درواغ

لیکنه: فریده هلمندۍ

دا چې زموږ ټولنه کې درواغ ویل یو عام کار ګرځیدلی، خو که حقیقت ته ورسو درواغ ویل زمونږ لپاره هره ورځ مرګ دی. وجه یې دا ده چې مونږ ځانونه له دین څخه لیري کړي دي.
که موږ د الله جل جلا له کلام، د نبي علیه السلام احادیث، د امامانو مبارکانو نقش قدم، د اسلافو لار تعقیب کړو بیا به له دې هر څه څخه محفوظ پاته شو.
خو که موږ خدای مکړه بالعکس وکړو، نو هم مهاله که د رب جل جلاله له طرفه هر ډول عذاب راته ورسید نو به هغه وخت د دې موقعه نسته چې ځانونه خلاص کړو.
وعن بهز بن حکیم عن ابیه عن جده قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ویلً لمن یحدث فیکذب لیضحک به القوم ویلٌ له ویلً له رواه احمد والترمذی وابو داود والدارمی.
په دې حدیث شریف کې نبي علیه السلام فرمایي:
تباهي دي وي هغه چا لره چې درواغ ووایي لپاره د دې چې خلګ وخندوي، تباهي دي وي تباهي دي وي.
نو د درواغ ویونکو لپاره د نبي علیه السلام همدا یوه ښېرا بس ده، د نبي علیه السلام به تر ټولو او زیات وخت همدا ښېرا وه چې ویل به یې خوله دي یې په خاورو سپیره سي، او یا هم تباهي دي وي.
الله جل جلاله دي موږ د دې بدبختو له دغه بد حالت څخه وساتي.
الله جل جلاله دې مونږ له هغو خلګو نه وګرځوي چې د هغو په باره کې نبي علیه السلام د تباهي ښېرا کړي وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close