دسلطان صلاح الدین “ایوبي” رحمه الله،  یو لیک

لیکنه: حامد مستشهد

“ته پر مرغانو زړه ښه کوه، عسکري دهغه سړی لپاره خطرناکه لوبه ده، چې زړه یې په ښځو او شرابو بایللی وي”

سلطان صلاح الدین “ایوبی” رحمة الله علیه دغه کلمې د اپریل په میاشت ۱۱۷۵میلادي کال د خپل تره زوی خلیفه الصالح او یوقومندان سیف الدین ته لیکلي،

دغو دواړو ته صلیبیانو په  پټه د زور او مرغلرو د ورکړي تمه ورکړي وه او صلاح الدین “ایوبی” ته دماتې ورکولو په دسیسه کې ورسره شریک شوي وو،

صلیبیانو همدا غوښتل هغوی حمله وکړه،

الصالح او سیف الدین ورسره مرسته وکړه، خو دالله ج په مرسته سلطان صلاح الدین “ایوبي” دوی ټولو ته ماتې ورکړه، قومندان سیف الدین خپل مال متاع پريښودل، وتښتیده،  د ده له ځانګړې خیمې رنګارنګ مرغان، ښکلې  پیغلې نڅاګرې او سندرغاړې انجونې، د موسیقۍ الاتو غږوونکي سامان، د شرابو چاټې راوه ایستل شوه، صلاح الدین “ایوبي” مرغان ګډیدونکې سندرغاړې او سازغږوونکې پریښودل او امیر سیف الدین ته يې په دې ډول لیک ولیکه،

تاسې دواړو د کفارو ملاتړ وکړ او دهغوی په لاسونو مو زما د نوم او نښان د ورکاوي ناپاکه هڅه وکړه،

خو دې ته مو پام ونه کړ چې ستاسې په دغه توطئه کې ګډون به داسلامي نړۍ نوم او نښان هم له منځه وړلای شي!

تاسې که زما سره کینه درلوده،

نو زه به مووژلی وم،  پر ما مودوه وژونکې حملې کړي دي،  دواړه ناکامې شوې،  اوس يوځل بیا هڅه  وکړئ او وه ګورئ کیدای شې چې بریالی شې،

که تاسې په ما باوروکړئ، چې که زما سر له تنې نه جدا شي،  نو اسلام به نور هم سر لوړی شي،

نو زما دې د کعبې په رب سوګند وي،  چې زه به ستاسو په توره خپل سر غوڅوم او ستاسو په قدمونو کې به يې دایښودلو وصیت کوم، زه تاسو ته یوازې دا ویل غواړم چې کوم کافر دمسلمان دوست  نه شي کیدای، تاریخ ستاسو په مخکې ده، خپلې ماضي ته وګورئ د پرنګیانو پادشاه او ډیمانډ په څیر اسلام دښمنه صلیبیان یوازې ددې لپاره ستاسو دوستان شول، چې تا سوهغوی د مسلمانانو پر خلاف جګړې ته هڅوي او مرسته درسره کوي که هغوی بریالي شوي وای، نو را تلونکی ښکار به يې ته وای، او تردې وروسته به د هغوی دغه خوب ریښتیا شوی وای چې اسلام دې د ځمکې له مخ نه ورک شي.

ته د یو جنګیالي قوم سړی یې عسکري ستا ملي دنده ده،  هر مسلمان د الله ج یو سپاهي ده،  خو ایمان او عمل یې یو بنسټیز شرطونه دي،  ته په مرغانو زړه ښه کوه عسکري د هغه سړي لپاره یوه خطرناکه لوبه ده،چې پر ښځو او شرابو یې زړه بایللی وي،  زه له تانه هیله کوم،  چې له ماسره مرسته وکړه او په جهادکې راسره ګډون وکړه که دا نه شې کولای،  نو له مخالفته مې لاس واخله،  زه تاته هیڅ سزا نه درکوم الله ج دې ستا ګناهونه وبخښي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close