دسیسو ته فرصت نه شو وېلی

حمزه حسیني

لله الحمد د افغانستان اسلامي امارت سیاسي وړتیا د ستایلو ده ځکه د همدې سیاسي وړتیا په برکت یې د دښمنانو شومې دسیسې شنډې کړي، کفري قوتونه یې په ډېره مېړانه څملولي او خپل ویاړلی تاریخ یې د سر و مال په قیمت ساتلی دی.

اسلامي امارت په دې پوهیږي چې روانه جګړه چا پیل کړې، په څه خاطر، کوم اهداف لري، تش په نوم حکومت د چا له لوري تمویلیږي او ګډ حکومت د سولې پروسه کې څه موخې لري.؟

را به شوو دې خبرې ته چې افغانستان کې د روانې جګړې پیلونکي معلوم دي، په دې خاطر یې پیل کړې چې افغانستان کې یو دیمکراسي قانون پلی کړي، اهداف یې هم دا دي چې اسلامي نظام د تل لپاره نسکور کړي او دا هم له لمر نه روښانه خبره ده چې بلواک حکومت د همدې کفري نړۍ له خوا تمویلیږي.

خو افغان بلواک حکومت د سولې له پروسې څخه موخې دا دي چې پر طالبانو یو نوعه ملامتیا ور بار کړي چې ګواکي دوی سوله کوي خو طالبان یې نه مني. د دې فکر کې دی چې اسلامي امارت به هم خدای نخواسته د حزب اسلامي په څېر د تسلیمۍ مېز ته کېنوي.

خو هیوادوال اوس په دې پوهه دي چې د اسلامي امارت سپېڅلی نظام پر خپلو مټو ولاړ نظام دی او بهرنیو ته یې لا له پخوا یو شرط کېښودلی و چې هغه د بهرنیو قواوو وتل دي او اوس هم به همغه شرط ولاړ دی.

بلواک حکومت دې دا فکر او سوچ په کامله توګه له ذهن څخه وباسي چې اسلامي امارت به د شهیدانو وینو سره جفاء کوي او له بلواک تش په نوم حکومت سره به سوله (چې د تسلیمۍ په معنا ده) کوي.

په افغانستان کې امن او سوکالي هغه مهال ممکن ده چې بهرني پوځي قوتونه له هیواده ووځي او اشغال ته د پای ټکی کېږدي او که بالفرض امریکا وحشي لښکر خپل اشغال ختم نه کړي نو دا جګړه به نوره هم اوږده شي ځکه افغانانو هیڅکله د پردیو تر سیوري لاندې ژوند نه دی تېر کړی.

دا خبرې چې دوی اوس ډنډوره کړي چې طالبان باید د سولې د پروسي فرصت له لاسه ور نه کړي او باید سوله وکړي.

ځواب یې دا دی چې دا فرصت نه بلکې د بلواک حکومت یوه شومه دسیسه ده چې اسلامي امارت یې پر وړاندې ځیرک دی او ان شاءالله چې د دوی په دام کې به هیڅکله راګیر نشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close