دشاه شهيد خونړۍ پېښه په نورو مه ورتاوانوئ ،له امريکې يې حساب واخلئ

کابل ټکی کام ۲۰ زمری ۱۳۹۴

تبصره فاتح

دشاه شهيد خونړۍ پېښه په نورو مه ورتاوانوئ ،له امريکې يې حساب واخلئ

د  تېرې جمعې په شپه په داسې حال کې چې د  کرغېړنې ادارې مشر اشرف غني المان ته او ډبل عبدالله  يې مصر ته  تللی و،د کابل ښار د اتمې حوزې د شاه شهيد  د سیاه سینګ په سیمه کې دسترې وحشتناکې چاودنې غږ پورته شوچې  په ټول کابل کې يې انګازې خپرې شوې، چاودنه دومره خونړۍ او ويجاړوونکې وه، چې څلور سوه انسانانو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ يې په ميلونونو ډالرو مالي زيانونه هم خلکو ته ورسول.

 سربدال رژيم داولس پوښتنې ته پرته له دې چې په سپين سترګۍ په نورو الزامونه ولګوي،نور هيڅ په لاس نلرل،ځکه يې اعلاميو او رسنيو ته زور ورکړ چې : موږ ته ثابته شوه چې دا بريد په پلاني ځای کې دپلاني لخوا طرحه شوی اودلته په کابل کې يې تطبيق کړ. دا په داسې حال کې چې لاسپوڅی رژيم له يوې خوا دکاميابې حکومتدارۍ لاپې وهي او له بله پلوه يې کابل څه چې دارګ ساتنه هم له  وس وتلې خبره ده  او په دې برسېره دا ادعا يې چې دبل هېواده له ټنو چاوديدونکو توکو ډک موټرونه ترکابله روغ رمټ او ان هدف ته رسېږي  ددوی په خپله د شرمونکې ماتې او ناکامۍ براعلا اقرار دی .

  دې وحشتناکې حملې ته په لومړي سر کې د موټربم نوم ورکړل شو او ويل کېدل چې هدف يې دسیاه سنګ په نقلیه کې د ملی اردو د کشف مرکز دی او چاودنه دټيلرموټر په ذريعه وه چې دچاوديدونکو موادو څخه ډک و. که څه هم دداسې پېښو ذمه واري  طالبان نه مني  خو ورباندې تاوان کيږي.دې ته په پام سره  دکابل ښاريانوته يولړ شکونه او ګروېږنې پيداشوې وې خو چې لاندې حقيقتونه يې  درک کړل ډېر زر وپوهېدل چې دا وحشيانه عمل دامريکايي اشغالګرو لخوا ترسره شوی .

۱): له کله چې په بهرنيانو عسکرو درې مياشتې مخکې بريد وشو نو ټولې ورغلې لارې تړل شوي وې،هره شپه د یاد مرکز جنوب ختیځ ته امنیت ملي،شمال لویدیځ ته د داخله وزارت د تلاشۍ پوسته اوجنوب لویدیځ کې یې هم عسکر ولاړ دي، نو دا غټ موټر څنګه له کومې لارې دلته ورسېد؟ حال دا چې دلته یو بایسکل ته هم اجازه نشته

۲):

۳ هغه مهال چې چاودنه وشوه بریښنا قطعه شوې وه،د ټیلفونونو انتن کار نه کاوه .

۴ د چاودنې پرمهال دوه هیلي کاپټر الوتکې اوډرون طياره  ګرځيدلې.

۵–  د بريد ځای ۱۵متره ژور تللی اوتخريب يې په عمودي ډول دی،حال داچې د موټر بم تخريب په افقي ډول وي او دومره ځمکه نه کيندي او نه يې زور د ځمکې په لور وي، تاسو ته به څرګنده وي چې تر ټولو ستر ستر موټر بمونه په عراق کې وشول خو د تلفاتو شمېر يې له ۱۰۰ پورته نه شو،همداراز طالبانو هم ډېر ستر ستر موټر بمونه کړي دي لکه :دخوست (صحراباغ) او وردګو (سید آباد ـ چې چاودېدونکې توکې يې دبهرنيانو په وينا څو سوه ټڼه وو او پرېمانه ودانۍ يې نړولې وې )  خو ځمکه یې څیرې کړې نه ده بلکې تخریبات یې په افقي ډول وو، په افریقا کې تر ټولو خطرناک موټربمونه د بوکو حرام ډلې ترسره کړي خو تلفات یې له ۱۰۰ پورته نه شول.

۶): په دغه نظامي مرکز کې افغان عسکرو سره بهرنیان هم ول همېشه همدلته اوسېدل خو په دغه شپه یو هم موجود نه و.

۷): ددې حملې غږ تر ارزان قيمت، بودخاک، تيمنيو، کوټه سنګي او ګڼو نورو سيمو پورې اورېدل شوی او څو شېبې يې زوروره زلزله درلوده حال داچې دموټربم غږاوجړق دهغه سره يوځای پای ته رسېږي.

۸): د کابل په بالا حصار کې د دفاع وزارت منسوبین د شپې پهره ول دهغوی په وينا :لومړی برېښنا قطع شوه.

وروسته شنه لمبه پورته شوه.او حال دا چې د موټر بم لمبه ژېړه ده..

۹):  د نظامي چارو کارپوهان يې نه تايدوي چې ګنې دا زميني بريد و.

۱۰):  که دابريد دچاوديدونکوتوکو ډک موټر او يا ټيلر په واسطه شوی وي نو دموټرکباړ او وسپنې ( ټيرونه،ويلونه،اوپريم …) څه شول؟  د دومره لوی شل ټيره ټيلر يوه نښه هم چا ونه موندله حال داچې دهرځای موټر بم په چاودنو کې دموټر کباړ پروت وي.

۱۱):  امرالله صالح وویل چې: دغه مواد

Html

ول.دا د طالبانو سره نه شته.

۱۲):په همدې شپه د حضوري چمن په منځ کې د تبلیغيانو کلنۍ اجتماع وه له زرو ۱۰۰۰څخه زيات تبليغيانو لومړی دراروان توغندي غږ اوريدلی ،يوې اوبلې خواته يې منډې وهلي  اوبيا يې دچاودنې زورور درز اوريدلی.

۱۳): څومره غټ موټر چې کابل ته داخلېږي د ترافیکو ریاست سره ثبت کیږي.

د یاد مرکز جنوب غرب ته په ۱ کیلومترۍ کې د ترافیکو د ثبت مرکز دی چې یوازې د غټو موټرو لپاره دی.هغوئ وایي چې زموږ ډېټابېس بشپړ دی.

لنډه داچې دا له زغم وتلی وحشت او جنايت دامريکې لومړی او وروستی کار نه دی ،له چاپان بيا ترويتنام ،عراق او افغانستان پورې دوی دوی په مسلسله توګه کړي دي ځکه چې دامريکې بنياد په ظلم کېښودل شوی دی .

نو افغانانو وروڼو ،دمکار دښمن ارادې ډېرې خرابې دي ،په دروغجنو پروتکولونواوژمنو يې مه تيروځئ ،دلته په خپل ولس  داندلس تاريخ مه تکراروئ ،له غلامۍ نه چې دتل لپاره مو دازادۍ له نعمت محروموي مخکې له دې ځان خلاص کړئ چې بيا دبې وسۍ اوښکې تويوئ، سترګې مه پټوئ داڅېر پيښې په نورو مه ورتاوانوئ ،راپورته شئ له امريکې يې حساب واخلئ کنه ددې په شان ډېر تاوانونه به هم وکړئ خو بيا به مو دهغوجبيره له توانه وتلي وي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close