دروژې مسایل (۳۳مه برخه) – د قضائي روژو پيوسته نيول ضروري دي که نه –

پوښتنه : د قضايي روژو پيوسته نيول ضروري دي که نه؟

ځواب : که په پيوسته ډول ونيول شي او يا يې په مينځ کې فاصله راوړل شي، په دواړو صورتونو کې روا دي ([1]).

چې حايضه پاکه شي د هغې د روژې حکم

پوښتنه : که چيرته يوه ښځه له خپل حيض څخه د ورځې له (١١) بجو دمخه پاکه شي آيا په همدغه ورځ په روژه کې اوسيدل د هغې لپاره واجب دي؟ او که د همدغې ورځې روژه قضاء شوه؟.

ځواب : په همدغه ورځ يې روژه نشته، وروسته به يې قضائي راوړي، البته په همدغه ورځ به ترماښامه پورې د روژه دار په څير خوراک څښاک نکوي ([2]).

که ناروغ ته د قضائي راوړلو موقع پيدا نشي

پوښتنه : يو ناروغ په رمضان المبارک کې د روژو په نيولو باندې قدرت نه درلود او د رمضان په آخير کې هغه وفات شو، آيا د هغه له لوري د قضاء شويو روژو فديه ورکول کيږي او که نه؟ همدارنګه د نن صبا په مروج وزن (تول) سره که د فديې وضاحت وکړى شي؟.

ځواب : دا چې ناروغ په رمضان کې وفات شوى او هغه ته د صحت په حالت کې دومره موقع په لاس نه ده ورغلې چې هغه د روژو قضائي راوړي، لهذا په هغه باندې د فديې ورکولو وصيت لازم نه وو، او اوس د فديې ورکول ضروري نه دي، که ورثه يې له خپل لوري اداء کړي نو مرحوم ته يې ثواب رسيږي، او د نن صبا د مروج وزن (تول) په اعتبار سره فديه دوه سيره غنم يا د هغو د قيمت صدقه کول دي ([3]).

د کفارې مسايل

د يوې روژې په کفاره کې د يوه غلام ازادول پکار دي، خواه غلام کافر ولې نه وي، که چيرته د عدم استطاعت په سبب د غلام آزادول ممکن نه وه يا په کوم ځای کې غلام نه پيدا کيده نو بيا دوه مياشتې يعنې شپيته ورځې پيوسته د روژو نيول واجب دي، په همدغو روژو کې اتصال (پيوسته يې نيول) او په هغو ورځو کې يې نيول ضروري دي په کومو کې چې د اخترونو ورځ يا د تشريق ورځې (د ذی الحجې يوولسمه، دولسمه، ديارلسمه) نه وي، ځکه چې په همدغو ورځو کې هر ډول روژه نيول منع دي، او که چيرته يې په مينځ کې د کوم عذر له امله يا له عذر پرته د کومې ورځې روژه وخوړل شي نو بيا به له نوي سره د روژو نيول وي، په کومه ورځ يې چې روژه خوړلې وي له هغې ورځې دمخه نيول شوې روژې نه حسابيږي، هو ! که چيرته کومې ښځې ته حيض راشي او د حيض له امله په مينځ کې کومې روژې وخوړل شي نو دا کومه خبره نه ده، خو د نفاس په صورت کې به بيا له نوي سره د روژو نيول وي، او که چيرته د ناروغي يا سپين ږيرتوب له امله د شپيتو روژو نيولو طاقت هم ونلري نو بيا شپيتو مسکينانو ته په مړه خيټه دوه وخته د ډوډۍ ورکول واجب دي، همدارنګه که وغواړي نو هغوی ته په يوه ورځ دوه وخته يعنې سهار او ماښام دې ډوډۍ ورکړي، که وغواړي نو د دوو ورځو د سهار په وخت کې يا د دوو ورځو د ماښام په وخت کې يا د ماسخوتن په وخت کې دې ډوډۍ ورکړي، خو په دې شرط چې په اول وخت کې يې کومو مسکينانو ته ډوډۍ ورکړې وي نو په دويم وخت کې به هم همغو مسکينانو ته ډوډۍ ورکوي، او که چيرته يوه کس په يوه وخت کې شپيتو مسکينانو ته ډوډۍ ورکړه او په دويم وخت کې يې له هغو پرته نورو مسکينانو ته ورکړه نو دا نه کافي کيږي، بلکې کفاره هغه مهال اداء کيدلای شي کله چې په همدغو دواړو ډلو کې يوې ته يې بيا په کوم بل وخت کې ډوډۍ ورکړی شي، هو ! که چيرته يو څوک يوه محتاج ته تر شپيتو ورځو پورې ډوډۍ ورکړي يا پيوسته تر شپيتو ورځو پورې هره ورځ کوم نوي محتاج ته ډوډۍ ورکړي نو په دې کې بيا څه خبره نشته، په همدې ډول کفاره اداء کيدلای شي، يوه خبره بله هغه دا چې : که چيرته يو کس د يوې ورځې د شپيتو يا له دې څخه د څه کمو محتاجو د خوراک په اندازه صدقه کوم محتاج ته ورکړه نو د ټولو لپاره نه اداء کيږي، بلکې د يوه محتاج لپاره اداء کيږي.

