دروژې مسائل (۳۹مه برخه) – د سخت ضرورت له امله د اعتکاف پريښودو حکم –

د سخت ضرورت له امله د اعتکاف پريښودو حکم

پوښتنه : که چيرته يو کس په اهل عيال کې د کوم ناروغ له امله يا د يو ناڅاپي پيښې له امله اعتکاف پريږدي، آيا داسې کول روا دي او که نه؟.

ځواب : د يقيني خطر له امله د اعتکاف پريښودل روا دي، پس هر کله چې اعتکاف کوونکی له معتکف څخه د باندې ولاړ شي نو اعتکاف يې فاسديږي، البته ګهنګاريږي نه ([1]).

د اعتکاف په حالت کې د مړي مخ کتو لپاره وتل نه دي روا

پوښتنه : که يو کس د رمضان المبارک مياشتې په اخيره عشره کې په اعتکاف کې وو چې په خپلو خپلوانو (دوستانو او عزيزانو) کې يې څوک وفات شول، اوس هغه غوښتنه وکړه چې زه د مړي مخ ليدل غواړم، کوم وخت يې چې د کلي له امام څخه اجازه وغوښته هغه منع کړ چې د اعتکاف کوونکي لپاره داسې کول نه دي روا، بيا يې وروسته يوه بل عالم ته همدا خبره وکړه، هغه ورته وويل ستا لپاره د اعتکاف په حالت کې د خپل رشته دار مړي د اخيري ديدار لپاره له جومات څخه وتل روا دي، دا يې چې واوريدل اعتکاف کوونکی مذبذب (شکمن) شو چې امام صاحب يې منع کوي او بل عالم ورته وايي چې وتل درته روا دي، اوس پوښتنه دا ده چې په دې دواړو کې د چا خبره صحي ده؟.

ځواب : په صورت مسئوله کې د امام صاحب خبره رښتيا ده او د هغه بل مولوي صاحب خبره صحي نه معلوميږي، يعنې د اعتکاف کوونکي لپاره دا روا نه دي چې د کوم عزيز مړي د اخيرني ديدار لپاره ولاړ شي، هو ! البته که چيرته د کوم ضرورت له امله د باندې وتلی وو او په تلو تلو کې د مړي ديدار هم وکړي بيا څه خبره نشته ([2]).

په جومات کې طبيب معتکف ناروغ کتلی يا نسخه ورته ليکلای شي که نه

پوښتنه : معتکف په جومات کې ناروغ کتلی يا يې د حال له آوريدو ورسته هغه ته نسخه ليکلای شي که نه؟ همدارنګه که چيرته معتکف د طبعي ضرورت لپاره د باندې ولاړ شي د باندې د کوم ناروغ په غوښتنه دواء ور ښودلای شي او که نه؟.

ځواب : معتکف په جومات کې ناروغ کتلی او نسخه ورته ليکلای شي، او درملنه يې کولای شي، که چيرته معتکف د طبعي ضرورت (حاجت) له امله له جومات څخه د باندې وو او کوم ناروغ حال ورته بيان کړ او د دواء ورښودل يې ترينه وغوښتل نو ورښودل يې روا دي ([3]).

ښځې به چيرته اعتکاف کوي

پوښتنه : ښځې به چيرته اعتکاف کوي؟

ځواب : په خپل کور کې، چيرته چې لمونځ کوي د اعتکاف په نيت دې هلته هر وخت کيني، له اودس ماتي پرته د بل کار لپاره به نه پورته کيږي، نه به د کوم کار لپاره د کور برنډې يا صحن ته ووځي، که چيرته په کور کې د لمانځه لپاره کوم خاص ځای ونه لري نو د اعتکاف له شروع کولو د مخه دې د لمانځه لپاره يو ځای جوړ کړي او بيا دې هلته اعتکاف وکړي ([4]).

آيا د اعتکاف په پريښودلو سره ښځه هم ګنهګاريږي

پوښتنه : په کوم کلي کې چې هيڅوک اعتکاف ونکړي، نو په دې سره يوازې بالغ سړي ګنهګاريږي او که سړي، ښځې، بالغ او نابالغ ټول ګنهګاريږي؟.

ځواب : نابالغ مکلف نه دي، په هغو باندې ګناه نشته، ښځه دې په جومات کې اعتکاف نکوي، بلکې په خپل کور کې دې يو ځای معلوم کړي او هلته دې اعتکاف وکړي، که هيڅوک يې هم ونکړي نو ټول بالغان د ترک سنت په وبال کې ګرفتار دي ([5]).

