دسګرټو استعمال دماغي تکلیف راپیداکوي

دسګرټو داستعمال په اړه پخوانیو روغتیا پوهانو او څیړونکو هم څیړنې کړیدي؛ چې دسګرټو دڅکلو په دوام دنورو مرضونو ترڅنګ دسرطان دمرض دراپیداکیدو امکانات زیات دي؛ خود نو شوو څیړنو له مخې څرګنده شویده چې دسګرټو دوامداره څکل دانسان په دماغ بد اغیز کوي چې که په وخت يې درملنه ونشي انسان په دماغي ناروغیواخته کیږي .

 ددماغي ناروغیو نور عوامل هم شته چې دنورو عواملو درملنه يې دومره ګرانه  نه وي څومره چې انسان دسګرټو د دوام څکلو له امله په دماغي ناروغیو اخته شي.

یوی سویډني روغتیا يې ادارې پدې اړه څیړنې پیل کړی څرګنده کړي يې ده چې له ۹۰۲ مریضانو څخه يې دپوښتنو  وروسته ثابته کړی چې دماغي ناروغتیا يې دسګرټو دڅکلو لاامل ګرځیدلې دی.

یوشمیر روغتیاپوهان د سګرټو په زیات استعمال دګوځنډ یا فالج لا امل هم وايې چې  دګوځنډ مریضانو کې يې دسروي له مخي زیات سګریټ څکونکې په ګوته کړیدي.

دسویډني روغتیا يي اداری درایوله مخ  ۴۸ فیصده  دماغي ناروغان ورته دخپل تکلیف په اړه دسګرټو استعمال ښودلی دي.

سګریت نه یوازې داچې څکوونکي يې په دماغي ناروغۍ اخته کوي بلکه دسکرټو د څکولو سره انسان ته دخولې اوغاښونو مرضونه هم پیداکېږي  .

که یو سکرټ څکونکی دخوراک وروسته چې په سګرټ څکولو عادی وي او سکرټ ورته ونه رسیږي په بد هضمي هم اخته کېږي چې د خوراک په نه هضمیدو سره يې دویني په جریان کې هم ستونزوي راپیدا کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close