افغانستان روانه جگړه گټونکی نه لري. اوس داسې ښکاري، چې روانه جگړه به طالبان حتماً گټي او دغه ۱۷ کلن ناورین ته به د پای ټکی ږدي. ځکه د الخندق عملیات د نورو کلونو په پرتله ډېر بریالي دي. طالبانو له افغان ځواکونو زرگونه میله سپکې وسلې او مهمات نیولي او حکومت د څو کلونو له‌پاره ننگولی شي.

خو بیا هم، څومره چې ژر کېږي باید خبره یوه طرفه شي؛ ځکه د روانې جګړې ټول بار افغانان وړي او د جگړې دواړو خواوو ته وژل کېدونکي افغانان دي. امریکا باید نوره له افغانستانه ووځي او د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کېږي؛ ځکه امریکا ماتې خوړلې او د خپلې ماتې غچ آن له افغان ځواکونو هم اخلي. هغه ځواکونه چې له دوی سره اوږه پر اوږده جگړه کوي او د امریکا له مرگ مخکې دوی مړه کېږي.

امریکا په بشپړه توگه ماتې خوړلې او دلته به هم د ویتنام په برخلیک اخته کېږي؛ ځکه د افغانستان جگړه د امریکا په تاریخ کې اوږده جگړه ده، چې په ۱۷ کلونو کې یې بیا هم خبره یوه طرفه نه کړه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close