دزندانیانو مظلومیت اوبي آسري اودحکمرانانو بي پروایي

 

لیکنه حافظ عمري اسیر

دتیري یک شنبي په ورځ په1397/5/14 تاریخ باندي دپلچرخي زندان دڅلورم بلاک بندیانو دیولړ اساسي اوقانوني ستونزو اوغوښتنو پر بنیاد په ټولیزه توګه دنه خوړلو اعتصاب شروع کړ
دیادو بندیانو ستونزي په ټوله کي دعامو بندیانو مشترکي ستونزي دي نوځکه په ورپسي سباورځ 1397=5/15باندي پنځم اواوم بلاک هم دڅلورم بلاک سره په هماهنګۍ اعتصاب شروع کړ
پاتي بلاکو ځکه اعتصاب مؤخر کړ چي دڅلورم بلاک اعتصاب لانه وو شروع شوي چي ددریم بلاک بندیانو دڅوتنو حافظانو اوقاریانودفراغت په پارددستاربندۍ لپاره تدابیر نیولي وو کله چي دستار بندي وشوه په ورپسي سباورځ په 1397/5/17تاریخ باندي دچهار شنبي په ماذدیګر دریم شپږم نهم اولسم بلاک هم اعتصاب شروع کړ همدارنګه په تدریج سره پرون دپنج شنبي ماذدیګردمحبس خاص مخدره بلاکو چي په ټیمکیانو سره یي خلګ پیژني چي ټول لس بلاکه لري په ټولیزه توګه په اعتصاب لاس پوري کړ
چي دټولو بندیانو تعداد تقریبًا دیارلس زره شاوخوا ته رسیږي داګړی په غذائي اعتصاب کي قرارلري

دبندیانو حالت ډیر نازک دي په تیره هغه بلاکونه چي ترټولو یي لومړي اعتصاب پیل کړي وو لکه څلورم او اوم بلاک له څلورم بلاک نه خو په مسلسل ډول دوه امبولانسه بندیان دپلچرخي عمومي روغتون 20بستریز روغتون اویاپه اصطلاح سرطبابت ته لیږدوي تر څو یي دسیرومانو په توسط له مرګ اویا بي سدتوب نه وژغوري

بندیان په جدي توګه ټینګارکوي چي ترهغو به اعتصاب ته دوام ورکوي ترڅویي ستونزي دقانون په رڼاکي حل شوي نه وي اوقانوني غوښتني یي عملًامنل شوي نه وي بندیانو خپلي ستونزي په یوه لیست کي ضبط کړي چي موږ به یي دلته رانقل کړو
د زندانیانو عمده غوښتنې په لاندې ډول دي.
اوله غوښتنه: کوم فرمان او تخفیف چې د کال په مبارکو ورځو کې د رئیس جمهور له لوري ورکول کېږي؛ باید استثنا پکې نه وي؛ ټولو بندیانو ته بې توپیره ورکړل شي.
دوهمه غوښتنه: په فرامینو او تخفیفو کې دي د نصف قید ماده لرې کړل شي.
دریمه غوښتنه: تقویتي تخفیفونه باید بندیانو ته تطبیق او ورکړل شي.
څلورمه غوښتنه: دلته ډیری بندیان په اعدام محکوم دي کلونه کلونه بې سرنوشته پراته دي موږ په کلکه غواړو چې داعدامیانو سرنوشت دي معلوم شي او اعدام یې په قید بدل؛ او رسمي ورقې د سند په توګه ورکړلې شي.
پنځمه غوښتنه: د صعب العلاج او کبر سن (سپین ږيري) بندیان چې هر ځل په فرمان کې اعلانېږي؛ خو ازاد شوي نه دي؛ باید له خپله حقه برخوردار شي.
شپږمه غوښتنه: لکه څنګه چې قانون ده چې بندي باید د قیدټاکلي موده په خپل ولایت کې تېره کړي؛ باید له مرکزي زندان د پلچرخي نه دي ولایتونو ته تبدیلي ازاده شي.