شپيتو مسکينانو ته د ډوډۍ ورکولو په سلسله کې د غنمو ډوډۍ له سالن پرته کافي کيږي، يعنې که چيرته شپيتو مسکينانو ته د غنمو ډوډۍ له سالن پرته په مړه خيټه ورکړی شی نو حکم پوره کيږي، پرته د اوربشو له ډوډۍ چې له هغې سره د سالن موجوديت ضروري دی، ځکه چې د اوربشو ډوډۍ د سختوالي له امله عادةً له سالن پرته په مړه خيټه نشي خوړل کيدای، او د غنمو ډوډۍ له سالن پرته هم په مړه خيټه خوړل کيدلای شي، له همدې آمله ويل شوي چې : د غنمو ډوډۍ سالن په خپل ځان کې ساتلی، لهذا کوم کس چې د غنمو له ډوډۍ سره سالن غواړي نو هغه وږی نه دی.

يو شرط دا هم ده چې کومو شپيتو مسکينانو ته ډوډۍ ورکول کيږي هغه به وږي هم وي، په هغوی کې به کوم يو موړ نه وي، او که چيرته څوک موړ وي او د وږي په څير خوراک نشي کولای نو د هغه په ځای کوم بل محتاج ته د ډوډۍ ورکول ضروري دي.

بهر حال يا دې د پورته ذکر شوې طريقې مطابق مسکينانو ته ډوډۍ ورکړل شي يا داسې کول پکار دي چې هر محتاج ته نصف صاع يعنې يو کيلو ۶۳۳ ګرام غنم يا د هغو اوړه دې ورکړی شي، او که غواړي نو دری کيلو ۲۶۶ ګرام اوربشې يا انګور يا کجورې يا د هغو قيمت دې ورکړی شي، او که غواړي نو دا ټول دې په يوه وخت کې ټولو محتاجانو ته ورکړي او که غواړي په مختلفو وختونو کې دې ورکړي.

که چيرته کوم کس قصداً جماع وکړي يا قصداً خوراک وکړي روژه ماته کړي نو د همدغو ټولو لپاره يوه کفاره کافي کيږي، په دې شرط چې د هغو په مينځ کې يې کفاره نه وي اداء کړې، مثلا ً : يوه کس لس روژې ماتې کړې او د هغو په مينځ کې يې کفاره اداء نکړه، نو د همدغو لسو روژو لپاره يوه کفاره کافي کيږي، او که چيرته يې په مينځ کې کومه کفاره اداء کړی شي نو بيا د وروسته روژو لپاره دويمه کفاره ضروري ده، بيا دا چې خوړل شوې روژې که د يوه رمضان وي او که د دوو رمضانونو وي په دې باره کې صحي مسئله همدا ده لکه په درمختار کې چې ذکر شوې، خو يو شمير حضرات وايي چې پورته ذکر شوی حکم د هغه صورت لپاره دی چې هغه د يوه رمضان روژې وي او که چيرته روژه د ډيرو رمضانونو وي نو د هر رمضان لپاره جلا جلا کفاره ضروري ده، لکه چې په فتاوی عالمګري کې همدا قول غوره شوی ([4]).

