درې میاشتینی اوربند او که په یوه ډز درې مرغۍ ویشتل؟؟؟

آصف الله آصفي

درې میاشتینی اوربند او که په یوه ډز درې مرغۍ ویشتل؟؟؟

1. د ملت تیرویستنه
2. د طالبانو له ګوزارونو ځان ژغورنه
3. او د ژمنیو چاپو لپاره تابیا نیونه

یو متل دی چی وایی: پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي، د دی متل مطلب دادی چی پیشو د دې لپاره موږک نه نیسي چې ګوندې د کور مالک خوشحاله کړی چې ګوندې د غله جاتو د بوجیو له وهلو څخه یې خلاص کړ، بلکې پیشو د دې لپاره موږک نیسي څو د خپل ځان او خپلې خیټې د مړولو لپاره غوښه ترلاسه کړی او د غوښی له خوړلو خوند واخلي.
اشرف غنی لالا بیا دری میاشتی اورند اعلان کړ، ساده لوح خلک فکر کوی چې ګوندې متفکر لالا دا کار د هیواد او هیوادوالو د خیر لپاره کړی، خو خبر نه دی چې د کاسې لاندې نیمه کاسه وجود لري، او د پردې تر شا نور داسي څه پراته دي چې هیوادوال باید پرې په پوره توګه آګاه وي، او هغه دا چې غواړي د موږک په څیر د ځان لپاره د غوښي غم وخوري.
د دې دري میاشتینی اوربند نه د اشرف غني یوه موخه داده چې د ګرمۍ په دې فصل کې چې د طالبانو غاښ ماتوونکی بریدونه ښه په درز کې روان دي نور په چل ول سره تم کړي او خپل سر خوندي کړي، ځکه چې د یو شرم کیسه لا ختمه نه وي چې بل شرم یې جامي وباسي، د فراه ولایت د سقوط پیغور یې لا د خلکو له خولو نه وو وتلی چی غزني تری سقوط وکړ، او د ولایاتو ترمینځ د نښلوونکو سرکونو د سقوط خو لا پریږده چې په میاشتو میاشتو د طالبانو لاس ته لویدلي او حکومت یې د ولایاتو له اکمال نه عاجز کړی، نو اشرف غنی په دی اوربند سره هڅه کوي څو له مزیدی رسوایۍ نه ځان وژغوري، ځکه چې د طالبانو نور فتوحات حتمي دي.
د دې دري میاشتنی اوربند ترشا بل راز دادی چی پوره درې میاشتې وروسته هوا سړیږي، او طبعی ده چې د طالبانو لخوا بریدونه هم د سړي هوا له کبله یا یو څه کمیږي او یا ځینی ځایونو کې بیخي په ټپه دریږي، نو اشرف غنی غواړی چې فعلا دري میاشتو کې له یوې خوا ځان د طالبانو له ګوزارونو بچ وساتي او له بلې خوا په سړي هوا کې یو ځل بیا پر طالبانو د چاپو وهلو لپاره تابیا ونیسي او پلانونه جوړ کړی، چې په دې اړه یې له ټولو با نفوذه سیاسي مشرانو سره سلا مشورې هم وکړي، چې وروستنۍ د دمنظورۍ مشوره یې بیا د ناټو له مشر سره ترسره کړه.
هغه د متل په مصداق چې په یوه ډز به دوه مرغۍ وولي، هم به ځان د طالبانو له ریز مریز کوونکو ګوازرونو په امان کړی او هم به پر طالبانو غافل ګیرانه بریدونه وکړی.
څو په دې طریقي سره وکولای شي له یوې خوا ملت تیرباسي چې ګوندی دی دومره نیک صالح سړی دی چی دری میاشتي یی اوربند اعلان کړ، او له بلې خوا ځان له فعلي ګوزارونو ساتي او له بلې خوا د ژمنیو چاپو لپاره ځانونه اکمال کړی او طالبانو ته سخت تلفات واړوي.
خو په نوم متفکر له دی غافل دی چی د طالبانو مشرتابه دا هر څه درک کړی، او په وړاندې به خپل دریځ زر اعلان کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close