سرلیکنه (کابل ټکی کام : سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل):
دملي يوالي دحکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله ديوه پلاوي په مشرۍ د شانګهای په غونډه کې دبرخې اخيستنې په موخه چين ته سفر وکړ اوتردې، چې دنورو هېوادونو دمشرانو په څېر ډاکټر عبدالله هم دافغانستان په استاذيتوب په غونډه کې وينا وکړه .
د شانګهای غونډه، چې په ۲۰۰۱زکال کې دچين، روسيې، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان ولسمشرانو دسېمې دامن او ثبات په اړه جوړه کړې وه .
پرلپسې به يې په هرکال دنوو بحثونو او اړتياوو موضوع ګانو دحل او نورو چارو لټولو ناسته وه.
دا غونډه چې دچين په پلازمينه (بيجنګ) کې به پېل شي، دسېمې او په ځانګړې توګه دافغانستان په روانو کړکيچونو حالاتو متمرکزه ده، چې يوازې افغانستان نه؛ بلکې روس د شانګهای غړو هېوادونو اوټولې سېمې ته يو لوی خطر راولاړ شوی دی.
ښايي اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله دچين، روسيې، تاجکستان ،قزاقستان او قرغزستان دولسمشرانو سره دافغانستان په اړه په ځانګړې توګه ليدل وکړي.
دچين درسنيو دمعلوماتو په اساس روانه کيدونکې غونډه په افغانستان او سېمه کې د ورځ په ورځ مخ په زياتوالي ترهګرۍ دمخنيوي او په افغانستان کې ديوې داسې روغې اوجوړې لپاره لار ولټول شي چې دټولو افغانانو حقوق پکې خوندي او دغوښتنو مطابق سوله او روغه جوړه وي.
روانه کيدونکې غونډه چې دشانګهای دغړو هېوادونو ۱۴مه غونډه ده، منګوليا په ۲۰۰۴ز کال او افغانستان، پاکستان، هندوستان او ايران يې په ۲۰۱۲ز کال کې دڅار غړي هېوادونه شوي دي، چې په هره کيدونکې غونډه کې دمستقلو غړو هېوادونوترڅنګ يادهېوادونه هم برخه اخلي.
دشانګهای دغړو هېوادونو غونډه يوه اونۍ ورسته په اسلام اباد کې داسيا زړه دغونډې وروسته پېلېږي، چې په دغې غونډه کې هم زيات تمرکز دافغانستان دمسئلې په اړه و، چې دافغانستان په اړه دمذاکراتو دځنډ او خنډ وروسته بيا ددولت او طالبانو ترمنځ دخبرو لپاره د لارې په هوارېدو موافقه وشوه.
که د شانګهای غړي هېوادونه دافغانستان دمسئلې په اړه په مسؤليت قدم پورته کړي، امکان لري شانګهای دافغانستان دمسئلې دحل وياړ ترلاسه کړي؛ ځکه د شانګهاي غړي هېوادونه دافغانستان دنا امنيو اور خپلو هېوادونو ته خوريدونکی اور بولي؛ ځکه خو غواړي ددولت او طالبانو ترمنځ دسولې د خبرو لپاره مظبوط ګامونه واخلي. دشانګهای غونډې ته دډاکټرعبدالله سره دبهرنيو چارو په وزارت کې دسياسي امورو رئيس حکمت کرزی دسوداګرۍ ،کانونو اودکلو او پراختيا د وزيرانو علاوه يو شمېر نور لوړ رتبه چاوراکي ملګري دي، چې ورسره تللي وزيران به د افغانتسان او شانګهای غړي هېوادونه په ټولو برخو کې لازم قدمونه پورته کړي.
په افغانستان کې سوله او امن دولتي ارګانونه دي . او که ددولت پرخلاف وسلوال طالبان دواړه سوله غواړي او په سوله کې ددواړو خواو دولت او طالبانو دراتلونکي بقا ده.يوازې د جګړې له لارې يوه خوا هم کاميابي نشي ترلاسه کولای . پکار ده، چې دواړه خواوې دافغان ولس دهيلو مطابق په سوله کې له اخلاصه قدم واخلي.