د روژې په حالت کې په لواطت سره کفاره او قضاء دواړه شته

پوښتنه : که يو کس د رمضان المبارک روژې په حالت کې لواطت وکړي په هغه باندې قضاء واجب ده او که کفاره هم پرې شته؟.

ځواب : د لواطت په صورت کې قضاء او کفاره دواړه واجب دي ([5]).

که قضائي روژې يې په ذمه وي ايا نفلي روژې نيولاى شي

پوښتنه : آوريدل شوي چې تر څو فرضي روژې اداء نکړى شي د نفلي روژو نيول نه دي پکار، آيا دا خبره صحي ده؟.

ځواب : صحي ده، ځکه چې د هغه په حق کې د فرضو قضاء ډيره ضروري او مهمه ده، که چيرته د فرض قضاء پريښودل شي د نفل روژې په نيت روژه ونيول شي نو نفلي روژه کيږي ([6]).

د روژې په کفاره کې تتابع ضروري ده که نه

پوښتنه : يوه کس د کفارې يو کم شپيته روژې پيوسته ونيولې، د شپيتمې روژې د نيولو پر مهال ناروغه شو، آيا هغه به بيا له سره روژې نيسي او که له روغيدو وروسته به يوازې يوه روژه نيسي؟.

ځواب : بيا به شپيته پيوسته روژې نيسي ([7]).

که د کفارې په روژو کې حيض راشي

پوښتنه : که چيرته يوې ښځې روژې خوړلې وي اوس د هغې کفاره روژې نيسي، د کفارې روژو نيول يې شروع کړل، څو ورځې وروسته حيض ورته راغى، اوس هغه روژه نه نيسي، او د کفارې په روژو کې خو ناغه (فصل) نه وي، لهذا د داسې ښځې په باره کې حکم څه دى؟ آيا هغه له حيض وروسته دوباره د کفارې روژې شروع کړي؟.

ځواب : د ماهواري له امله د کفارې په روژو کې فصل مضر نه دى، چې ماهواري يې ختمه شي سمدستي دې روژې شروع کړي، په همدې ډول دې شپيته روژې پيوسته پوره کړي، او که چيرته د ماهواري له ختميدو وروسته يوه ورځ هم ناغه (فصل) وکړي بيا له سره د شپيتو روژو نيول ضروري دي ([8]).

هغه شيان د کومو له امله چې يوازې قضاء لازميږي او کفاره نه لازميږي

په دې باره کې قاعده کليه دا ده چې که چيرته په کوم داسې شي سره روژه فاسده کړی شي کوم چې د غذاء له شيانو څخه نه وي، يا که چيرته وي نو د کوم شرعي عذر له امله هغه خيټې يا دماغ ته رسيدلی وي، يا کوم داسې شی وي د کوم له امله چې د شرمګاه شهوت په پوره ډول نه ختميږي لکه جلق او وغيره نو په داسې شيانو سره کفاره نه لازميږي، بلکې يوازې قضاء ضروري ده، لهذا که چيرته يو کس په رمضان کې خامې وريږې يا وچ او خراب شوي اوړه وخوري نو روژه له منځه ځي او قضاء واجبيږي، او که چيرته يو کس د اوربشو يا د غنمو اوړه په اوبو کې لامده کړي او له هغو سره شکره ګډه کړي او وې خوري نو په دې صورت کې کفاره لازميږي.

که چيرته يو کس يو ناڅاپه ډيره زياته مالګه وخوري يا کومه داسې خټه وخوري چې عادةً نه خوړل کيږي، يا تخم يا پمبه يا خپلې لياړې تيرې کړي کومې چې د وريښم، کپړې يا وغيره رنګ لکه زيړ شين سره متغير وي او هغه ته خپله روژه هم ور په ياد وي، يا کاغذ يا همديته ورته بل داسې شی وخوري کوم چې عادةً نه خوړل کيږي، يا داسې کومه ميوه چې عادةً له پخيدو مخکې نه خوړل کيږي چې هغه پخه کړی شي يا مالګه ور سره ګډه کړی شي نه خوړل کيږي، يا داسې تازه يو ډول ميوه کومه چې مغز نلري وخوري، يا کودړۍ، اوسپنه، سره، سپين او يا ډبره خواه که د زمرودو او وغيره وي تيره کړي نو په همدغو صورتونو کې کفاره نه واجبيږي، يوازې قضاء لازميږي.

