دریمه نړۍ، یوه بله لویه دسیسه

ژباړه : احسان الله سعد

 دریمه نړۍ یوه نوې اصطلاح ده چې په ۲۱ پېړۍ کې سیاسي، اقتصادي او اجتماعي لیکنو ته راغلې، دا حقیقي نړۍ نده بلکې یوه ذهني پدیده ده، یوازې د ډېر تکرار په پایله کې یې د خلکو په ذهنونو کې حقیقي بڼه غوره کړې ده، نو بناءً دریمه نړۍ یوازې ذهني نړۍ ده حقیقي شتون نلري.

دغه اصطلاح د هغه کبرجنو لخوا چې ځانونه د لمړۍ نړۍ اوسیدونکي بولي د ځینو هیوادونو لپاره کارول کېږي او هغه خلک چې د غربي رسنیو تر ژور تاثیر لاندې دي ځانونه یې د دریمې نړۍ د اوسیدونکو په حیث منلي دي. خپل ځان د دریمې نړۍ د اوسیدونکي په توګه منل د انسان روحي او ذهني حالت تر اغیزې لاندې راولي او همدارنګه  ټنبلۍ، سپکاوي، منفي فکر، ناتواني، حقارت او یو شمېر نورو منفي کړنو ته وده ورکوي.

په یویشتمه پېړۍ کې هغه خلک چې د انګلوساکسون قومونو تر مستقیم استعمار لاندې اوسېدل د استعمارګرو د ظلمونو څخه په چیغو شول او د استعمار په وړاندې پاڅېدل مبارزه او مقاومت یې شروع کړ. ښکیلاکګرپدې پوه شول چې خلک نه یوازې دا چې د تورې په څوکه تابع کېږي نه، بلکي ډیر ځاني او مالي مصارف هم لري، نو بناءً د دې په خاطر چې له نوموړو هېوادونو څخه تر وتلو وروسته هم د دوي غیر مستقیم استعمار او ګټې دوام ولري، نو د فکري او ذهني استعمار له مختلفو تګلارو څخه یې استفاده وکړله او اختلافي موضوعات (ملي اختلافات؛ دیورند د افغانستان او پاکستان تر مینځ، کشمیر د هند او پاکستان تر مینځ، بلوچستان د افغانستان، پاکستان او ایران تر مینځ، کردستان په منځني ختیځ کې او میلیتي؛ لکه قومي او ژبني اختلافات) یې د خلکو د مصروف ساتلو لپاره په کار واچول او همدارنګه له بیداري څخه د خلکو د راګرځولو لپاره یې د ګډو- وډو معلوماتو، مختلفو اصطلاحاتو او اکاډمیکو سلاحګانو څخه چې د ذهني استعمار سره کومک کوي، استفاده وکړه. د مختلفو وسایلو لکه: رسنۍ، کتابونه، جواسیس (څارګر) او نورو څخه په کار اخستلو یې د ذهني استعمار اور په وروسته پاتې ټولنو او تراستعمار لاندې هیوادونو کې لا پسې توند کړ.

د دغه اصطلاحاتو له جملې څخه یوه هم د (دریمه نړۍ) اصطلاح ده، چې اکثراً استعمار شوي هیوادونه پدې اصطلاح نومول شوي دي.

د دریمې نړۍ اصطلاح تر هر څه مخکې د همدغه سیمې په انسانانو کې د فرهنګ او ژوند د تګلارې د ټیټوالي ښودونکې ده او هغه کسان چې دغه اصطلاح  په خپله جغرافیه کې د ځان لپاره قبلوي سربیره پر دې چې ځان تر هغوی چې د دوی په اند دلمړۍ نړۍ اوسېدونکي دي ښکته ورته ښکاري، نورې ډېرې ویجاړونکې فکري او ذهني پایلې هم لري.

په خواشیني سره باید ووایم چې دا د ښکته والي او کموالي حس په یوه خطرناکه ناروغی بدل شوی دی، ډیر ملتونه او انسانان لکه موږ په دې مهلکه او تباکوونکې ناروغي باندې اخته دي او د دریمې نړۍ اصطلاح یې د ځان د بې کارۍ، ټنبلي، بې فایدیتوب، له مسؤلیت څخه تېښته او حتی د خپل کاري فساد لپاره د یو عذر په حیث منلې.

د دریمې نړې اصطلاح هغه پدیده ده چې فزیکي وجود نلري او هغه نړۍ ده چې زموږ په ذهنونو یې لاندې منفي تاثیرات کړي، اما دا تاثیرات تر دې یو څو پورې محدود ندي بلکې ډېر زیات دي.

۱ـ دریمه نړۍ او په نفس بې باوره کېدل:

هغوی چې ځانونه یې د دریمې نړۍ د اوسیدونکو په توګه منلي دي، پدې باور دي چې د دوی ټولنه، عقیده، فرهنګ او تمدن د ډیرو نیمګړتیاوو درلودونکي دی او د لمړۍ نړۍ د انسانانو د عقیدې او تمدن څخه ښکته دی، نو په تدریجي توګه خپل اعتماد له لاسه ورکوي د ځان او ټولنې د ښه والي په هکله مایوسه کېږي. په خپل ځان بې باوره کیدل او نا امیدي ددې سبب کېږي چې انسان په یو خوځنده مړي بدل کړي په پایله کې د دې په  ځای چې د خپل خدای ورکړي توان او انرژي څخه د ټولنې د ښه والي او اصلاح لپاره کار واخلي، خپل بې هدفه ژوند ته (چې یوازې له خوراک، څښاک او خپل فامیل ته ترسرپناه جوړولو پرته بل څه ندی) ادامه ورکوي.