د اعتکاف په حالت کې دنيوي خبرې مکروه دي

پوښتنه : د اعتکاف په حالت کې په جومات کې دنيوي خبرې او ګپونه لګول (دمجلسونو کول) څرنګه دي؟.

ځواب : دا عمل مکروه دی ([6]).

د اعتکاف ډولونه :

(۱) واجب اعتکاف : دا هغه اعتکاف دی کوم چې د نذر له امله واجب کړی شي، خواه تعليقاً وي لکه چې يو څوک ووايي : که چيرته زما فلانی کار وشو نو دومره ورځې اعتکاف به کوم، يا تنجيزاً وي، مثلاً داسې ووايي : ما د دومره ورځو اعتکاف په خپل ځان لازم کړ، لهذا د څومره ورځو نيت يې چې کړی وي د هغو پوره کول ضروري دي.

(۲) سنت اعتکاف : دا هغه اعتکاف ده کوم چې د رمضان المبارک په اخيرنی عشره (اخيرنيو لسو ورځو) کې کيږي، ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  عادت مبارکه په همدغو ورځو کې د اعتکاف کول وو، دا اعتکاف سنت مؤکده علی الکفايه دی، يعنې که چيرته يې په کلي او محله کې يو کس هم وکړي نو د ټولو له لوري سنت اداء شول، خو که چيرته يې په ټول کلي کې يو کس هم ونکړي نو د ټول کلي په خلکو باندې د ترک سنت ګناه شته، او که چيرته همدغه اعتکاف د کوم لامل له امله مات کړی شي نو يوازې د همغې ورځې قضائي پرې شته په کومه ورځ يې چې مات کړی وي.

(۳) نفلي اعتکاف : له لومړنيو دوو اعتکافونو پرته هر ډول اعتکاف نفلي اعتکاف دی، کوم چې په هر وخت کې کيدلای شي، نه د هغه لپاره کوم وخت مقرر دی او نه د ورځو اندازه معلومه ده، د چا چې څومره زړه وغواړي ودې کړي، تر دې که چيرته يو کس ټول عمر د اعتکاف نيت وکړي نو هم روا ده، البته په کمي کې اختلاف دی، د امام ابو حنيفة  رحمه الله په نزد له يوې ورځې کم اعتکاف روا نه ده، د امام مالک  رحمه الله  هم يو روايت د همدې مطابق دی، د امام محمد  رحمه الله  او امام شافعي  رحمه الله  په نزد کمه موده يې هيڅ معلومه نه ده، تر دې چې د يوه ساعت لپاره هم اعتکاف کول روا دي، د امام احمد  رحمه الله  هم يو روايت همداسې دی ([7]).

د څومره عمر لرونکو ته اعتکاف کول پکار دي

پوښتنه : عام تأثر دا ده چې په اعتکاف کې يوازې سپين ږيري (د ډير عمر) خلک کيناستلای شي، دا خبره تر کومه ځايه صحي ده؟.

ځواب : په اعتکاف کې ځوان او سپين ږيري ټول کيناستلای شي، چونکه د سپين ږيرو عبادت ته ډير ضرورت محسوسيږي، نو له همدې امله د ډير عمر خلک دې ډير اهتمام وکړي او کول يې ورته پکار دي ([8]).

([1]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۱۸۹، بحواله : الدرالمختار مع الرد المختار، ج : ۲، ص : ۱۴۵، باب الاعتکاف.

([2]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۲۲۸ – ۲۲۹، بحواله : البدائع، ج : ۲، ص : ۱۱۴.

([3]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۳۱۰، بحواله : ردالمحتار، باب الاعتکاف، ج : ۱، ص : ۱۷۷.

([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٥.

([5]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۲، بحواله : الفتاوی العالمګيرية، ج : ۱، ص : ۲۱۱، کتاب الصوم، الباب السابع فی الاعتکاف، وکذا فی بدائع الصنائع، ج :۳، ص : ۵، کتاب الاعتکاف، فصل فی شرايط صحته، وکذا فی البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۵۲۲، باب الاعتکاف، مراقی الفلاح، ص : ۶۹۹، وکذا فی فتاوی قاضي خان، ج : ۱، ص : ۲۲۱، فصل فی الاعتکاف، جامع الرموز، ج : ۱، ص : ۳۷۶، فصل فی الاعتکاف، وکذا فی مجمع الانهر، ج : ۱، ص : ۲۵۵، باب الاعتکاف.

([6]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۱۹۰، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۱۴۷، قبيل مطلب في ليلة القدر.

([7]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۸۹ – ۲۹۰، بحواله : عمدة القاري، ج : ۱۱، ص : ۱۴۰.

([8]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۶۲۷، بحواله : البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۳۲۲.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close