همدارنګه که چيرته يو چا حقنه ([9]) وکړه، يا يې په پوزه کې دواء واچوله يا يې په خوله کې دواء وساتله او له دې څخه يو څه شی ستوني ته ولاړ او يا يې په غوږونو کې تيل واچول نو په همدغو صورتونو کې هم يوازې قضاء لازميږي کفاره واجب نه ده.

په غوږونو کې قصداً د اوبو اچولو په باره کې مختلف قولونه دي، په هدايه، ملتقي، درمختار، شرح وقايه او زياتره متونو کې ذکر شوي چې په دې صورت کې روژه نه ماتيږي، خو په قاضي خان او فتح القدير کې ليکل شوي چې په دې باره کې صحي مسئله دا ده چې روژه له منځه ځي او قضاء لازميږي.

يوه کس د خيټې په زخم کې دواء واچوله او هغه خيټې ته ورسيده، يا يې د سر په زخم کې دواء واچوله او هغه دماغ ته ورسيده، يا په ستوني کې د باران اوبه يا يخی (واوره يا برف) ولاړل، يا يې د خولې پريمنځلو په وخت کې اوبه تر ستوني ښکته ولاړې، يا يو چا په زور روژه ور ماته کړه خواه که د جماع په سبب سره وي لکه ميړه چې په زور له ښځې سره جماع وکړي، يا ښځه په زور له ميړه سره جماع وکړي، نو په همدغو ټولو صورتونو کې کفاره نه لازميږي، او له چا سره چې زور شوی وي په هغه باندې يوازې قضاء واجب ده.

که چيرته يوه ښځه کومه چې مينزه وي د خدمت يا کار کولو له امله د ناروغيدو د ويرې له امله روژه ماته کړي نو په هغې باندې قضاء لازمه ده، همدارنګه که چيرته مينزه په داسې صورت کې روژه ماته کړي کله چې د کار مثلا د ډوډۍ پخول يا د جامو يا بل څه پريمنځلو له امله ضعف او ناتواني ورته پيدا کيږي نو په همدې صورت کې هم قضاء واجب ده، په دې ضمن کې د دې مسئلې په ذهن کې لرل پکار دي چې که چيرته مينزې ته د هغې آقا (بادار) د يوه داسې کار خبره وکړي کومه چې د فرضو د اداء کولو مانع وي نو هغې ته د همداسې خبرې له منلو انکار کول پکار دي.

که يو چا د روژه دار په خوله کې په داسې حالت کې چې بيده وه اوبه ور واچولې، يا روژه دار په خپله په داسې حالت کې چې بيده وه اوبه وڅښلې نو د هغه روژه ماتيږي او په هغه باندې قضاء واجب ده، همدغه مسئله په هيره سره په خوراک څښاک کولو باندې قياس کيدلای نشي، ځکه چې که چيرته بيده کس يا هغه کس د کوم چې عقل تللی وي کوم ځناور ذبحه کړي نو د همدغې مذبوحې خوړل حلال نه دي، د دې بر خلاف که چيرته د يو چا د ذبح کولو په وخت کې بسم الله ويل هير شي نو د هغه په لاس د ذبحه شوي ځناور خوړل روا دي، همدارنګه دلته هم مسئله دا ده چې د هيرې په حالت کې د خوراک څښاک کونکي روژه نه ماتيږي، هو ! کوم کس چې د خوب په حالت کې خوراک څښاک وکړي نو د هغه روژه ماتيږي.

