دسولې شوری دبې باورۍ او اختلافاتو ښکار شویدی

د افغانستان د سولې شورا چې دولت ئې دسولې عالي شورا بلي په خپلو منځونو کې د بې باورۍ او اختلاف ښکار شوه. ددری میاشتو را پدیخوا د شورا غړي په دري برخو ویشل شویدي، یو شمیر غړي ئې په افغانستان کې د سولې او طالبانو سره د مذاکراتو مخالف دي چې پدې غړو کې دشمالي ټلوالې اشخاص او پخواني کمونستان شامل دي.

دویمه ډله کې هغه غړي دې چې د افغانستان دامن اوسولې غوښتونکې دی چې غواړي د طالبانو سره د مذاکراتو دلارې په افغانستان کې نوره جګړه پاي ته ورسیږي او ټول افغانان په پوره یو والې او اتفاق د افغانستان په آبادۍ او ښیرازئ کې برخه واخلي پدې دویمه ډله کې یو شمیر دطلبانو د واکمنۍ پرمهال او اوس د کابل حکومت سره په سلا او مشرو کې شریک غړي دي چې زیاته برخه ئی د روسانو او کمونستانو پر خلاف د وسلوال مبارزې مجاهدین دي چې طالبانو سره د مذاکراتو وړتیا هم لري.

دریمه ډله نه خو دافغانستان د راتلونکې په اړه څه نظر څرګندوي او نه دروانو جریانو په مقابل کې غبرګون ښکاره کوی، دری واړو ډلو تر منځ اختلاف او بې باوري دې حد ته ورسیده چې نور خپله د شورا غړي او سرپرست غواړي د سولې د شورا تشکیل باندې بیا له سره غور وشي ترڅو په راتلونکې کې دسولې شورا دافغانستان دسولې په اړه دیوه موقف لرونکې شورا وي او د ځنې پریکړو د هوکړې واک هم ولري.

دسولې د شورا سرپرست عبد الحکیم مجاهد له اولسمشره غوښتي چې دشورا تشکیل باندې دسره په غور کولو سره په شورا کې سوله غوښتونکې اشخاص خاي کړي چې اشرف غنې خپله دسولې د شورا دستونزو ، اختلاف او بی باورئ څخه په خبرتیا ورسره د تشکیل د بدلون هوکړه کړیده.

دافغان بحران ددوام پای ته رسیدا په موخه د سولې په نامه جوړه شوی شورا چې برهان الدین رباني ئی مشر ؤ او د هغه د وفات نه وروسته د هغه خاي ناستې صلاح الدین رباني ته ئی مشري ور په غاړه شوه د یادونې وړ پر مختګ ئی ندی کړی په ځاي ددې چې د وسلوالو لیکو څخه ټوپک په لاس ځوانان دسولې دبهیر سره یو ځای کړل شي د نظامي بارکونو څخه د ملي اردو عسکرو وسلوالوته ځانونه تسلیم کړل.

 ددی شورا د هڅو او هلو څلو لپاره امریکا 63 ملیونه ډالر د افغانستان سره دمرستو په لست کې ځانګړی کړی چې 11 ملیونه ډالر ئې د ننګرهار چارواکو سره وویشل په ځاي ددې جې دسولې دشورا هڅې وستایل شي په منفي کړنو پرې نیوکې زیاتې شوي.

ددې شورا د تشکیل د نوی کیدا لپاره ځکه اواز پورته شو چې د یوڅه ځنډ ورسوته اوباما د اکتوبر په 22 دپاکستان صدر اعظم نواز شریف امریکا ته وغوښت دپاکستان دیو لړ مسایلو ترڅنګ ئی ورته په افغانستان کې دسولې سپارښتنه وکړه چې دنواز شریف پاکستان ته درسیدا سره سم سلاکار وزیر سرتاج عزیز مطبوعاتې غونډه کې دافغان دولت او طالبانو تر منځ مذاکراتو ته د چمتو والي ژمنه وکړه.

سرتاج عزیز څو ځله ویلي چې پاکستان پر طالبانو دسولې په اړه اغیز لری خو کنترول پرې نلري ځکه افغان دولت ته دطالبانو په اړه دسولې دشونتیا سینه نشې ډبلوي خو دپاکستان ددریځ په اړه بیا ډاکټر عبد الله او ډاکټر اشرف غني هم د نظر اختلاف لري؛ ډاکټر عبد الله له پاکستانه دسولې او امن تمه نلري تل ئی پرې بې باوري څرګند کړی؛ وائی پاکستان دافغانستان دسولې او امن په اړه اواز پورته کوی خو صداقت پکې نشته او اشرف غني پدې نظر دی چې دپاکستان له همکاري او مرستې بغیر په افغانستان کې سوله نشي راتلای اوس به وګورو چې دسولې دشورا نوي تشکیل به څه وکړي؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close