دروژې مسایل (۳۸مه برخه ) – د اعتکاف مختلف مسايل –

پوښتنه : اعتکاف ولې کيږي؟ او طريقه يې څه ده؟.

ځواب : د رمضان المبارک په اخيرنيو لسو ورځو کې اعتکاف کول ډير لوی عبادت دی، ام المؤمنين حضرت عائشة رضی الله عنها  فرمايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  د هر رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې اعتکاف کاوه ([1])، له همدې امله هر مسلمان ته د همدغو سنتو له برکتونو څخه ګټه پورته کول پکار دي، جومات د الله تعالی  کور دی، او د کريم دروازه باندې سوال کونکی کيناستل لوی سعادت (نيک بختي) ده، دلته د اعتکاف يو شمير مسايل ليکل کيږي :

(۱) د رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې اعتکاف کول سنت کفايه ده، که چيرته د محلې او کلي څه خلک همدغه سنت اداء کړي نو د جومات حق کوم چې په همدغه محله او کلي باندې لازم ده اداء کيږي، او که چيرته جومات خالي پاتې شي او هيڅوک هم اعتکاف پکې ونکړي نو د محلې او کلي ټول خلک د عتاب لايق کيږي او د جومات له اعتکاف څخه د پاتې کيدو وبال په ټوله محله او کلي باندې ور لويږي ([2]).

(۲) په کوم جومات کې چې پنځه وخته لمونځ په جماعت سره کيږي، په هغه کې د اعتکاف لپاره کيناستل پکار دي، او که چيرته جومات داسې وي چې په جماعت سره لمونځ نه پکې کيږي نو په هغه کې په جماعت سره د لمانځه کولو انتظام د محلې او کلي په خلکو لازمي ده ([3]).

(۳) ښځه دې په خپل کور کې د لمانځه لپاره يو ځای وټاکي او هلته دې اعتکاف وکړي، په دې سره هغې ته په جومات کې په اعتکاف کې د کيناستو ثواب ورکول کيږي ([4]).

(۴) په اعتکاف کې د قرآنکريم تلاوت کول، درود شريف ويل، ذکر او تسبيح، د ديني علم زده کړه او ورښودنه، د انبياء کرامو  ، صحابه کرامو  او د بزرګانو د حالاتو لوستل دې خپل معمول جوړ کړی شي، له بې ضرورته خبرو څخه پرهيز کول پکار دي ([5]).

(۵) په اعتکاف کې له ضرورت پرته د اعتکاف له ځای څخه وتل ناروا دي، که نه نو اعتکاف باقي نه پاتې کيږي، په ياد لری چې د اعتکاف له ځای څخه مراد ټول هغه جومات مراد دی په کوم کې چې اعتکاف کيږي، خاص هغه ځای مراد نه ده کوم چې په جومات کې د اعتکاف لپاره ځانګړی شوی وي ([6]).

(۶) د متيازو، بولو او د جنابت غسل لپاره د باندې وتل روا دي، همدارنګه که چيرته له کور څخه د ډوډۍ راوړو لپاره څوک نه وي نو د خوراک څښاک لپاره کور ته تلل هم روا دي ([7]).

(۷) په کوم جومات کې چې معتکف دی که چيرته هلته د جمعې لمونځ نه کيده نو د جمعې لمانځه لپاره جامع جومات ته تګ هم صحي دی، خو په داسې وخت کې به ځي چې تحية المسجد او سنت وکړی شي، او د جمعې لمانځه څخه له فارغيدو وروسته سمدستي به د خپل اعتکاف جومات ته واپس بيرته راځي ([8]).

(۸) که چيرته په هيره د خپل اعتکاف له جومات څخه ووځي اعتکاف يې ماتيږي ([9]).

(۹) په اعتکاف کې له ضرورت پرته په دنيوي خبرو کې مشغوليدل مکروه تحريمي دي، لکه بې ضرورته اخيستل او خرڅول، هو ! که يو غريب سړی چې په کور کې يې د خوراک لپاره څه نه وي، هغه په اعتکاف کې اخيستل او خرڅول کولای شي، خو د اخيستلو او خرڅولو سامان راوړل جومات ته روا نه دي ([10]).

(۱۰) د اعتکاف په حالت کې بيخي چوپ ناستی صحي نه ده، هو ! که چيرته د ذکر او تلاوت کولو لپاره خاموش شي نو د آرام په نيت چوپ ناستی صحي دی ([11]).