يوه کس په هيره په روژه کې څه خوراک څښاک وکړ، بيا يې له دې وروسته قصداً خوراک وکړ، يا يې په هيره جماع وکړه او له دې وروسته يې بيا قصداً جماع وکړه، يا يې په ورځ کې د روژې نيت وکړ بيا يې قصداً خوراک څښاک يا جماع وکړل، يا يې له شپې څخه نيت وکړ بيا يې سهار سفر وکړ او بيا يې له دې وروسته د اقامت نيت وکړ او څه خوراک څښاک يې وکړ اګر که په دې صورت کې هغه ته د روژې ماتول روا نه وه، يا يې له شپې څخه د روژې نيت وکړ سهار مقيم وه، بيا يې سفر وکړ مسافر شو او د سفر په حالت کې يې قصداً خوراک څښاک وکړ يا يې جماع وکړه اګر که په همدې صورت کې د هغه لپاره د روژې ماتول روا نه وه، نو په همدغو ټولو صورتونو کې يوازې قضاء لازميږي کفاره نه واجبيږي، په ذکر شوې مسئله کې د سفر په حالت کې د خوراک قيد له دې امله لګول شوی چې که چيرته کوم کس د سفر له شروع کولو وروسته بيا د خپل کوم هير شوي شي لپاره خپل کور ته واپس بيرته راشي او په خپل مکان کې يا له خپل ښار او خپلې ابادي څخه له جلا کيدو دمخه قصداً خوراک څښاک وکړي نو په دې صورت کې قضاء او کفاره دواړه لازميږي.

که چيرته يوه کس ټوله ورځ له خوراک څښاک او نورو ممنوعاتو څخه روژه نيولې وه خو نه يې د روژې نيت کړی وه او نه يې افطار کړی وه، يا کوم کس پيشمنی خوړلی وه، يا يې جماع کړې وه په داسې حالت کې چې د طلوع فجر په باره کې د هغه شک وه، حالانکه په همدې وخت کې طلوع فجر شوی وه، يا کوم کس د غروب آفتاب په غالب ګمان سره افطار کړی وه، حالانکه په همدې وخت کې غروب نه وو شوی، نو په همدغو صورتونو کې يوازې قضاء واجب ده کفاره لازمه نه ده، او که چيرته يې په غروب آفتاب کې د شک له امله روژه ماته کړې وه، حالانکه تر همدې وخته غروب نه وه شوی نو په دې صورت کې د کفارې په لازميدو کې دوه قولونه دي، په کوم کې چې د فقيه ابو جعفر مختار قول دا ده چې د غروب آفتاب د شک په صورت کې کفاره لازمه ده.

همدارنګه که چيرته د يوه کس غالب ګمان دا وو چې آفتاب غروب نه دی کړی، خو د دې باوجود هغه روژه ماته کړه او په حقيقت کې هم افتاب غروب نه وو کړی نو په هغه باندې کفاره لازمه ده.

که د کوم کس له ځناور سره يا له مړي سره د بد فعلي کولو په سبب انزال وشو، يا يې د چا په ورانه يا نو (نوم) يا په لاس کې د مښلو له امله مني خارج کړل، يا يې د يو چا په لمس کولو يا د مچو په اخيستلو سره يې انزال وشو، يا يې له رمضان پرته بله روژه ماته کړه، نو په دې صورتونو کې هم کفاره لازمه نه ده، بلکې قضاء لازمه ده، همدارنګه که يو چا له روژه دارې ښځې سره په داسې حالت کې جماع وکړه چې هغه بيده وه، نو د همدغې ښځې روژه له منځه ولاړه او په هغې باندې قضاء لازمه ده کفاره واجب نه ده، يا کومې ښځې له شپې څخه د روژې نيت کړی وو، خو کله چې ورځ شوه نو هغه ليونی شوه او د ليونتوب په حالت کې يو چا له هغې سره جماع وکړه، نو په دې صورت کې په همدغې ښځې باندې د همدغې روژې قضاء لازمه ده.

او که چيرته کومې ښځې په خپله شرمګاه کې اوبه يا دواء وڅڅول، يا يو چا په اوبو يا تيلو سره ککړې شوې ګوتې په خپل مقعد کې داخلې کړې، يا يو چا داسې استنجاء وکړه چې اوبه يې د حقنې تر ځايه ورسولې، يا په استنجاء کې د زياتي او مبالغه کولو له امله اوبه د فرج تر داخله ورسول شوې، نو په دې صورتونو کې قضاء واجب ده.

