دسوريې جګړه به څه پایلې ولري؟

په سوریه کې داولسي واکمنۍ او یا قدرت پرسره جګړه نده پیل شوې چې دسوريي اولس څه وخت په خپلوکې سره راټول اوپه ګډه سره د پخلایني په درشل کې جګړې ته دپای ټکې کېږ دي.

دسوريي جګړه مونږ دسیاسي نظره په دوه برخو ویشلې شویوه دروسانو او امریکا ترمنځ اوږد مهاله جګړییزه سیالي چې دڅلورو لیسزو په تیریدوسره یوپربل تورونه هم لګوي او خپله زور ازماني دنوروهیوا دونو په پیل شوو جګړو ترسره کوي.

 دویم ډول يې دامریکا لپاره د اسیا او خلیج علاوه په عربي هېوادونو کې دنظامي حضور په زیاتوالې دعربي هېوادونو اشغال ته لاره برابرول دي چې روسان نه غواړي په سوریه کې دیمن تر څنګ امریکا خپل هدف ته نږدې شي.

 روسانو په افغانستان او عراق کې دامریکا دپالیسۍ په مقابل کې ترڅه وخته خپل دریځ پټ وساته خود تیرکال دجنورې په میاشت کې دولادیمر پوتین هغه وینا چې دسوريي په اړه يې وکړه خپل دریځ يې روښانه کړه وئ ویل نورمونږ په سیمه کې دتوازن دساتلو لپاره اړیو چې په يوڅه اقداماتو لاس پورې کړو.

په سوریه کې دنا ارامیو د راپیدا کولو او دبشارالاسد دحکومت پرخلاف نه یوازې داچې امریکا دمخالفې اتحادي جبهي سره هر اړخیزی مرستي پیل کړي بلکه له عراقه وروسته يې په سوریه کې د داعش ډله وسلواله کړه دسوريي نا ارامی يې دافغانستان له نا ارمیوهم ورواړوله چې دامهال په نړیواله کچه دافغانانو څخه په دویم شمیر کې دسوریي کډوال زیات دي چې ګاونډیو او اروپا يې هېوادونوته په کډو کولو مجبوریږي.

 امریکا غواړي په تبلیغاتي شکل په سوریه کې دخپلو کړنو څخه دنړیوالو اوسیاسي کتونکو ذهني بل لوري ته واړوي او وايي ګواکې مونږ دداعش ډلې دځپلو لپاره عملیات کوو حال داچې په سوریه کې دبشارالاسد مخالفې اتحادي ډلې حکومت ته دومره ګواښ ندی متوجه کړی څومره چې دامریکا لخوا وسلواله شوی داعش ډله به ډله ییزه توګه ملکي اونظامي وګړي وژني.

دروسانو درسنیزو معلوماتوله مخې رسنۍ خپله پالسي دسوريي په شمال کې د داعش په ۱۸ مرکزونو د هوايي بمباریو په کولو روښانه کړه.

 که څه هم امریکا دروسانو په بمباریو نیوکې وکړې چې په بمباریو کې يې د داعش مرکزونه نه بلکه ملکي وګړي په نخښه شویدي خو دویلادمیر پوتین ځانګړي استازي چې دافغانستان لپاره دامریکا دسیاسي او نظامي چارو څارنه هم کوي د امریکا ټول تورونه ضمیرقابلوف په یوه خپره شوی اعلامیه کې رد کړل وئې وېل امریکا په سوریه کې د داعش ډلې وسلواله وژنه د روسیي په بمیاریو پټه وي حال داچې امریکا په افغانستان کې په روان کال کې تر سپتمبر پورې ۱۰۳ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړیدي او ولسي وګړي يې وژلې وي.

دسوريي دجګړې په اړه سیاسي کتونکي پدې نظردي چې امریکا غو اړي په سوریه کې د داعش ډلې په مرسته چې تر خپلو اهدافو دلاس ته راوړلو پوري يې  وسله واله مرسته کوي امنیتي وضع دومره خرابه کړي تر څو دافغانستان او عراق په څیر دسوريې لپاره په پلان کې  نیول شوې پلمې له مخې به سوریه پوځي یرغل وکړي

دسوريې ترڅنګ امریکاغواړي په عربی هېوادونو کې هم نوی وسله والې ډلې داسلامي نومونو اوګوندو نو په نامه راپیداکړي او دهرهېواد لپاره دنا امینو دراپید اکولو راپیداشوی اوجوړه کړل شوی ډله په نظامي سطحه فعاله کړي.

روسانو چې په سوریه کې بمبارئ  وکړی هدف يې یوازي دبشارالاسد حکومت څخه ملاتړ نه بلکه په خلیج او عربو کې دامریکا دنظامي خوځښت او حضور دزیاتو الی مخه ده.

 دابه وروسته څرګنده شي چې دسوريي روانه نا امني اوپه سوریه کې دامریکا لخوا وسله واله کړل شوي داعش ډله ترکومه حده لاس ته راوړني لري د روسانو اوکه دامریکا په نظر کې نېول شوی پلان عملي کېږي.

دسوريي دجګړي پایلې به په سوریه کې دجګړي په دوام او سوریه یانو په ګډوالې اونا ارامیو وروسته څرګندي شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close