يو شمير خلک د اعتکاف په حالت کې بيخي خبرې نکوي، بلکې يوازې خوله او سر خوځوي، او همدغه چوپوالي ته عبادت وايي، داسې کول غلط دي، د ښو خبرو اجازه شته، هو ! بدې خبرې بايد له ژبې ونه ايستل شي، همدارنګه بې ګټې او بې ضرورته خبرې ونکړي، بلکې په ذکر، تلاوت، عبادت او تسبيح کې خپل وخت تير کړي، لنډه دا چې محض چوپوالی کوم عبادت نه دی.

(۱۱) د رمضان المبارک لس ورځې د اعتکاف پوره کولو لپاره ضروري دي، په دې ډول چې په شلمه نيټه د لمر له لويدو دمخه جومات ته د اعتکاف په نيت داخل شي، ځکه چې د شلمې نيټې د لمر په لويدو سره اخيرنی عشره شروع کيږي، پس که چيرته د لمر له لويدو څو دقيقې هم د اعتکاف له نيت پرته تيرې شوې نو مسنون اعتکاف نه کيږي ([12]).

(۱۲) د اعتکاف لپاره روژه شرط دی، پس که چيرته خدای مکړه د يو چا روژه ماته شي نو مسنون اعتکاف هم ورسره ځي ([13]).

(۱۳) معتکف ته د کوم ناروغ پوښتنې په نيت له جومات څخه د باندې وتل صحي نه دي، او که چيرته د خپل طبعي ضرورت لپاره د باندې وتلی وو، او په تلو تلو کې يې د ناروغ پوښتنه هم وکړه صحي ده، خو هلته پاتې کيدل نشته ([14]).

(۱۴) دا چې د رمضان المبارک د اخيرنی عشرې اعتکاف سنت دی، مستحبه دا ده چې کله هم سړی جومات ته ځي نو د څومره وخت لپاره چې په جومات کې وي د اعتکاف نيت دې وکړي ([15]).

يواځې په جومات کې اوسيدل عبادت څنګه دی

پوښتنه : يواځې په جومات کې اوسيدل عبادت څنګه دی؟

ځواب : کله چې يو انسان خپل کارونه، سيلونه، نندارې او ګرځيدل پريږدي او په جومات کې اوسيدل غوره کړي او له دې څخه يې د الله تعالی رضامندي مقصود وي نو ښکاره ده چې داسې اوسيدل عبادت دی ([16]).

د ښځې اعتکاف په کور کې نفلي ده که سنت

پوښتنه : په کور کې د ښځې اعتکاف نفلي ده که سنت؟.

ځواب : ښځه نفلي اعتکاف هم کولای شي او سنت هم ([17]).

د اعتکاف د صحت لپاره روژه شرط ده او که نه

حضرت ابن عمر  فرمايي چې حضرت عمر  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته عرض وکړ : ما په جاهليت کې دا نذر منلی وو چې يوه شپه به په مسجد حرام کې اعتکاف کووم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل : خپل نذر پوره کړه ([18]).

د ابن عمر  په ذکور شوي حديث کې چې د کوم اعتکاف الليل ذکر راغلی په دې سره علامه طيبي  رحمه الله  په دې خبره استدلال کړی چې د اعتکاف د صحت لپاره روژه شرط نه ده، چنانچه د امام شافعي  رحمه الله  همدا مسلک دی ([19]) همدارنګه د امام احمد  رحمه الله  مشهور روايت هم د همدې مطابق دی.

د امام ابو حنيفة  رحمه الله  او امام مالک  رحمه الله  په نزد د اعتکاف لپاره روژه شرط ده، د امام احمد  رحمه الله  دويم روايت د همدې مطابق دی ([20]) د دوی استدلال د حضرت عائشة رضی الله عنها  په دې حديث سره دی چې )ولا اعتکاف الا بصوم(.

د حنفيانو له لوري د ابن عمر په حديث کې دا ويل شوي چې د حضرت عمر  د اعتکاف په سلسله کې له دې پرته چې کوم روايتونه منقول شوي په هغو کې له اعتکاف سره د روژو ذکر هم شته، لکه په ابو داؤد شريف کې يو روايت دی )عن ابن عمر  ان عمر  جعل عليه أن يعتکف فی الجاهلية ليلة أو يوماً عند الکعبة، فسأل النبی صلی الله عليه وسلم  فقال : اعتکف وصم( ([21]).