يا کوم کس د بواسيرو ناروغ دی او د هغه مسوړۍ د باندې راوتلې دي، هغه يې پريمنځلې نو اوس که چيرته هغه بيرته د پورته له تلو دمخه وچې کړی شي نو په هغو باندې د اوبو په اچولو سره روژه نه ماتيږي، ځکه چې په همدې ډول د بدن يوې ظاهرې برخې ته اوبه رسيدلې دي او بيا د بدن دننه برخې ته له رسيدو دمخه وچې کړی شوې دي، او که چيرته له پورته تلو دمخه وچې نکړی شي نو روژه فاسديږي.

او که چيرته کومه ښځه په تيلو يا اوبو سره لمدې شوې ګوتې د خپلې شرمګاه دننه برخې ته داخلې کړي، يا کوم کس کپړه يا ډبره په خپله دبره کې داخل کړي، يا کومه ښځه همدغه شيان د خپلې شرمګاه دننه برخې ته داخل کړي او همدغه شيان دننه غائب (ورک) شي، نو روژه له منځه ځي او قضاء لازميږي، هو ! که چيرته لرګی يا بل شي وي او د هغه بل لوری د هغه په لاس کې وي، يا همدغه شيان د ښځې د شرمګاه د باندې برخې ته ورسيږي نو روژه نه فاسديږي.

همدارنګه که چيرته د يوه کس تار تير شي په دې ډول چې د تار يو سر د هغه په لاس کې وي او بيا همغه تار بيرته د باندې را وباسي نو روژه نه فاسديږي، او که چيرته د هغه يو سر په لاس کې نه وي او ټول تير شي نو په دې سره روژه ماتيږي او قضاء لازمه ده.

کوم کس چې په خپل فعل سره د کوم شي دود خپل دماغ يا خپلې خيټې ته داخل کړي نو ليرې نه ده چې کفاره هم لازمه شي، ځکه چې د هغه دود نه يوازې دا چې قابل اتفاع دی، بلکې زياتره وخت د دواء په توګه هم استعماليږي، همدارنګه د سکرټ او چهلم د دود داخليدو په صورت کې هم کفاره لازميدلای شي.

همدارنګه که چيرته يوه کس قصداً قی وکړ ولو که په ډکه خوله رانشي نو روژه له منځه ځي او قضاء يې لازمه ده، په همدې باره کې روايت همدغه دی، خو حضرت امام ابو يوسف  رحمه الله  فرمايي چې قصداً د قي کولو په صورت کې روژه په هغه وخت کې فاسديږي او قضاء لازميږي کله چې قی په ډکه خوله وکړی شي، او که چيرته په ډکه خوله نه وي بيا نه روژه فاسديږي او نه قضاء لازمه ده، چنانچه ډير صحيح او مختار همدغه دی.

که چيرته کوم کس ته په خپله په ډکه خوله قی ورغی او هغه يې بيا تير کړ، يا کوم کس په غاښونو کې بند شوی شی کوم چې د يوې چڼې په اندازه يا له هغې څخه زيات وو وخوړ، يا کوم کس له شپې څخه نيت نه وو کړی، په ورځ کې يې هم نيت نه وو کړی چې په هيره يې بيا څه خوراک څښاک وکړ او له دې وروسته هغه د روژې نيت وکړ، نو په همدغو ټولو صورتونو کې روژه نه کيږي او قضاء لازمه ده.