۲ـ دریمه نړۍ د بېکاري لپاره عذر:

د انسان فطرت او حتی طبیعت داسې جوړ دی چې د قواعدو او اصولو سره یو اړخیز جوړوالی نه خوښوي. همدارنګه نا امیده او زړه ماتي کسان هم د ژوند د یو ډول ساده تګلارې څخه ستړي کېږي او د خپلې دغې ستړیا فریادونه په یو ډول غیر منصفانه انتقادونو کې بیانوي.خپله د نیوکې ګوته یې همېشه د خپلې ټولنې، فرهنګ، عقیدې او تمدن په لور نیولې وي خو نورې څلور ګوتې چې ده ته راجع دي له یاده باسي، هر اصلاحي ګام ته په بدبینانه نظر ګوري نه خپله غواړي کار وکړي او نه بل څوک پرېږدي چې کار وکړي.

کله چې د دې سوال سره مخامخ شي چې ولې د ټولنې د ښه والي لپاره کار نکوي؟ په خپله ځان ته داسې ځواب ورکوي او یا د نورو لخوا د داسې خبرو سره مخامخ کېږي( پرېږده یې، دا دریمه نړۍ ده. او کلیشه یي شعارونه ورکوي لکه: دریمه نړۍ داسې ځای دی که هر څوک وغواړي خپل هیواد جوړ کړي، نو کور یې ورانېږي او که څوک غواړي کور یې آباد شي باید د مملکت د ورانېدو کوښښ وکړي) دا یې د یو عذر په توګه منلې او خپلې بیکارۍ ته یې هسې یو پلمه جوړه کړې.

۳ـ دریمه نړۍ، ساده توب او حماقت:

د دریمې نړۍ اصطلاح زموږ په ټولنه کې ځینې کسان د حماقت تر حده رسولي دوی د دې پر ځای چې په خپله عقیده او فرهنګ باندې د شوي یرغل مخنیوی وکړي نور هم د مقابل لوري ملاتړ کوي او یو ډول بې منطقه او ساده فکر کوي. د دې په ځای چې ووایي اوسنیو پرمختللو هیوادونو د خپلو منابعو څخه سمه استفاده کړې او نن ځانونو ته د لمړۍ نړۍ هیوادونه وایي، دوی داسې شعارونه ورکوي (دا دین دی چې زموږ د وروسته پاتې کېدو سبب شوی، تر څو مو د ښځو په سر باندې چادري او ټکری وي پرمختګ به په سترګو هم ونه وینو، دین باید په جماعتونو کې قید شي، دغه دین غوښتونکي چې عیاشي او فحاشي نه پرېږدي زموږ د وروسته پاتې کېدو لامل شوي او همداسې نور شعارونه ورکوي، د خلکو ذهني کمزوري یې له حده زیاته کړې او یو پراخ فکري جنګ یې شروع کړی.

د مثال په توګه که په یو غربي رسنۍ کې وویني چې د دوی په اند د دریمې نړۍ  یو اوسېدونکی په خپله ښځه وهل ټکول کوي له څېړنې او پوهیدو پرته دا پېښه د دغه ټولنې په عقیده او فرهنګ پورې تړي اما که چېرې دا پېښه په غربي ټولنه کې پېښه شي دوی دا جرئت نشي کولای چې د دوي د فرهنګ او تمدن سره چې ځان تر هغې ټیټ بولي اړیکه ورکړي بلکې دا یو ډول ناروغي بولي او داسې نور…

۴ـ دریمه نړۍ او له مسؤلیت څخه تېښته:

د هسې په نامه  لمړۍ نړۍ استثمار یوازې د دوی په اند د دریمې نړۍ د طبعي منابعو او سرمایې  تر غلا پورې ندی محدود، بلکې له بشري منابعو څخه یې هم په مختلفو لارو استفاده کوي. له دغه اصطلاح( دریمه نړۍ) څخه په استفاده یې په خلکو کې د نا امیدي حس پیدا کړی او دوی یې په خپله ټولنه بدبینه کړي، د دوی د پردي پالنې له احساس څخه یې اعظمي ګټه پورته کړې، په دغه ټولنه کې یې که د استعداد او پوهې څه لیدلي خپلې ټولنې ته یې وړي او یایې په خپله ټولنه کې د ځان لپاره ګټه ترې اخستې، که کله د دغه استعدادونو څخه له مسؤلیته د تېښتې په هکله وپوښتل شي همدا دلایل وایي دا ټولنه او خلک پرمختګ نشي کولای پرېږده یې، پداسې حال کې چې خپله هم د دې ټولنې یو فرد دی او خپله باید د ټولنې د ښه والي لپاره کار وکړي، په کلیشه یي انتقادنو شروع کوي  او د ځان د ښه ښکاره کېدو لپاره څو نورې نامناسبې خبرې هم په خپل عقیده او فرهنګ پسې کوي.

په دې موضوع پورې اړونده خبرې په یوه مقاله کې نه ځایږي بناءً د محترمو لوستونکو څخه هیله لرم چې په دغه موضوع نور فکر هم وکړي او نور اړخونه او تاثیرات یې و څېړي.

په پای کې ټولو خلکو او بالخصوص مسلمانو ځوانانو ته زما دا پیغام دی چې؛ پدې باید پوه شی چې تاسې د هغوی په پرتله چې ځانونه د لمړۍ نړۍ اوسیدونکي بولي هیڅ ټیټوالي او ټنبلي نه لری، همېشه د ټولنې د اصلاح  او سمون لپاره کار وکړئ او ټولنه د خلاصون لوري ته یوسئ ځکه دا کار زموږ لپاره بل څوک نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close