ځایي مسؤولینو ته له زاریو پرته بل څه ورپاته نه دي ځکه دوي سلب الاختیاره دي نشي کولاي دبندیانو غوښتني په خپلسري توګه ومني
دسیلو بوجۍاودقرواني دیګونه دهر بلاک مخي ته پراته دي خو بندیان یي دبلاک دننه ته نه پریږدي

تر دامهاله دزرګونو مظلوموبندیانو دي لوي احتجاج اواعتصاب ته دمرکزي حکومت له لوري کومه جدي توجه نه ده شوي صرف دنمایش په توګه یوځل درئیس جمهور ارشد مشاور دسه شنبي ماښام مهال دپنځو دقیقو لپاره دپلچرخي محبس ته سترګي راښکاره کړي بندیانو ته یي داخطار په توګه میز وډباوه اوله بندیانو یي دکوم بدلون پرته وغوښتل چي اعتصاب پاي ته ورسوۍ ګني نور به هم له مشکلاتو سره مواجهي شۍ
دپنج شنبي په ورځ بیا هاشم الکوزی چي په پارلمان کي دهلمند دخلکو استازیتوب هم کوي اودسنا مجلس امنیتي اوحقوقي مدافع رئیس هم دي دبندیانو دحال پوښتلو په موخه پلچرخي ته راغي دبندیانو له لوري په خبروکي تر سوال لاندي شو او دبندیانو نمایندګانو ورته وویل تاسي زموږ دغوښتنو دحل کیدو لپاره کاملاً واک اواختیار نلري په تیر کي مو موږ ته په مکرر ډول وعدي راکړي سربیره پر هغه بیا تاسي یی دعملي کولو پوره اطمینان هم راکړي وو مګر بیاهم کوم بدیل موږ نه دي لیدلي صرف دژبي پر سر مو تش غولونکي الفاظ وارد کړي نورڅه نه
حتي بعضي بندیان خو لا له سره ورسره خبروته هم حاضر نه شول

بیا تیره ورځ ناوخته له جمهوریت نه جګپوړی هیئات راغلي وو او دبندیانو له نمایندګانو سره یي وکتل دبندیانو ستونزي یي له ځان سره په یوه کاغذ کي ضبط کړي بیرته ولاړ هیڅ جواب یي هم بندیانو ته پرینښود صرف دایي وویل چي ستاسي ستونزي درئیس جمهور له سویي هم لوړي دي په دي اړه چي الایده له پارلمان نه دقانون مادو ته تغیر ورنکړل شي ستاسي ستونزي نشي حل کیدلاي

بندیان پوهیږي چي دبندیانو دحبس اوجزا دقانون مادي دجزائي اجرائاتو کمیسیون له خوا ټاکل کیږي اوهم همدا کمیسیون یي تعدیلولاي شي اودکمیسیون په نشتون کي رئیس جمهور کولاي شي چي دفرمان په صادرولو سره دبندیانو دجزاپه قانون کي تعدیل رامنځ ته کړي
اوبل داچي زموږ غوښتني کومي نوي غوښتني نه دي بلکي دپخواني رئیس جمهور حامد کرزي په وخت کي دهمدي مادو پر سر کوم چي بندیان یي دعملي کیدوغوښتنه لري مشکل نه وو دبندیانو مشکلات حل وو خو داشرف غني تر واک وروسته د350 ماده رامځنته شوه چي تل یي بندیان له مشکلاتو سره مخ کړي
اوبل داچي بندیان داداري فساد په وړاندي هم له ځور سره مخ دي دمثال په ډول دسیاسي بندیانو په فقره کي چي په تیرو فرامینو کي دسیاسیانو له لیست نه څوک له فرمان نه مستثناء کیږي صرف 14او15 ماده استثناء کوي چي مراد ترینه تروریستي او جرایم علیه امنیت داخلي او خارجي دي خو د350 مادي له مخي عامتًا سیاسي بندیان له عفوي اوتخفیف نه بي برخي پاتي کیږي
موږ غواړو په 22 .26. 156 350 مادو کي کاملاً تغیر راشي او زموږ پورتنۍ غوښتني عملًا ومنل شي

داوو دپلچرخي زندان داتلس بلاکونوددیارلس زره بندیانو حال اودچارواکو له لوري نه توجه وبي پروائي

دپلچرخي زندان چي دکابل ښار په زړه کي پروت دي اوله ارګ نه دومره په فاصله کي هم نه دي لیري بیاهم دملت ناخبره رئیس جمهور دبندیانو دمظلومیت ږغ نشي اوریدلاي
اخوکم في الله اسیر الاسلام حافظ عمري اسیر
ایها المسلمون لله تعالي لاتنسونا من صالح دعائکم

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close