د حضرت ابن عمر  په روايت کې چې کوم اعتکاف الليل ذکر شوی له هغه څخه مراد په ورځ او شپه کې يوازې د شپې اعتکاف نه دی مراد، په دې باندې دليل د امام مسلم روايت دی ([22]) په کوم کې چې د ليلة پر ځای يوما ذکر شوي، همدارنګه د ابو داؤد شريف په روايت کې کوم چې ذکر کړی شو په هغه کې يوم او ليل دواړه ذکر دي، له همدې امله ويل شوي په کومو روايتونو کې چې يوازې ليلة ذکر شوې له هغه څخه )ليلة مع يومها( مراد ده، او په کومو کې چې يوازې يوم ذکر شوی نو له هغه څخه )يوم مع ليلة( مراد ده، په همدې سره په روايتونو کې تطبيق هم راتلای شي ([23]).

يا داسې ويل کيدلای شي چې دا د جاهليت د نذر له امله د ايفاء نذر حکم د استحباب په ډول وو د وجوب په ډول نه وو، او د نفلي اعتکاف لپاره زمونږ په نزد هم راجحه دا ده چې د هغه لپاره روژه شرط نه ده ([24]).

د ميړه (خاوند) له اجازې پرته ښځې ته په اعتکاف کې کيناستل

پوښتنه : ښځه د خپل ميړه (خاوند) له اجازې پرته په رمضان المبارک کې اعتکاف کولای شي که نه؟.

ځواب : ښځه دې د ميړه (خاوند) له اجازې پرته په اعتکاف کې نه کيني، په شاميه کې له سراج څخه نقل شوي چې )ولاينبغی لها الاعتکاف بلا اذنه( ([25]).

([1]) مشکوة، ج : ۱، ص : ۱۸۳، باب الاعتکاف، الفصل الاول.

([2]) شامي، ج : ۲، ص : ۴۴۲، باب الاعتکاف.

([3]) حاشية الطحطاوي مع الدرالمختار، باب الاعتکاف، ج : ۱، ص : ۴۷۲ – ۴۷۳

([4]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۱، کتاب الصوم، الباب السابع فی الاعتکاف، وايضا حاشية الطحطاوي علی الدرالمختار، ج : ۱، ص : ۴۷۳، باب الاعتکاف.

([5]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۲، ايضا فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۱۲.

([6]) الدر مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۷، هدايه مع فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۱۰.

([7]) الدرالمختار مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۵، باب الاعتکاف، وايضاً حاشية الطحطاوي علی الدرالمختار، ج : ۱، ص : ۴۷۴، باب الاعتکاف.

([8]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۲، وايضا فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۱۰، حاشية الطحطاوي علی الدر، ج : ۱، ص : ۴۷۵.

([9])  الدر مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۷، ولو خرج من المسجد ساعة بغير عذر فسد اعتکافه عند ابي حنيفة  لوجود المنافي، هدايه مع فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۱۰.

([10]) الدرالمختار مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۸ – ۴۴۹، باب الاعتکاف، وايضا حاشية الطحطاوي علی الدر، ج : ۱، ص : ۴۷۶.

([11]) فتح القدير مع الهدايه، ج : ۲، ص : ۱۱۲، وايضا فتاوی شامي، ج : ۲، ص : ۴۴۹، باب الاعتکاف.

([12]) شامي، ج : ۲، ص : ۴۵۲، باب الاعتکاف.

([13]) فتاوی عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۱، الباب السابع فی الاعتکاف.

([14]) البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۳۲۶، باب الاعتکاف.

([15]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۶۲۳ – ۲۴ – ۲۵، بحواله : الدرالمختار مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۲ – ۴۴۳، باب الاعتکاف.

([16]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٥.

([17]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۲، بحواله : مراقي الفلاح، ص : ۶۹۹، باب الاعتکاف، وکذا فی فتاوی قاضي خان، ج : ۱، ص : ۲۲۱، فصل فی الاعتکاف.

([18]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ۲۱۰۱.

([19]) شرح الطيبي، ج : ۴، ص : ۲۱۰.

([20]) المغني لابن قدامه، ج : ۳، ص : ۶۴.

([21]) سنن ابی داؤد، ج : ۱، ص : ۳۳۵.

([22]) د مسلم روايت داسې دی )ان عبد الله بن عمر  حدثه أن عمر بن الخطاب  سأل رسول الله  وهو بالجعرانة بعد أن رجع من الطائف فقال يا رسول الله  ! اني نذرت فی الجاهلية أن أعتکف يوما فی المسجد الحرام فکيف تری؟ قال : ذهب فأعتکف يوما( ج : ۲، ص : ۵۰.

([23]) مرقات، ج : ۴، ص : ۳۲۸.

([24]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۹۲ – ۲۹۳.

([25]) خير الفتاوی، ج : ۴، ص : ۱۴۴، بحواله : شامي، ج : ۲، ص : ۱۲۹.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close