يا همدارنګه که کوم کس بې هوشه شو او هغه ټوله مياشت بې هوشه وه نو په هغه باندې قضاء لازمه ده، هو ! د هغې ورځې قضاء لازمه نه ده له کومې ورځې چې بې هوشي شروع شوې وي، ځکه چې د مسلمان په باره کې نيک ګمان کول پکار دي، نو له همدې امله کيدلای شي چې هغه له شپې څخه نيت کړی وو او په همدې ډول د همغې ورځې روژه پوره شوې وي، اوس له دې وروسته چې څومره ورځې بې هوشه وو د هغو قضائي به راوړي، د بې هوشي ورځو د روژو قضاء له دې امله ضروري ده چې اګر که هغه څه خوړلي يا څښلي نه دي خو چونکه د روژې نيت نشته نو له همدې امله د بې هوشي په ورځو کې له نيت پرته د خوراک څښاک نکول او له ټولو شيانو څخه د ځان را ګرځول کافي او په کار راتلونکي نه دي، او که چيرته په کوم کس باندې د روژې په ټوله مياشت کې ليونتوب راشي نو په هغه باندې قضاء واجب نه ده، هو ! که چيرته ټوله مياشت ليونتوب نه وو نو بيا قضاء ضروري ده، او که چيرته په کوم کس باندې ټوله مياشت داسې ليونتوب راځي چې په ورځ کې يا په شپه کې د نيت د وخت له ختميدا وروسته ښه کيږي نو بيا هم قضاء ضروري نه ده، بلکې همدا په ټوله مياشت کې د ليوني اوسيدو په حکم کې دی.

او که چيرته کوم کس په رمضان کې د روژې نيت نه وي کړی او بيا په ورځ کې څه خوراک څښاک وکړي نو د امام اعظم ابو حنيفة  رحمه الله  د قول مطابق په دې صورت کې کفاره واجب نه ده، يوازې قضاء لازمه ده، خو د صاحبينو قول دا ده چې کفاره واجبيږي.

که چيرته کوم کس د کوم عذر په بناء روژه ماته کړې وي بيا هغه عذر هم ختم شي نو اوس د هغه لپاره ضروري ده چې د ورځې په پاتې برخه کې د روژې د احترام په ډول له خوراک څښاک او نورو ممنوعه شيانو څخه پرهيز وکړي، همدارنګه هغې ښځې ته هم د ورځې په پاتې برخه کې له منع شويوشيانو څخه پرهيز کول ضروري دي کومه چې په حيض يا نفاس کې مبتلاء وي او له طلوع فجر وروسته پاکه شي.

همدارنګه مسافر کوم چې د ورځې مقيم شي، ناروغ کوم چې جوړ شي، ليونی د کوم چې ليونتوب ولاړ شي، هلک کوم چې بالغ شي، کافر کوم چې اسلام قبول کړي، همدغو ټولو کسانو ته هم د ورځې په پاتې برخه کې له منع شويو شيانو څخه پرهيز کول پکار دي.

کومه ښځه چې په حيض يا نفاس کې مبتلاء وي، يا کوم کس د ناروغي په حالت کې وي، يا کوم کس د سفر په حالت کې وي، د همدغو ټولو لپاره له خوراک څښاک څخه پرهيز کول ضروري نه دي، بلکې د هغوی لپاره حکم دا ده چې له عامو سترګو څخه پټ دې خوراک څښاک وکړي ([10]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٢.

([2]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٦٩، بحواله : حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، ص : ٦٧٨، کتاب الصوم، فصل : يجب علي الصحيح، وکذا في فتاوى قاضي خان، ج : ١، ص : ٢١٧، کتاب الصوم، فصل فيمن يجب عليه التشبه ومن لايجب، وکذا في الهداية، ج : ١، ص : ٢٢٥، کتاب الصوم، باب مايوجب القضاء والکفارة.

([3]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ٢٠٠، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ٣، ص : ٤٠٦.

([4]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۳۱۰ – ۳۱۱.

([5]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٦٠، بحواله : الدرالمختار علي هامش الردالمحتار، ج : ٢، ص : ١١٧ – ١١٨، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد.

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٩٠ – ٥٩١، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ٢٠١، کتاب الصوم، الباب الثالث.

([7]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٧٣، بحواله : الفتاوى العالمګيرية، ج : ١، ص : ٢١٥، کتاب الصوم، الباب السابع في الاعتکاف، وکذا في فتح القدير، ج : ٢، ص : ٣٤٠، باب ما يوجب القضاء والکفارة، ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٤١٢، باب ما يفسد الصوم وما لايقسد.

([8]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٤٥١ – ٤٥٢.

([9]) حُقنه : د کومې دواء پلته يا پيچکاری په مقعد کې ايښودل، فيروز اللغات اردو جديد.

([10]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۳۱۱ – ۳۱۴.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close